سلوک څه شی دی؟، له کومه کېږي؟ – دويمه برخه
ژباړه او راټولونه: مولوي نورالله عزام
دوهم : تجربې او معلومات
ځينو څېړونکو د سلوک تر لاسه کولو د څرنګوالي په اړه يوه څېړنه وکړه، دوی په يو لوی لوښي کې موږک پرېښود، د لوښي په بله برخه کې يې اوړه کېښودل او ورسره يې په شل سانتي متره کې يو برېښنايې تار تېر کړ او برېښنا يې ور پرېښوده. . . موږک به پر تار د تېرېدو پروخت د برېښنايې تار د شاټ له امله هواته ټوپ وواهه او بيا به د اوړو لوري ته ور واوښت، څېړونکو اووه ورځې دا تجربه تکرار کړه، بيا يې برېښنا يې تار لري کړ اوموږک يې ور پرېښود، موږک به د خپل ورځني معمول سره سم کله چې د برېښنايې تار ځای ته راورسېد؛ نو هوا ته به يې ټوپ وواهه او اوړو خوړلو ته به ورغی. . .
سره له دې چې برېښنايې تار نه و؛ خوموږک به پر هغه ځای هوا ته ټوپ وواهه چې برېښنا يې تار پرې غزول شوی و، موږک د تجربې له لارې په يوځانګړي سلوک روزل شوی و چې همدا کار يې کاوه.
د انسان ژوند هره شېبه يوه تجربه وي، که دی په دقيقه توګه د خپل ژوند تجربو ته زير شي او د خپل ژوند مثبتې او منفې تجربې سره پرتله کړي؛ نو کولای شي خپل ځان ته داسې لار غوره کړي چې د ده په ګټه وي او په همدې سره په اسانه توګه خپلو موخو ته رسېدلای شي.
درېم: د ځان قدر
پر خپل ځان باور او د ځان قدر هم ستا پرسلوک ډېر زيات اغيز لري. . . که له چا سره د خپل ځان د عزت کچه ټيټه وي؛ نو هغه به داسې کارونه ترسره کوي چې په پايله کې د ده د ناکامۍ او بداخلاقي لامل وګرځي او د دې برعکس هغه څوک چې د خپل ځان قدر کوي او په لوړه کچه خپل عزت ساتي؛ نو هغه به په بشپړ باور او لوی زړه خپل کړه وړه تر سره کوي او تل به د غوره پايلو او نيکمرغه ژوند څخه برخمن وي.
په دې اړه “ډيمس ماکونيل” په خپل کتاب (د انساني سلوک پېژندنه) کې وايي:
“موږ چې د خپلو کړنو کومې نتيجې ترلاسه کوو هماغه زموږ سلوک د ګواښ سره مخ کوي”
څلورم: شخصي نظر
کومه تګلاره چې ستا په ذهن کې ده او ته پرې ليدل کوي ستا پرسلوک پوره اغيز کولای شي.
او په همدې اړه اروا پوه “ماکسويل مولټنر” په خپل کتاب (سيکوسيبرنټک) کې وايي: “شخصي نظر د انسان د شخصيت او سلوک کيلي ده، که چېري ته خپل شخصي نظربدل کړي ؛نو ستا شخصيت او سلوک به هم بدليږي”.
او دغه راز وايي: “ستا ټول کړه وړه، خيالات، سلوک او آن وړتياوي هم تل ستا د شخصي نظر سره سم وي”
د بېلګې په ډول: يو پلورنکی په مياشت کې شاوخوا ۵۰۰۰ روپۍ ګټه تر لاسه کوي، دی پوره کوښښ کوي چې همدغه مبلغ لاسته راوړي . . . که موږ فرض کړو چې يو پلورونکي د مياشتي په لومړيو ۱۰ ورځو کې ۴۰۰۰ روپۍ لاسته راوړي؛ نو موږ وينو چې دی په پاتي ۲۰ ورځو کې د نورو ۱۰۰۰ روپو د لاسته راوړلو له پاره ډېر کوښښ نه کوي؛ ځکه دی ګومان کوي چې په مياشت کې تر ۵۰۰۰ زياته ګټه نه شي تر لاسه کولی او که تر لاسه يې هم کړي؛ نو کېدای شي د ده په ګومان پايله يې د ده په ګټه نه وي.
دغه راز که يوڅوک غواړي خپل وزن کم کړي؛ نو هغه په خوړو کې ځان ته ځانګړې اندازه و ټاکي؛ نو وزن يې کميږي ، خو که دی له ځان سره فکر کوي چې بدن يې غوښين دی؛ نو بېرته به يې وزن زياتيږي او په هر ځل چې د ده وزن کميږي؛ نو بېرته به زياتيږي، ځکه چې دی خپل هماغه زاړه عادتونه خپلوي. نا انډوله خواړه خوري او هيڅ سپورټ نه کوي.
يوځل د څېړونکو يوې ډلې د شخصي نظر د اغيز معلومولو په موخه د لېسې پر زده کونکو يوه ازموينه تر سره کړه، دوی زده کونکو ته وويل چې شين سترګي خلک له تور سترګو څخه ډېر زيرک وي او کولای شي په خپلو زده کړو کې ښې نتيجې لاسته راوړي. . .
په دوو مياشتو کې د ننه څرګنده شوه چې شين سترګو زده کونکو د پوهي کچه تر تور سترګو زده کونکو لوړه شوې وه.
څه موده وروسته څېړونکو د ازمويني په موخه زده کونکو ته وويل چې دوی مخکې د شين سترګو او تور سترګو په اړه څه ويلي و په هغې کې خطاشوي و، خبره بر عکس ده، تور سترګي زده کونکي پر شين سترګو ډېر ذهن و ي…
دوه مياشتي وروسته نتيجه بيخي بر عکس راووتله، د تور سترګو د پوهي کچه ډېره لوړه شوې وه او د ها نورو د زده کړې کچه ډېره ټيټه شوې وه، د دې څخه معلومولای شو چې ستا په ذهن کې د ځان په اړه انځور پر سلوک او کړو وړو پوره اغيز لرلای شي.
پنځم: پايله:
پرځان باور ستا د کارونو پر پايلو بشپړ اغيز لري او د هر کار پايله ستا په باور پورې اړه لري، چې په يو کار کې څه ډول ستا باور وي پايله به يې هماغسي وي. . . نو دا دواړه هغه بنسټونه دي چې په راتلونکي کې ستا پر سلوک اغيز کولای شي.
شپږم: دريځ ارزونه
کومه تګلاره چې ته پرې خپل دريځ معلوموي او ار زونه يې کوي، همدا تګلاره ستا پرېکړې تر اغيز لاندې راولي چې په پايله کې ستا پر سلوک هم اغيز لري.
کله چې موږ يو دريځ ټاکو او بيا د هغه له مخې منفي يا مثبته پرېکړه کوو ؛نو موږ خو ښوو چې د پرېکړي سره سم سلوک وکړوو.
نو زموږ هر ډول دريځ څرګندول يا له يوې ځانګړې لارې د کوم شخص په اړه معلومات تر لاسه کول زموږ پر هغه سلوک اغيز لري چې د خپل دريځ او شخصيت په اړه يې څرګنده وو.
که موږ خپل منفي سلوک چې زموږ کړه وړه له ګواښ سره مخ کوي لري کړو او پر ځای يې مثبت سلوک خپل عادت وګرځووو؛ نو ډېر په سانه کولای شو خپل او د نورو د ژوندانه تګلوری بدل کړو، خو دا هرڅه د يوې ټاکلې تګلارې له مخې پلي کولای شو.
په دې اړه لاندې لار ښوونې په پام کې ونيسي:
موږ بايد خپل منفي سلوک لري کړو او پر ځای يې مثبت سلوک غوره کړو.
بايد نو ر نو پر نورو خلکو د نيوکو څخه لاس واخلو او خپلې ټولې هڅې هغه لور ته واړاوه چې په مټ يې موږ نېکمرغي تر لاسه کولای شو.
بايد نور نو خپل ځان ته په مثبته هنداره کې وګوروو.
بايد د خپل ځان او نورو له پاره داسې سلوک غوره کړو چې هغه نګه مينه وي.