د (وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ) ایت تفسیر – دويمه برخه
ليکنه: حامد افغان
یولسم : كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً ، په اولئک سره سترګو غوږونو او زړ ته نغوته شوي ده اود اولئک په کلمه سره دعقل خاوندانو ته اشاره کیږې اوکله چې له دي اعضاو نه داخرت په ورځ پوښتنه کیږې نو داسې شول لکه دعقل خاوندان ، اوهرشی چې دعقل دخاوند په مقام کې راوستل شې نو په عربي ژبه کې هغه ته د ذوعقل عبارتونه او صیغي کارول لکه په د ي ایت کې : وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ} [(4) سورة يوسف]،دلته که څه هم لمر اوسپوږمۍ دعقل خاوندان ندي خو سجده دعقلمنو کار دی او دوی هم چې کله دعقل دخاوندانو دکارپه حالت کې دي نو ځکه هغه عبارات ورته کارول شوي دي (رئیتهم ) ویل شوي دي (رئیتها )ندی ویل شوي .
دولسم : دایت په وروستنی برخه کې داخبره چې له سترګو ، غوږونو او زړه نه به پوښتنه کیږې
دعربي ژبي په څو تاکیدي ډولونو پخه شوې او مؤکده شوې ده لکه :
1- په پیل کې د (کل) توری راوړل شوی دی چې هغه په احاطه او شمولیت دلالت کوې ، هسي خو
له دي پرته هم په دي توګه ویل کیدلی شوی :”إن السمع والبصر والفؤاد سُتسأل عما وقع منها كما ستُسأل عن صاحبها” خو د (کل ) توری دزیات تاکید اود معنا د تقرر له پاره راوړل شوی دی .
2- په د ي عبارت کې اسم الاشاره (اولئک) راوړل شوې ده نه ضمیر اوداسې ندي ویل شوې :
“كلها كان عنه مسؤولاً” ځکه نسبت ضمیر ته په اشاره کې تاکید زیات دی.
3- داراز د ایت په دي برخه کې د “كان” فعل کارول شوی دی څو خبره ښه پخه او له شکه ووځي
یعني دبدن له دي غړیو نه به خامخا پوښتنه کیږي .
4- داراز په {كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً}: کې معمول ( عنه) له عامل ( مسؤلا) څخه په همدي موخه
مخکي کړل شوی دی چې په دا ډول تقدیم کې هم اهتمام پروت وې که څه هم اصل باید عامل
مخکي او معمول وروسته وي.
دیارلسم : له {مَسْؤُولاً} نه مراد مؤاخذه اونیول دي یعني دي اندامونو که په خپل تخلیقي موخه
تګ نه وې کړی نوپه اخرت کې به نیول کیږې لکه یوچا ته چې وویل شې : ګوره ددي کار مسؤلیت
به ستا پرغاړه وې اویا داسې چې له تانه به دخپلو کړنو پوښتنه کیږې لکه په یوه بل ایت کې راغلي دي {يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ} [(24) سورة النور
یعني هغه ورځ یاد کړه چې په دوی به د دوی ژبي ، لاسونه اوپښې د دوی دکړنو شاهدي وایې .
څوارلسم : په دي ایت کې دبدیع دفن یو صنعت کارول شوی دی چې هغه ته التفات وایې التفات دامعنا چې په یوه کلام او خبره کې اسلوب یاد خبرو چلند تبدیل کړل شې او دلته هم داسې وشي دي ، په پیل کې خبره په خطاب (ولاتقف ….) سره پیل شوې ده او وروسته دغیاب توري (کان عنه )راغلي دي او دډول اسلوب داوریدونکي دبیداري او خبرو ته دتوجه له پاره کارول کیږې .
پنځلسم : څرنګه چې دزړه ،غوږونو او سترګو کارونه په روا او ناروا ویشل شوې دي یعني ځیني داسې کارونه دي چې انسان خپل خالق دهغو له اوریدلو ، لیدلو او سنجولو منعه کړی دی نو انسان ته لازمه ده چې له هغو نه خپلي سترګي ، غوږونه او ېړه وژغوري او کوم کارونه چې انسان ته یې کول لازمي دي هغه باید وکړي .
شپاړلسم : لوی څښتن چې انسان ته داستر نعمتونه ورکړي دي نو انسان ته لازمه ده چې په ډیر دقت او احتیاط سره یې ساتنه وکړي او همدا ځانګړي صفات دي چې انسان یې دبهیمیت او حیوانیت له کندي نه دانسانیت لوړ پوړ ته پورته کړی دی الله جل جلاله د دي دریو نعمتونو دلوروني په اړه بل ځای وایې : {وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ} [(7 سورة النحل].یعني الله تاسو دخپلو مندو له ګیډونه ایستلي یئ او بیا یې تاسو ته داوریدلو او لیدلو ځواک او زړ ونه درکړی دی څو تاسو شکر وباسئ .
داراز بل ځای وایي : ……وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ} [(9) سورة السجدة]. یعني تاسو ته یې داوریدلو او لیدلو ځواک او زړ ونه درکړی دی لیږ تاسو هم شکر وکاږئ ، دلته په دواړو ایتونو کې د (تشکرون) جمله راغلي ده او مخکي کوږ وویل چې ددي غړیو په خپل ځای کې کارول شکر دی او بیځایه کارول یې ناشکري او ناروا ده .
دارزا دنفاق د په رنځ چې څوک اخته یې همدا دری غړي یې خراب شوي او بیکاره کارولي وي لکه قرانکریم چې وایې : خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ} [(7)
سورة البقرة]. ددوی په زړونو او غوږونو مهر ول شوی دی او په سترګو یې پردي دي ، داراز داخرت په ورځ جهنم ته د تلونکو خلکو نقصان او کمزوري همدا بیا ن شوي ده چې هغوی زړونه لرل خو په هغو یې سمه پوهه نه ترلاسه کوله ، هغوی سترګي لرلي خو حق یې نه پري لید او هغوی غوږونه لرل خو حق یې نه پري اوریده : وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا} [(179) سورة الأعراف
اوولسم : د سترګو کار دزړه او غوږونو په نسبت یوڅه کمزوری دی ځکه په سترګو سره یواځي موجود او جسم لرونکي شیان لیدل کیږې لکه انځورونه او اشخاص او د دزړه او غوږونو کار پراخه ده ځکه زړه غایب شیان ، معنویات او روحاني شیان هم درک کولی او سنجولی شې او دا راز داوریدلو ځواک هم دشیانو مخامخ موجودیت ته اړتیا نه ویني اوس د زړه او غوږونو په منځ هم توپیر شته اوهغه داسې چې زړه علم ترلاسه کوونکی دی او داوریدلو ځواک داسې ندي هغه یواځي دعلم خبرې او معلومات زړه ته رسولی شې او دایې دند ه ده داراز نور ي مختلفي انساني قواوي زړ ه ته معلومات او علم ور رسوې او دعلم کار د زړه دی ،لنډه دا چې دعلم مدار په زړه پوري تړلی دی او کله مو چې داخبره ځان ته معلومه کړه اوس دقرانکریم یو دقت او باریکي ته راځو او هغه په دي ایت کې ده :أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا} [(46) سورة الحج].یعني دوی ولي په ځمکه کې نه ګرځې څو که دوی زړونه ولرې نو پوه به ترلاسه کړې او که غوږونه ولرې اوریدل به وکړې ،دمخکینیو ایتونو په څیر په دي ایت کې د سترګو یادونه نده شوې ځکه دلته دغیبي چارو خبره ده او دلته دچاروله پایلو نه حکمت ترلاسه کول دي چې دا دسترګو کار نده اودابل ایت هم ددي په څیر دی : أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ} [(44) سورة الفرقان]. ایاته ګومان کوې چې د ددوی ډیری کسان او رې او پوهیږې اودا خبره په دي ایت کې لا ښه روښانه شوې ده : إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ} [(37) سورة ق]. یعني په دي کې دهغه چا له پاره پند پرووت دی چې څوک زړه ولرې او په ځیرکتیا سره داوریدلو له ځواک نه کار واخلي ، څوک حکمت ترلاسه کوې او له علم نه ګټه پورته کوې هغه په دوه ډوله دي یوهغه څوک دی چې حق پخپله پیدا اوپیروي یې وکړې اوحق ته دبللو له پاره یې بل چا ته اړتیا نشې پیښه دا کس د زړه خاوند بلل شوی دی (لمن کان له قلب) اوبل هغه کس دی چې بل چاته اړتیا لرې څو له هغه نه زده کړه وکړې او هغه ته په غوږ نیولو سره له هغه نه علم ترلاسه کړي او دي ډول کس ته دایت په دي جمله کې تشاره شوې ده :أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ .
اتلسم : په دي ایت کې د دي دریو شیان ذکر د دوی داهمیت ء پر اساس شوی دی او داسې نده چې یواځي د دریو شیانو په کړنوبه انسان نیول کیږې بلکي انسان په خپلو نوروټولو کړنو نیول کیږې او پوښتنه به ورن کیږې خودا دری :{السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ} هغه شیان دي چې په دوی سره علم ترلاسه کیږې او د دوی په برکت انسان د حیوانیت له پوړ نه لو ړ شوی دی.
نولسم : ځیني مفسرینو له دي ایت نه شهادة الزور یا ناحقه ګواهي مراد کړي ده یعني د ولا تقف مالیس لک به علم نه مراد ناحقه ګواهي ورکول دي خو دا یو قول دی او زیاتو مفسرینو خبره عامه
بللي ده او دارز عموم غوره هم دی او دناحقه شاهدي دحرمت او ممانعت په اړه نور ایتونه هم
راغلي دي.
شلم : خلاصه دا شوه چې په ګومان سره خبرې کول بي له کوم کره او مستند اساس خبري کول ددي ایت له مخي ناروا اوحرامي د ي ، په تشو خیالونو او ګومانونوسره خبري کول ناروا او ممنوع دی او دا په ټولنه کې فسادونه او درني ستونزي رامنځته کوې لکه قرانکریم وایې : اجتنبوا كثيرا من الظن إن بعض الظن إثم ) [ الحجرات 12 ، یعني تاسو له ډیرو ګومانونو ډه ډه وکړئ ځکه ځیني ګومان ګناه ده په حدیث کې راغلي دي تاسو له ګومان نه ځانونه وژغورئ ځکه ګومان د خبرو ډیره دروغژنه برخه ده : ” إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث ، د ابوداود په یوه روایت کې راغلي دي د ( دوی ګومان کوې) خبره دسړي بده سپرلي ده : بئس مطية الرجل : زعموا .
یعني یوڅوک چې دا خوی لرې چې خپلي خبرې د خلکو په ویلو او دخلګو په ګومان باندي کوې دا ډیر ه لویه بدخویې او بداخلاقي ده.
نن زموږ په ټولنه او خصوصا په مطبوعاتو او رسنیو کې تبصري او یاراپورونه او خبرونه او په اصطلاح ډیری تحقیقي لیکني په ګومان او تخیلاتو ولاړي وي موږ د ډیرو خلکو په خبرو او تبصرو کې داجملي او رو او لولوچې وایې : داسې فکر کیږې ، داسې ګومان کیږې ، ویل کیږې ان تر دي پورې چې نن د نظر او فکرویېونه او الفاظ تقریبا د ګومان په معنا کارول کیږې ، نو ددي کار دناروا والي او اړوندو تفصیلاتو په اړه ما ځکه په دې ایت شریف کې دومره تفصیلات ضروري وبلل ، په ځانګړي توګه په مطبوعاتو او صحافت کې دبوختو مسلمانو او ژمنو وروڼو او ژورنالستانو له پاره مهمه بولم چې د دې ایت شریف تفصیلات دځان له پاره لارښود وټاکي او د نن په دروغواو ګومانونو ځپلې نړۍ کې یې دلارې مشال وګرځوي .
د (وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ) ایت تفسیر – لومړۍ برخه
د دي ایت دتفسیر لومړۍ برخه دقرانکریم اوتفسیر په برخه کې نششته ؟!
محترم بغلاني صیب مننه اوستاسو د دعاو په هیله
حامد صاحب الله جل جلاله دې اجر در کړي، ډېر خوندور تفسير مو کړی دی، الله جل جلاله دې توفيق درکړي چې همدا ډول نورو اياتونو تفسير هم وکړئ. که له احاديثو نه دا ډول تعبيرونه راواخلئ، نو زما په اند يو نوښت به مو کړی وي.