وروستي:

کوهي مه کنه دبل سړي په لارکې

ليکنه: حامد افغان

په دي انځور کې تاسو وینئ چې څو میږیانو دخپل ژوند په لاره کې ددي ګړنګ نه دپوریوتلو له پاره له خپلو ځانونویوپل جوړکړی دی څو نورو میږیانوته لاره جوړه او دژوند کاروان روان ولرې …. !خو له بده مرغه موږ په هوارولاروکې کندي جوړوو څو په هغه کې په غورځیدلو سره دخپل ورور مات او ګوډ لاسونه ووینو !! آن څو سوه کاله پخوا لا موږ یوه بل ته په لاره کې د کوهیو په کیندلو بوخت وولکه رحمان بابا رحمه الله نعالی چې دخپل غزل په یوه برخه کې وایې :

کـــردګلــوکــړه چې سيــمه دي ګلــزارشــي

اغــــزي مه کره چې پښوکې به دي خارشـــي

ته چــې بل په غشـــوولي هســــې پـوه شــــه

چې همــــداغشـــۍ بـه ســــتاپه لورګــزارشي

کــــوهۍ مـــه کـــنه دبل ســـړي په لارکــې

چيــــري ســــتابه دکــــوهي په غــاړه لارشې

کاش موږ انسانانو له یوه بل سره داسې خواخوږې لرلی او له دي میږیانو مو درس او عبرت ترلاسه کړی وی اودژوند له ستونزو ، ګړنګونو او کږلیچونو ډکه لاره کې مو له یوه بل سره داسې مرسته کړي وی ، دژوند لاره ډول ډول خنډونه او موانع لرې یو انسان که په دي لاره  کې یواځي وې نشې کولی دالاره ووهي خامخا نورو ته اړتیا لرې څو یې لاسنیوی او مرسته
وکړې چې په برکت سره یې دژوند په ستومانه لاره کې دیواځیتوب احساس ونکړي او داراز له یوه بل سره په مرسته دالاره اسانه کیږې خو موږ ددي په ځای چې له یوه بل سره مرسته وکړو دیوه بل په لاره کې خنډونه ایجادوو یوچا د لویدیځوالو او ختیځوالوپه اړه څومره ښه خبر کړي ده :

داخبر ه سمه نده چې لویدیځوال ډیر پوه اوځیرک دي او موږناپوه اوساده ګان یو … زموږ او دوي ترمنځ یواځي دومره توپیرشتون لرې چې دوی له یوه ناکام انسان سره بریالیتوب ته درسیدلوپه لاره کې مرسته کوې ، او موږ دبریالي انسان په لاره کې خنډونه رامنځته کوو !!