په افغانستان کې بانکي نظام او اسلامي بانکوالي ـ پنځمه برخه
اسلامي بانکوالي (بانکداري):
اسلام يو كامل او شامل منهجي تطبیقی الاهی دين دي , پیغام ئی هر أړخیزه أمن أو هدف ئی ابادی تعمیروی ترقیاتی ارزښتونه ، اما غایت ورڅخه د الله (ج) رضایت دی الله تعالى فرمائي ( الیوم أکملت لکم دینکم وأتممت علیکم نعمتی ورضیت لکم الاسلام دینا ..) کمال ئی دا دی چه هرأړخیزه څانګی ئي په أرزښتمنده مستنده توګه څیړلی ، اوهغی ته ئی معجزوی دپای ټکی ایښی ، بیشکه که دا دینی أړخ وی / او که اقتصادی / او که اجتماعی / او یاعسکری کړنه وی ، هغه ځکه چه دا ټول أړخونه پخپل لمنځ کښی یوکلک تړاو او روښانه ربط د لازم او ملزوم لری ، هیڅکله یود بل څخه نه بیلیدونکی ، او نه پخپل ځان فقط تکی کونکی صفت لری ، د ټولو په شمولیت د تمامیت او تکاملیت صفت زرغونه کیږی ، اود یو په نشتوالی د کمال صفت منفی کوی او مفهوم د کمال په آیت کښی د حقیقی تاویل او تفسیرڅخه په ډډه کوی یائی اوباسی ، او د نعمت مفهوم ئی په : اسلام / مال / اولاد / علم ( پوهی ) اوصحت کښی را ټول کړی ، او رضایت ئی صرف په همدی دین ځکه مشروط او تړلی چی باقی ټول أسمانی دینونه پری منسوخ ) ان الدین عند الله الاسلام ) اواعتبارئی په مختلفو وجوهاتو له لاسه ورکړی او دی لړي ته ئی ( وخاتم النبیین) د پای ټکی ایښی ..
قر آن کریم د جامع او منفرد دستور لقب ځکه حاصل کړی ، چی د ښه با عفته ژوند د تیرولو لپاره ئی په هره بڼه کښی ښه باستواره او پیداواره قوانین او ضوابط وضعه او د هغی د تطبیق لپاره د زمینه سازی درس ورکوی ، چی د یوبهترین لارښود ترجمانی کوی ، او د هرمشکل د حل کیدو لپاره ئی بغیرله قیده د وخت او ځای څخه نمونۍ پالیسی غوره کړی ، چی جوړونکی ئی خالق او د مخلوق څخه ئی محمد (ص) اختیار کړی ، د مثال په توګه: د فقراوغربت دلمنځه وړولو لپاره ئی زکاة د دین رکن أو عشر و الخراج د فقه باب ګرځولی ، أو په صدقه او خیراوخیرات کولو ئی دومره ټینګار کړی چه د غټو ګناهونو د ازالی اوتزکیة النفس لپاره ئی ، دهرڅه له مخی أهمترینه ذریعه خودلی .. او قرضی حسنی او امانت بالمثل ته ئی په ټولنه کښی د اعتبار خاص ځای ورپه برخه کړی ، ځکه چی د اقتصاد په پیاوړه کیدو کښی عمده رول لوبوی ، او د اقتصاد اسلامی په کچه کښی د هغی ستون فقری ( د ملا تیر) یادیږی ، همدغه وجه ده چی اسلامي اقتصاد د مسلمان په ژوند کښی / دومره أرزښت لری لکه څنګه ئی چی عبادت لري / دا ځکه چی اسلام عبارت د أخلاقو / عقیدی / او شریعت (عبادات) او معاملاتو څخه دی ، يعني د روحانیاتو او مادیاتو ترجمان دی / لکه څنګه چی اسلام / دین او دولت هم دی / مادیات ( مال ) ئی د دین د نشر کیدو (۱) او د هغی د تشخص د قوی کیدو او د مسلمانانو دعامو ضرورتونو د پوره کیدو وسیله ګڼلی ، او د أهمیت په سترګه ورته ګوری / أو دعدالت او انصاف په رڼا کښی په غټه پایمنه ئی پاملرنه او پری ټینګارکوی ( ونزلناعلیک الکتاب تبیانا لکل شیء وهدی ورحمة وبشری للمسلمین ) دلته دری کلمی نکری راغلی , او نکرة په عربی ژبه کښی د شمولیت او عمومیت معنی اومفهوم لری :
اوله کلمه : ( تبیانا ) یعنی دا داسی کتاب دی/چی پکښی هرشی روښانه شوی/ أو په هرقضیه ئی تفصیلی رڼا أچولی .. بیشکه كه دا روحانی یا عقیدوی وی ، او که اقتصادی یا مالی وی ، او رسول (ص) فرمائی ( الدین المعاملة ) ددین یو تړاو د معاملو پوری تعلق او ربط لری او بل آیت کښی راځی ( ان الله یأمرکم أن تؤدوا الأمانات الی أهلها) د خلکو په أمانتونو کښی د ایمانداری او صداقت څخه کار واخلی ، او که سیاسی وی نو رب ئی داسی مأمور کوی ( أطیعوا الله وأطیعوا الرسول وأولی الأمرمنکم ) د الله (ج) او پیغمبر(ص) څخه وروسته د پادشاه اطاعت وکړی ترڅوچی د بغاوت او فساد مخنیوی وشی ، لکه څنګه چی رسول أکرم (ص) فرمائی ( ..لو ولي علیکم عبد حبشی أسود فأطیعوه ..) کچیرته په تاسی باندی یو تکتور حبشی غلام هم والی مقرر شو نو په تاسو لازمه ده چی اطاعت ئی وکړی .
او که قضیه عسکری وی ( وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ..) د دشمنانو لپاره ځانونه ښه چمتو کړی ، او که اجتماعی وی ( وتعاونوا علی البر والتقوی ..) د خیرپه کارو کښی همکاری کوی ..
دوهمه کلمه (هدی) د هری قضی د څیړلو اوهغی ته د حل د پیدا کولو لپاره لارښونه کوی .
دریمه کلمه ( رحمة ) اوهره فیصله ئی په هره قضیه کښی د رحمت او شفقت په بنا ده
( وبشری للمسلمین ) ددینی أحکامو په تطبیقیدو اوهغی ته دعملی جامی ورکولو په نتیجه کښی اوهمدارنګه بالفرض کچیرته چاته کومه قضیه کښی شکلی یا ظاهری نقصان او تاوان ورسیده ، نو یا محمد (ص) زیری پری وکړه چه دا ضرور اجر لری او ضایعه ئی مه بولی ..
أما آحادیث نبوی چی د وحی یوه برخه شمارل کیږی ، لکه څنګه چی الله (ج) ورته پخپل مقدس کتاب کښی اشاره کړی ( وما ینطق عن الهوی ان هو الا وحی یوحی ) دا وحی عبارت د هغی صادقه اود حقیقت په بنیاد واقعی أخباردی ، او د صداقت ثبوت ئی وخت په وخت د لمرغوندی روښانه شوی ، چی وروسته به ورته به ئی په مثالونو رڼا واچوم ..
لکه د سود حرمت چی څورلس نیم سوه کاله مخکی ورته د ظلم لقب په برخه شوی وه پدی زمانه کښی ، دی ظلم یوځلی بیا د بانکونو په ذریعه اورپا اوغربی نړی ولړزوله او دا ئی ومنله چی اسلامی بانکداری د سود څخه پاکه او د تقدیر وړ بانکداری ده ، هغه ځکه چی هغه د قرآن کریم او آحادیثو په رڼا کښی پانګونه یا بانکوالی ده …
اسلامی اقتصاد په حقیقت کښی د انسان دژوند د بهتری او بهبود / أساسی عامل ګڼل کیږی اود هغی لپاره د ښه ژوند د برابرولو زمینه برابروی / او دهغه ضرورتونه او روزمره احتیاجات د پاکو او مقدسو ذرایعو په توسط تهیئه کول غواړی ، لکه زکاة چی په اقتصاد اسلامی کښی د ملا د تیرحیثیت لری ( خذ من اموالهم صدقة تطهرهم بها وتزکیهم.. ) په مالونو کښی تری زکاة واخله ترڅوچی سرمایه ئی پاکه او نفسونه ئی د تزکیت او صفت وړ وګرځی ..
دكتور( يوسف القرضاوى ) وائی[ فرض الله الزكاة وجعلها من دعائم دين الإسلام تؤخذ من الأغنياء لترد على الفقراء ، فيقضى بها الفقيرحاجاته الأساسية المادية/مثل المأكل و المشرب والملبس والمسكن / وحاجاته النفسية والحيوية / مثل الزواج / وحاجاته المعنوية الفكرية / مثل العلم ، وبهذا يستطيع الفقير أن يشارك فى الحياة الاقتصادية / فالذي يحصل على الزكاة اليوم سوف يصبح بعد ذلك دافعاً لها وهذه هى سُنة الحياة ولن نجد لسنة الله تبديلا .
الله سبحانه وتعالی زکاة فرض کړی او د دین اسلام د ستنو څخه ئی یوه ستنه ګرځولی ترڅوچی د مالدارو څخه واخستل شی ، او په فقیرانو تقسیم شی ، پدی هدف چی هغوی پری خپل انسانی جائزخواهشات اوطبیعی ضرورتونه پوره کړی ، لکه خوراک اوسخاک کالی اوکور، نفسی اوغریزوی ضرورتونه لکه واده ، وهمدارنګه معنوی و فکری احتیاجات لکه تعلیم وغیره ترڅو چی وکولی شی چی د نورو سره په اقتصادی ژوند کښی شراکت وکړی او نن د زکاة أخستو په ځای سبا د زکاة ورکولو برخورداره او توانمند شی ، ځکه دا یو الاهی سنت دی او قابل د تبدیلی ندی ..
د بل مثال په توګه : د عمر بن عبد العزيز(ض) په زمانه کښی انفرادی معیشت او روزمره زندګی دومره پیاوړی شوه ، چی په ټوله جزیره کښی هیڅ فقيرأو مسكين نه پیدا کیدو چی زکاة پری تقسیم شی..نوبیا به ئی خراسان ونورو ځایونه ته لیږده ..
اولکه صدقه الفطرچی پدی مبارکه ورځ ( کوچنی اختر) کښی د هر فامیل د جائز خواهشاتو په پوره کیدو کښی أهم رول لوبوی ..
لکه څنګه چی بیت المال د اسلامی اقتصاد دDeposits یوه أمینه خزانه یادیږی ، او داسی چینه وه چی همیشه به تری د هرضرورتمند انسان ضرورت پوره کیدو ، د مثال په توګه : عمربن الخطاب(ض) په یوسپین ږیری ذمی (۲) تیریدو چی دخلکو دروازی ئي وهلی اوسوال یا د خیرغوښتنه ئی کوله ، فقال : ما أنصفناك إن أخذنا منك الجزية فى شبيبتك ثم ضيعناك فى كبرك ، ثم أجرى له من بيت المال ما يصلحه) دا به د تا سره هیڅ نوع انصاف نه وی ، چی په ځوانی کښی مو درڅخه جزیه (۱) أخستله او أوس دی په سپین ږیریدو کښی هیراوضایعه کړو، أو أمرئی وکړو چی ددی ضرورتونه د بیت المال څخه پوره کړی .
نور بيا…
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) دبی بی خدیجی(ض) ځلانده مالی رول د اسلام په أولو سختو امتحانی شپو کښی نه هیریدونکی تاریخ دی ..
(۲) هغی کافر ته ویل کیږی چی په اسلامی مملکت کښی ژوند تیروی ..