پنځلسمه لويه ګناه – په قصد سره د لمونځ قضاکول – دويمه برخه
ليکنه: مولوي عبدالسلام ضعيف
په يوه بل حديث شريف کې دحضرت امير المومنين عمر بن خطاب (رضي الله عنه) څخه روايت دی هغه درسول الله (صلي الله عليه وسلم) دخولي څخه قول کوي چې لمونځ ددېن ستنه ده، كه چا لمونځ برپايه کړ ګواکې هغه ټول يې برپايه اوقائم کړ او كه چا لمونځ پريښوداوويې نړاوه نو ګواکې هغه ټوله دين ونړاوه او پري يښود، دحضرت معاذ بن جبل (رضي الله عنه) روايت دی {ان رسول الله (صلي الله عليه وسلم) قال: من ترك الصلاة مكتوبة متعمداً فقد برئت منه ذمة الله عز وجل } رواه احمد.
يعني كه چا فرضي لمونځ په قصده سره قضا کړی نو په تحقيق سره ددغه سړی څخه دالله (جل جلاله) ذمه بېزاره سوه، يعني الله دده ذمه واره نه دی کوم چې برائت دخدای داورڅخه دی، دصحيح مسلم اوصحيح بخاري په صحيح حديث کې.
راځي چې رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وايې چې زه امرد الله (جل جلاله) لخوا څخه امرسوی يم،دا چې دخلكويعني کفارو سره ترهغه وخته پوري مقاتله او جنګ وکړم، ترڅو چې هغوی دالله (جل جلاله) په وحدانيت او درسول الله (صلي الله عليه وسلم) په رسالت باندې اقرار كوي، حتى يشهدوا ان لا اله الا الله وان محمد رسول الله اوپنځه وخته فرضي لمونځ برپايه كوي او دالله (جل جلاله) فرضي زكات وركوي كه څوک دغه دري كارونه ترسره کړي نو دوی زما څخه خپلي ويني او مالونه وساتله، مګر په حق داسلام سره او حساب يې په الله (جل جلاله) پوري اړه لري متفق عليه ((الا بحق الاسلام)) لكه دبل وژل، چې دقاتل څخه به قصاص اخستل کيږي، يا زنا كول دمحصن لپاره چي په دڅلوروشاهدانوپه لرلوياپه خپل اقرارسره به هغه په رجم کيږي، يا غلا كول اولا ره نيول چي لاسونه او پښي به ورڅخه غوڅيږي، يا بل داسي عمل كول چي په هغه سره ده ته سزا وركول کيږي او يادهغه څخه انتقام اخستل کيږي.
قصدا دلمانځه په پريښودولو کې دډيرو صحابه كرامو(رضوان الله عنهم)د تابعينو او وروسته علماء كرامو ترمنځ ډير اختلاف نظر سته، ځيني علماء كرام په دې عقيده دي چې د لمانځه قضا كول په قصد سره مطلق كفر دی او ځيني علماء كرام چې ډيرزيات احتياط کوي بيا وايې چې دلمانځه قضاکول په قصده سره كبېره ګناه ده خودفرضيت څخه انکاريې کفردی، ځيني علماء کرام وايې چې کله فرضي لمونځ په قصده سره پريښودل سي نو اعاده يا راګرځول يې سته، ځيني علماء كرام بيا په دې عقيده دي چې اعاده ياقضا يې نسته يوازي توبه يې كفايت كولای سي او كه په يوه عذرياهيره سره له چاڅخه لمونځ قضاسي نودټولوعلماوو په اتفاق سره يې اعاده اوراګرځول سته.
هغه صحابه (رضوان الله عنهم) او علماء كرام چې تارك الصلاة په قصدي توګه سره كافر بولي عبارت دي له دغو علماء كراموڅخه لكه،
عمر بن خطاب (رضي الله عنه) عبدالله بن مسعو، عبدالله بن عباس، معاذ بن جبل، جابر بن عبدالله وابودرداء (رضوان الله تعالی عنهم اجمعين) حضرت احمد بن حنبل، اسحاق بن راهويه، عبدالله بن مبارك، واسعي، حکېم بن عتيبة، ايوب سختياني، ابوداود الطيالسي،ابو بكر بن ابې شيبه، زهير بن حزم اوداسي نور… اما داحنافو دمذهب اکثره علماء كرام او خپله حضرت امام ابوحنيفه (رحمه الله) په دې مذهب دي، چې دلمانځه پريښودونکی په قصدې توګه سره كافر نه دی، همدارنګه يې اعاده يا راګرځول دلمانځه پردغه پريښودونکي باندې فرض بولي، ترڅو چې دغه تارك الصلاة دلمانځه دفرضيت څخه منكر نه سي، كه العياذ بالله څوك دلمانځه له فرضيت څخه منكر سي نوبيا دټولو مسلمانانو په اتفاق سره كافر دی.
هم دارنګه دلمانځه ادا كول په جماعت سره دځيني علماء كرامو په مذهب سره واجب او دځينوعلماءکرامو په قول سره مؤكد سنت دی، دجماعت پريښودل بيله شرعي عذره دځينو علماء كرامو په قول كبېره او دځينوکرامو په قول صغيره ګناه ده. والله تعالی اعلم قوله تعالى: يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ(42) خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ (43)
ژباړه: ياده کړه دوی ته هغه ورځ چې ښكاره او بربنډه به سي ساق بلاکيف دپروردګار او سخت وخت به دقيامت راسي، نوراوبه بلل سي ټوله مخلوقات و سجدي کولو ته لپاره دامتحان په دوی باندې، نوپه همدې وخت کې به كفار او منافقان سجده و نه کړای سي، هك پك اوحيران به پاتي سي سجدي كولو ته، حال دا چې ذليله او كښته به وي سترګي ددوی دډيره شرمه اوخجالت څخه، راچاپير کړي به وي دوی ذلت او شرم، دا ځكه چې بېشكه وه دوی په دنيا كښي هغه کسان چې بلل کېدل به دوی طرف دسجدي كولو ته په داسي حال کې چې دوی به روغ رمټ وه، نو سجده به يې نه كوله.
په دې اخري ايت کې چې په دنيا کې سجده نكول يا دسجدي څخه انكار كول ذکرسو دځينو علماء كرامو په قول سره جماعت ترک كول مطلب دی، ځكه اول اذان او بېا اقامت دلمانځه لپاره دعوت دی، حي على الفلاح وحي على الصلاه منادي ټوله خلک چې دده اوازاوري هغوی د جماعت لمانځه ته رابولي نو دهغه منادي ايجابت نه كول يادهغه اجابت نه قبلول په دې ماناسره اخستل سوي ده.
وقوله تعالي: وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ (43)
ژباړه،يعني تاسو سم برپايه اواقامه كوی لمونځونه خپل په ښه ترتيب سره اوهمدارنګه تاسو وركوی زكاتونه دمالونوخپلوڅخه اوتاسو ركوع کوی دنورو ركوع كوونكوسره، يعني دهغوی سره چي لمونځ په جماعت كوي يوځای لمونځ کوی، په دي ايت کې هم په جماعت كولو سره ښکاره امر سويدی چې دلمانځه ښه اداء په جماعت سره راځي همدارنګه په اغلب نظردعلماءکرامودوجوب لپاره دی.
{وعن النبې (صلي الله عليه وسلم) اول ما يحاسب به العبد يوم القيامة من عمله الصلاة فان صلحت فقد افلح وانجح وان نقصت فقد خاب وخسر} رواه الترمذي والنسائي وابن ماجه احمد وغيره في صحيح { وعن عبدالله بن مسعود رضي الله تعالى عنه من سره ان يلقى الله غداً مسلماً فليحافظ على هؤلاء الصلوات الخمس حيث ينادى بهن فان الله شرع لنبېكم صلى الله عليه وسلم سنن الهدى وانقصن من سنن الهدى ولوانكم صليتم في بېوتكم كما يصلي هذا المتخلف في بېته لتركتم سنة نبېكم ولقد راينا وما يتخلف عنها الا منافق معلوم النفاق او مريض ولقد كان الرجل يؤتي به يهادي بېن الرجلين حتى يقام في الصف} متفق عليه.
ژباړه لومړی حديث دحضرت رسول اکرم (صلي الله عليه وسلم) څخه قول دی هغه مبارک فرمايي چې ترټولومخکي په ورځ دمحشر چې دبنده سره دحق الله حساب کيږي نو هغه دلمانځه حساب دی،كه چيري بنده په هغه حساب کې كامياب سو او صالح لمونځ يې ادا کړی وه، نووروسته به په ټولو حسابونو کې كامياب او بريالی وي، او كه چيري بنده په هغه حساب کې ناکام سواولمونځ يې يانه وه اوياناقص وختی، نو بېشكه چې دغه بنده خراب، برباد او تاواني سو.
دويم حديث دحضرت عبدالله بن مسعود(رضي الله عنه) څخه روايت دى،هغه وايې چې كه څوك دا خوښه لري او ورباندې خوشحاله کيږي چې دسباسره الله هغه په داسي حال کې يوځای کې چې هغه دې مسلمان وي، نوپه ښه توګه سره دي اقامه او حفاظت ددغو پنځو لمونځو نو وکړي،او كله چې دهغوی دادا لپاره دعوت وسي يعني اذان وسي نوهغه دي قبول کړي، په تحقيق سره چې الله (جل جلاله) مشروع ګرځولي دي لپاره ستاسو دنبې اکرم (صلي الله عليه وسلم) طريقي دهدايت او هم دغه پنځه لمونځونه دهدايت دطريقوڅخه دي ((يعني سنن الهدى)) كه چيرته تاسو لمونځونه په خپلو كورونو كښي وکړی لكه دغه متخلفين چې يې په كورونو کې كوي، نو تاسو به دخپل پيغمبر(صلي الله عليه وسلم) سنت اودهغه دهدايت لاره پريښي وي،هغه مبارک زياتوي او وايې چې بېشكه موږبه ليدله چې درسول الله (صلي الله عليه وسلم) دسنتو څخه به مخالفت نه كاوه، مګر يا منافق چې منافقت به يې بيخي ښكاره وه او ياداسي مريض چې مسجد ته به يې دتګ اوراتګ توان نه درلود، همدارنګه به موږ ليدله چې يو سړی به دنورو دوو نفرو په اوږو باندې جماعت ته راوستل کېدی او په صف کې به در ول کېدی او اودس به يې هم په داسي توګه سره كاوه، يعني هغه به سخت مريض وو يوازي به يې حركت او تګ هم نسوای كولای خودنورو خلكو په مرسته سره به دجماعت لپاره مسجد حاضريدل.
په يوه بل حديث كښي ذكر سويدی چې يو ړوند صحابې (رضي الله عنه) درسول الله (صلي الله عليه وسلم) وحضورته راغلی او داسي عرض يې وکړی چې يا رسول الله (صلي الله عليه وسلم) زما سره داسي ملګری هم نسته چې ماته لارښونه وکړي اوما مسجد ته راولي اوبيرته مي ترکوره پوري ورسوي،نو كما ته رخصت راکړل سي دا چې زه په خپل كور کې يوازي لمونځ ادا کړم اوزماعذرقبول کړي؟ نو رسول الله (صلي الله عليه وسلم)په اول ځل وهغه ته رخصت ورکړ، كله چې هغه څه وروسته ولاړی نو بېرته يې هغه ته ږغ وکړی او ځانته يې نژدي راوباله،دهغه څخه يې پوښتنه وکړه چې ته په کورکې دمؤذن اذان اوري کنه؟نو هغه وويل بلي هو اذان اورمه. نوبيا رسول الله (صلي الله عليه وسلم) ورته وويل چې دهغوی ددعوت اجابت وکړه، ((يعني چې اذان اوري نو جماعت ته راځه)) په بل حديث کې دحضرت عبدالله بن ام مكتوم(رضي الله عنه) څخه حکايت کيږي چې هغه ورسول الله (صلي الله عليه وسلم) ته عرض وکړی، چې يا رسول الله (صلي الله عليه وسلم) زه په دواړو سترګو معيوب يم او كور مي هم دمسجد څخه يواندازه لري دی،اودامځكه هم دمختلفو موجوداتواو مخلوقاتودرلودوتکې ده چي مطلب يې ځناوراونورضرررسونکې حشرات وه،او زما لپاره داسي ملګری هم نسته چې زما لارښونه تر مسجدپوري وکړي ايا زما لپاره درخصت داسي يوه لاره نسته چې زه په خپل كور کې لمونځ وکړم؟نو رسول الله (صلي الله عليه وسلم)له هغه څخه وپوښتل چې دموذن اذان په كور کې اوري اوكنه؟ هغه ورته وويل بلي هواذان اورمه، نو رسول الله ورته وويل: چې کله اذان اوري نو دهغه اجابت وکړه، زه ستا لپاره درخصت لاره نه وينم ابوداود.
په يوه بل حديث کې دحضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) څخه روايت سويدی هغه وايې چې رسول اکرم (صلي الله عليه وسلم) فرمايلي دي هغه چا چې دمؤذن اذان واوريدی اودغه اوريدونکی يوه شرعي عذر دهغه داجابت او متابعت څخه بندنه کړی، نو الله (جل جلاله) به له ده څخه هغه لمونځ قبول نه کړي چې هغه يې په خپل كور کې يې يوازي بي جماعته اداء کړي، صحابه كرامو (رضوان الله عنهم اجمعين) وپوښتل چې يا رسول الله عذر څه ته وايې؟ هغه مبارک په جواب کې وويل چې عذر بېره او مرض ته وايي ابن داود او ابن ماجه يعني نورڅه چې څوک ددنياپه کاراخته وي يامجلس کوي يالټي کوي اومسجدته دلمانځه لپاره نه ځي معذورنه سي بلل کيدلای.