په افغانستان کې بانکي نظام او اسلامي بانکوالي ـ شپږمه برخه
لِکنه: ډاکټر عبدالشکور هډه وال
اوهمدارنګه عمر بن عبد العزيز خپل والى عُدَّى بن أرطأة ته داسی وصیتنامه لیکی :
( وانظرمن قلبك من أهل الذمة من كبرت سنه و ضعفت قوته وولت عنه المكاسب فأجرعليه من بيت مال المسلمين ما يصلحه ) .
د زړه له کومی أهل الذمة ته وګوره ، او پام پری کوه اوهرڅوک چی پکښی سپین ږیری او کمزوره شو د بیت المال څخه ئی ضرورت پوره کړه .
اما اسلامي بانکداري چی د نوي عصر د اسلامی اقتصاد مور یادیږی / لکه څنګه چی په بانکی سکتور کښی / د یو سپین انقلاب حیثیت لری . ځکه چی دا مختلفی طبقی د خلکو د پیسو په ذریعه په مختلفو اسلامی تجارتی اصولو کی شریکوی ( كَيْ لا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ ) ترڅوچه پیسی او مال صرف د مالدارو په لمنځ تبادله او سرمایه ګزاره نشی بلکی فقیرانوته هم د پانګونی چانس ورکړل شی (۲) ترڅو چی هغوی هم تری مستفید شی ..
اسلامي بانکداري ته دغه باروسوخه ځای او ځلانده مرکزیت / چا د ډالی په شکل کښی ندی وربښلی ، بلکی پخپل معجزوی / او دهغی روښانو اصولو په رڼا کښي لکه د سپوږمی موقعیت نیولی په أسمان کښی حاصل کړی..
دا داسی انقلاب دی/ چی د اقتصاد په پیاوړتیا کښی/ نه یواځی په اسلامی ټولنه كښی / مثبت آثار زرغونه کړی / بلکی په غیر اسلامی هیواودونو کښی لکه بریطانیا وأمریکا هم دغی باوقاره / پاک مالی اقتصادی بانکی نظام خپل شفافیت اوأصالت دهغی میرنیو ورونو (سودی بانکونو) په مقابل کښی چی دهاغی مالی بحرانونو او خطرناكو انساني بي روزګاریو/ چه د ډیرو بدبختیو اومصیبتونو بنسټ یادیږی / ثابت کړو ، چه پدغی امتیاز ئی مخالفین هم اعتراف کوی .
لکه څنګه چی اسلامی اقتصاد هغه ټولی غیرمشروع ایکټیوټی یا فعالیتونه حراموی چی په بنیاد أو أساس ئي انسان خپل اقتصاد ته د ترقی او رشد بڼه ورکوی لکه : سود ، قمار، سیټه بازی ، اختطاف ، غصب , فراډ او دوکه ، د حیلی او چلول څخه کار أخستل،د مخدراتواوبوتانوکاروبار، په تجارت کی دروغ اوهر هغه نوع معاملی ترسره کول چی تجارت پکښی حرام دی.الله (ج) فرمائي ( انما الخمر والمیسر و الانصاب و الازلام رجس من عمل الشیطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون ) دغه نوع مال لاسته راوړل د خلکو مال خوړل په باطل دی اودهغی څخه الله (ج) منعی راوړی فرمائي ( و لا تأکلوا أموالکم بینکم بالباطل ) تاسی پخپلو لمنځو کښی یعنی د ( انسانانو په لمنځ کښی) یو د بل مال په ناحقه او باطل مه خوری .
اسلام کښی د پانګی أچونی لپاره بهترینی لاری غوره شوی لکه : خرید اوفروخت شراکت مضاربت ، اجاره ، مرابحه ، استصناع ، اونوری . او د هر یوی لپاره ئي خاص قواعد او ضوابط وضعه کړی ، ترڅو چه د حرامو څخه مسلمان وژغورل شی . د یاد وړ ده چی اسلام خو صرف په تجارتی برخو کښی هدایات ندی ورکړی ، بلکی په نورو مجالاتو کښی هم خبر ورکوی لکه : په زراعتی کچه / صناعتی / ساختمانی / او نوری برخې….
————————————
(۱) ذمی د خپل مال څه یو برخه اسلامی مملکت ته ورکوی چی په مقابل کښی دخپل مذهبی شعارو او په اسلامی مملکت د وخت د تیریدو او تعمیروی چارو کښی برخمن شی
(۲) زما په نظرباید مرکزی بانک ( (Center Bankپه ټولوبانکونو دا شرط لازم کړی چی په مجموعی پانګونه کښی ۴۰-۳۰٪ فیصده برخه دی فقیری اومتوسطی طبقی ته ورکړل شی ، اوکه داسی ونشی ، نو اسلامی بانکونه به پخپل مقصد کښی قاصر، أو سرمایدار به سرمایداره کیږی ، اوغریب به غریبیږی ، او دا په اسلام کښی نه خوښونکی کار دی .
پای