سوداګرو! څنګه جنت ته تللای شئ؟- څلورمه برخه
ليکنه: مفتي محمد ارشاد قاسمي
ژباړه: مفتي رفيع الله نعماني
(۶) د دینداره او ريښتینو تاجرانو ځای له انبیاوو او شهیدانو سره دی:
عن ابی سعید(رضی الله عنه) قال: قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) التاجر الصدوق الامین مع النبیین والصدیقین والشهداء. (ترمذي ۲۹۹/مشکوة ۲۴۳).
ژباړه: له ابو سعید خدري (رضی الله عنه ) روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: ريښتینی او امانت کاره تاجر به له انبیاوو، صادقانو او شهداوو سره وي.
فایده: الله (جل جلاله) لره پاکي ده څومره اوچت مقام دی، که څوک په ريښتینولی، امانت دارۍ او د شریعت له حکم سره سم تجارت وکړي، له کوم شي څخه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) منعه کړې له هغه څخه ځان وساتي، که څه هم دنیوي گټه یې ډېره وي، د بېلگې په ډول سم مال ور ښکاره کړي که کوم عیب ولري هغه پټ نه کړي، وزن، اندازه او نورې ځانگړتیاوې یې سمې ووایي، غلط بیان او د واقعیت خلاف خبره ونه کړي، بې ځایه د مال ستاینه ونه کړي چې اخیستونکی دوکه شي، که جنس نقلي یا بدل وي؛ نو ورته ووایي، ترڅو چې یې مال په خپله قبضه کې نه وي خرڅ یې نه کړي، هو! د مال د راتلو سره سم دې د ورکړې وعده وکړي، همدا رنگه د باغ مېوه لکه آم او داسې نور ترڅو چې سم ښکاره شوي نه وي خرڅول یې سم نه دي.
له بانک څخه په سود پیسې اخیستل او ورباندې تجارت مه کوئ، د کومو شیانو اخیستل او خرڅول چې ناروا دي لکه شراب او نور نشه یي توکي د هغو تجارت مه کوئ، د غلا مال مه اخلئ، د ناروا شیانو لکه تلویزیون، عکسونه، له شرک او بدعت سره د اړوندو شیانو کاروبار مه کوئ،ارزانه جنسونه د گرانۍ لپاره مه ساتئ، چې یو جنس واخلئ او په گودام کې یې وساتئ، کله چې په بازار کې د هغه ضرورت شي نو بیایې په لوړ قیمت بازارته وړاندې کوئ. د دې بیان وروسته راځي.
همدا رنگه د لمانځه په وختونو کې په خرڅولو ځان مه مشغولئ؛ بلکې لمونځ په جماعت سره اداء کړئ، په جنس خرڅولو کې قسم مه کوئ، د تجارتي جنس څخه پوره زکات ورکړئ او په زکات کې یې غفلت مه کوئ، مطلب دا چې د الله (جل جلاله) او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له حکم سره سم تجارت کوونکي او حلال مال چې الهي نعمت دی ترلاسه کوونکي به د قیامت په ورځ له انبیاوو او شهیدانو سره یو ځای وي، لکه څرنگه چې انبیاوو او شهداوو د خپل نفس په خلاف د دین خدمت کړی او د الله (جل جلاله) حکم يې منلی همدا رنگه داسې تاجرانو د نفس خلاف د الله (جل جلاله) او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اطاعت کړی او پر دین باندې یې عمل کړی دی، یوازې مال گټل او له هغه څخه عیش کول یې مقصود او هدف نه دي گرزولي.
نو ای تاجرانو!
د الله (جل جلاله ) او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د رضا او حکم برابر تجارت وکړئ، د فرائضو او واجباتو خیال وساتئ، له حرامو او مکروهاتو څخه ځان وساتئ ؛څو د قیامت په ورځ او په جنت کې له انبیاوو کرامو او شهیدانو سره یو ځای شئ.
(۷) کوم ښه تاجر دی او د چا گټه پاکه ده؟
عن معاذ (رضی الله عنه): إن أطيب الكسب كسب التجار الذين إذا حدثوا لم يكذبوا وإذا ائتمنوا لم يخونوا وإذا وعدوا لم يخلفوا وإذا اشتروا لم يذموا وإذا باعوا لم يطروا وإذا كان عليهم لم يمطلوا وإذا كان لهم لم يعسروا. (کنزالعمال ۳۰).
ژباړه: معاذ (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: ډېر پاک کسب د هغه تاجر دی چې کله خبرې کوي دروغ نه وایي، او چې کله کوم امانت ورسره وي؛ نو خیانت په کې نه کوي، او چې کله وعده وکړي؛ نو وعده خلافي نه کوي، کله چې کوم شی اخلي د هغه بد نه وايي، او کله چې کوم شی خرڅوي د هغه صفت نه کوي،کله چې په ده باندې د چا حق وي نو په ورکړه کې یې سستي نه کوي، او کله چې د ده په چا حق وي په غوښتنه کې يې سختي نه کوي.
فایده: وگورئ څومره جامع حدیث دی، معمولاً په تاجرانو او کاروباري خلکو کې چې کومې نا مناسبې خبرې تر سترگو کېږي هغه ټولې یې ذکر کړي دي، او په چا کې چې د پورتني حدیث برابر صفتونه پیدا شي د هغه گټه پاکه ده. نو د پورته يادو شويو خبرو پاملرنه بايد وشي، د واقعیت خلاف خبره ونه شي، په امانت دارۍ او دیندارۍ سره کار وشي، جعلي جنس له اصلي سره گډ نه کړل شي، وعده چې وکړل شي باید حتما پرځای کړل شي، د یوچا د خوشحالولو لپاره یوازې په خوله باندې وعده وه نه شي چې د پوره کولو اراده يې نه وي، له نورو څخه د جنس د اخیستلو پر وخت د هغه جنس بدي بیان نه شي د دې لپاره چې جنس ارزانه ترلاسه کړل شي، د تاجرانو عادت وي کله چې خپل جنس خرڅوي نو ډېر تعریف او توصیف یې کوي او کله چې له بل چا څخه جنس اخلي نو بې له کوم دلیل څخه یې بدي بیانوي او عیبونه په کې پیدا کوي، څو په ارزانه بيه یې تر لاسه کړي او ډېره گټه وکړي، خو داسې نه دي په کار، همدا رنگه که د نورو د حق مطالبه در څخه وشي نو زر یې ادا کړئ او تأخیر مه په کې کوئ، په عام طور د خلکو عادت وي کله چې خپل حق غواړي نو تلوار کوي او کله چې د نورو حق ورکوي بیا تأخیر کوي.
نور بیا…