سوداګرو! څنګه جنت ته تللای شئ؟-پنځمه برخه
ليکنه: مفتي محمد ارشاد قاسمي
ژباړه: مفتي رفيع الله نعماني
(۸) ډېر تاجران به د قیامت په ورځ گناهگار را پورته کېږي، ولې؟
عن إسماعيل بن عبيد بن رفاعة عن أبيه عن جده : أنه خرج مع النبي صلى الله عليه و سلم إلى المصلى فرأى الناس يتبايعون فقال يا معشر التجار ! فاستجابوا لرسول الله صلى الله عليه و سلم ورفعوا أعناقهم وأبصارهم إليه فقال إن التجار يبعثون يوم القيامة فجارا إلا من اتقى الله وبر وصدق. ( ترمذي ۲۳۰).
ژباړه: د اسماعیل بن عبید بن رفاعة (رضی الله عنه) په روایت کې راغلي دي چې هغه له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره یوځای د عیدگاه لورته ووتلو، ویې لیدل چې خلک په راکړه ورکړه باندې بوخت دي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: اې د تاجرانو ډلې! ټول خلک د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لور ته متوجه شول، خپلې سترگې او غاړې یې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ولورته پورته کړې، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: بې له شکه تاجران (اکثریت) به د قیامت په ورځ فاجران را ولاړېږي، مگر هغه څوک چې له گناهونو څخه یي ځان ساتلی وي، نیکي یې کړې وي او له ريښتینولۍ څخه يې کار اخیستی وي.
فایده: په دې مبارک حدیث کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چې څه ویلي دي مطلب یې دادی: د تاجرانو ډله به د قیامت په ورځ فاسق، فاجر او گناهگار راپورته کېږي، او ښکاره خبره ده څوک چې گناهگار راپورته شي هغه به د الله ( جل جلاله) په غضب کې گرفتاره کېږي، دوزخ به يې جزاء وي، او څرنگه چې د دې تعلق د بنده گانو له حقوقو سره وي؛ نو د معاف کېدو سوال یې هم نه پاتې کېږي.
د فاسق، فاجر او گناهگار کېدو لامل یې دادی چې تاجر خلک د مال په لاسته راوړلو او دنیوي گټه تر لاسه کولو کې د شریعت او اخلاقو رعایت نه کوي، خراب او عیب لرونکی مال په دوکې سره خرڅوي، نقلي مال ته اصلي وايي، د غیر مشهورو کمپنیو مالونه د مشهورو کمپنیو د مال په نامه تېروي، زوړ مال ته نوی وايي او په لوړ قیمت یې خرڅوي، د قیمتۍ لپاره مال په گودام کې ساتي؛ څو مال په بازار کې کم شي، خلک مجبور شي؛ نو بیا یې بازار ته وړاندې کوي، په مال خرڅولو کې ډېره زیاته گټه تر لاسه کوي، جعلي نشانونه په مال باندې سرېښوي، د راکړې ورکړې په وخت د لمانځه او جماعت خیال نه ساتي، زکات نه ورکوي، د حج توان لري خو حج ته نه ځي، د ډېروالي له امله خپل مال په گناهونو او داسراف په لارو کې لگوي، د مال د ډېروالي له وجهې په کبر او غرور کې گرفتار شي، د مال د ډېروالي له وجهې د نیکۍ پرځای په گناهونو او فحشاوو کې بوخت وي، وگورئ د ودونو په محفلونو کې څومره بربادي او بې ځایه مصرفونه کوي.
نو ای تاجرانو! په تجارت او راکړه او ورکړه کې د شریعت له خلاف کارونو څخه ځان وژغورئ، تنها مال او گټې ته مه گورئ، دې ته هم فکر وکړئ چې د شریعت خلاف کړنې درڅخه صادرې نه شي، په معاملاتو کې له گناهونو څخه ځانونه بچ کړئ، د نېکۍ په خپرولو کې مال مصرف کړئ نه د فحشاء په عامولو کې، په ريښتینولۍ او امانت دارۍ سره تجارت وکړئ، څو د دنیا له ښکلا سره سره د آخرت توښه وړیا تر لاسه کړئ.
د ناروا او حرامې گټې په اړه جزا ا وعید:
(۹) د رزق د تنگۍ له امله حرامو ته مخ مه گرځوئ!
عن حذیفة (رضی الله عنه): جبريل نفث في روعي أن نفسا لن تموت حتى تستكمل رزقها وإن أبطأ عليها فاتقوا الله وأجملوا في الطلب ولا يحملنكم استبطاء الرزق على أن تطلبوه بمعصية الله فإن الله لا ينال ما عنده إلا بطاعته. (کنزالعمال ۲۴).
ژباړه: حذیفة (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: جبرائیل (علیه السلام) زما په زړه کې پوکی وکړ (واچول)، هیڅ نفس ترهغه پورې نه مړ کېږي، څو چې خپل رزق پوره نه کړي، او که په رزق کې وروسته والی (د تنگۍ او پریشانۍ وخت راشي) نو له الله (جل جلاله) څخه و ډار شئ او په رزق گټلو کې سمه لاره غوره کړئ، د رزق تنگي دې تاسې دې ته اړ نه کړي چې د الله (جل جلاله) په نا فرمانۍ او گناه کې د رزق د ترلاسه کولو لارې چارې ولټوئ، ځکه هر هغه څه چې له الله (جل جلاله) سره دي هغه یوازې او یوازې دې الله (جل جلاله) په پیروۍ او طاعت کې ترلاسه کېدای شي.
نور بیا…