وروستي:

سوداګرو څنګه جنت ته تللای شئ؟ – شپږمه برخه

ليکنه: مفتي محمد ارشاد قاسمي

ژباړه: مفتي رفيع الله نعماني

(۱۰) د کوم بدن پالنه چې په حرام مال سره شوې وي هغه د دوزخ مستحق دی:

عن ابی بکر (رضي الله عنه) ان رسول الله (صلی الله علیه وسلم) قال: لایدخل الجنة جسد غذی بالحرام. (بخاري بیهقي فی الشعب، مشکوة ۳۴۳).

ژباړه: ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: هغه بدن جنت ته نه داخلېږي، چې پالنه او تغذیه يې په حرامو شوې وي.

فائده: هر هغه څه چې د شریعت له مخې حرام وي، د هغې په گټه او لاسته راوړنه چې د کوم جسم پالنه وشي (خوراک او څښاک) هغه جسم جنت ته نه شي داخلېدای او دوزخ ته به ورځي، د حرام مال مطلب دادی چې د حرام تجارت او کاروبار څخه تر لاسه شوی وي لکه سودي کارونه، د شرابو سره اړوندې معاملې، غلا کول، د مردارې د غوړیو (وازدې) خرڅول، د فحاشۍ او زنا اجره، او هر هغه کار چې د شریعت د احکامو پربنا حرام ښودل شوی وي، د هغې په ذریعه چې کوم مال تر لاسه شي او بدن ورباندې غټ شي، دغه بدن جنت ته نه شي داخلېدای.

ای تاجرانو او دکاندارانو! د حرامو توکیو تجارت مه کوئ، د شرابو جوړولو په کمپنۍ کې دنده مه تر سره کوئ، د شرابو خرڅول او اخیستل مه کوئ، د مردارو حیواناتو د غوړیو (وازدو) تجارت مه کوئ، مطلب دا هر هغه څه چې حرام دي هغه مه کوئ، ځکه چې د دې له گټې څخه ستاسې  او ستاسې د اولاد تغذیه کېږي او په حرامو سره تغذیه شوی بدن به هرو مرو دوزخ ته ورځي، ولې د دوزخ د اور سزا ته غاړه ږدئ؟ د حلالې گټې بې شماره دروازې دي یوه یې غوره کړئ؛ څو د دنیا او آخرت راحتونه او مزې ترلاسه کړئ.

 (۱۱) د مال گټلو روا لارې چارې هم شته، نو نا روا لارې مه غوره کوئ!

عن جابر بن عبدالله (رضی الله عنهما) قال: قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) …. خذوا ماحل و دعوا ماحرم. (سنن کبری ۲۶۵).

ژباړه: جابر ابن عبدالله (رضی الله عنهما) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: حلال واخلئ او حرام پرېږدئ.

فائده: مطلب دا چې په دنیوي لحاظ سره رزق او د ژوند کولو لارې چارې روا (حلالې) هم شته او نا روا (حرامې)  هم، الله (جل جلاله) دې دواړو سببونه پیدا کړي، او خپل بنده گان یې ورباندې ارزولي دي ترڅو معلومه کړي چې څوک له حرامو او دې  هغې له اسبابو څخه ځان ساتي؟!

نو ای تاجرانو! په دنیوي لحاظ سره دنده ترسره کول، رزق پیدا کول او گټه ترلاسه کول حلال هم شته او حرام هم، خو تاسې باید دې روا او حلال سبب په ذریعې سره مال ترلاسه کړئ، ځکه په حلالو کې هم برکت وي او هم د آخرت له سزا څخه حفاظت.

 (۱۲) داسې زمانه به راشي چې انسان به یوازې مال غواړي، د حلال او حرام فکر به نه کوي:

عن ابی هریرة (رضی الله عنه) عن النبی (صلی الله علیه وسلم) قال: یأتي علی الناس زمان لایبالي العبد بحلال اخذ المال ام بحرام. (مسند احمدج ۲ ص۴۳۰/ بخاري ج۱ ص ۲۷۵).

ژباړه: ابو هریرة (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: په خلکو به داسې زمانه راشي چې له انسان سره به د مال په ترلاسه کولو کې د حلالو او حرامو فکر نه وي.

فائده: مطلب دا چې په آخره زمانه کې به د خلکو د بې دینۍ حال داسې وي چې هغوی به یوازې د مال د ترلاسه کولو سوچ کوي د حلال او حرام به هېڅ فکر ور سره نه وي، تاسې وگورئ! په اوسني دور کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دغه وړاندوینه بالکل ښکاره ده، غلا، رشوت، په تجارت کې دوکه، په اندازه او وزن کې کمي، ناروا ماموریتونه، سود او د قرضونو ناروا لارې، د بیمې ناروا خدمتونه، د باغونو له مېوې وتلو څخه مخکې خرڅول او په بیت المال کې په خیانت کولو سره ډېره دنیا ترلاسه کول او داسې نور.

 دا ټولې نا روا لارې چارې دي خو د مسلمان امت یوه لویه ډله خلک په دې گناهونو کې بوخت دي، او له همدې امله هغوی د دوزخ د اور مستحق دي، عبادات اوصدقات یې د قبول وړ نه دي.

 (۱۳) که په لسو روپیو کې که یوه روپۍ یې هم حرامه وي نو عبادت یې د قبول وړ نه دی:

عن ابن عمر (رضی الله عنهما): من اشترى ثوبا بعشرة دراهم وفيه درهم حرام لم يقبل الله له صلاة ما دام عليه منه شيء. (کنزالعمال ج ۴ ص ۱۳).

ژباړه:ابن عمر (رضی الله عنهما) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: څوک چې یوه جامه په لس روپۍ واخلي او په هغه کې یوه روپۍ حرامه وي، الله (جل جلاله) به ترهغه وخته پورې د ده لمونځ نه قبلوي ترڅو چې له دغې جامې څخه یوه ټوټه یې هم د ده پر بدن باندې موجوده وي.

فائده: حرام مال ډېر خبیث او بد دی، د زهرو مثال لري، زهر که ډېر لږ هم وي د انسان د هلاکت لپاره کفایت کوي، همدا رنگه حرام مال که ډېر لږ هم وي د خپل اثر ښودلو لپاره بس دی، که په لسو برخو کې یوه برخه هم حرامه وي نو ټول مال چټلوي، که په عبادت کې حرام شی گډ شي نو د قبولیت چانس له لاسه ورکوي، که په جامه (لباس) او جایداد کې لږ حرام مال ور گډ شي نو د هغه برکت له منځه وړي او د هغه په واسطه چې کوم عبادت تر سره کېږي هغه به هم د قبول وړ نه وي.

نو ای خلکو! په خپل مال، او خپل د استعمال په شیانو کي حرام مه ور گډوئ، تر څو برکت او ښه اثر یې له منځه لاړ نه شي.

 نور بیا…