وروستي:

زکات او صدقه مې چاته ورکړم؟!

ليکنه: اجمل زوری

زکات او صدقه مې چا ته ورکړم؟!

کله چې په لومړي ځل کابل ته راغلی وم، يوه ملګري راته زنګ وواهه، چې ډېر ضروري کار مې درسره دی، مازديګر د وزير اکبر خان مېنې جامع جومات ته راشه، هلته به لمونځ وکړو او  له لمانځه وروسته به ګپه هم وکړو، زه د ژمنې سره د مازديګر لمانځه ته ورغلم، کله چې مو لمونځ وکړ، د جومات له ودانۍ نه دباندې د جومات په انګړ کې له يوې ونې لاندې کېناستو  او د تېر مهال کېسې او خبرې مو سره وکړې.

د دغه ملګري يوه خبره چې اوس هم ما ته ډېره ډېره راياديږي، هغه دا وه چې  ( د زکات پيسې راسره دي، نه پوهېږم چې چا ته يې ورکړم، دا څو ورځې  کېږي چې د يو اړمن او مستحق کس پسې ګورم، خو و نه توانېدم، چې پيدا يې کړم) بيا يې ما ته راغبرګه کړه (که تا ته کوم مستحق کس معلوم وي را معرفي يې کړه)، دا چې زما هم لومړني وختونه و، نه کوم کس راته معلوم و، او نه هم دومره بلد وم چې کوم وړ ځای ته يې معرفي کړم، چې هغوی ته خپلې د زکات پيسې ورکړي، چې بېا هغوی يې اړمنو ته ورسوي؛ نو ما هم خبره پسې همداسې پرېښوده.

له ډېر وخته وروسته همدغه ملګري بيا راته زنګ ووهه چې راشه، خوشحال خان مېنې ته به ولاړ شو، هلته زما څه کار دی، ستا به چکر شي او زه به کار وکړم. زه هم ورته راغلم، په لاره کې يې بيا د تېر په څېر کيسې راته پيل کړې، خو دا ځل يې د پخوا په څېر راته ونه ويل چې زکات مې چا ته ورکړم، ما ته يې هيڅ د خبرو وار نه راکاوه، همداسې پرلپسې اخته و، راته يې وويل : (دلته په خوشحال خان مېنه کې يو  خيريه دفتر جوړ شوی دی، هغوی د هېواد د يتيمانو او بېوزلو لپاره ښوونځی او مدرسه جوړه کړې، او له يو شمېر يتيمانو سره نقدي مرسته هم کوي، دغه يتيمان او بېوزله د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو اوسېدونکي دي)، زما چې په ياد دي په ډېر تعجب سره يې راته وويل: (ننګرهار، کونړ، کندهار، هلمند… بغلان او کندز خو پرېږده…. ياره په لنډو تورو به يې درته ووايم، ( د تخار، باميان او بدخشان ) ولايتونو يتيمان او بې وزله هم په کې دي.

ما چې کله د دغه ملګري خبرې واورېدې ډېر خوښ شوم، خو په زړه کې مې ويل ياره! کله به داسې وي… خو چې کله دفتر ته ورغلو، هغه څه چې مې له ملګري اورېدلي و له هغه زيات حقيقت و، زه په خپله حيران شوم؛ خو په زړه مې يو الله جل جلاله خبر و؛ نو په زړه کې مې پرېکړه وکړه چې ياره! که د دې خلګو خدمت در پېښ شو؛ نو په توره شپه به يې هم کوم، دا چې دوی په داسې حالاتو کې هم د هېواد يتيمان او بېوزله له ياده نه دي ايستلي ؛ نو په ما څه شوي، او يا څه به مې کم شي  که د خپل مياشتني معاش يو څه برخه د دوی د يتيمانو څانګې ته ورکړم…

زه اوس په خپلو مشرانو، شتمنو او بډايو وروڼو غږ کوم:

دغه يتيمان او بېوزله خلګ خو زموږ ، ستاسو او ټولو وروڼه او هېوادوال دي!

 راشئ نور په خپله د خپلو بېوزلو او يتيمانو لاسنيوی وکړو!

 تاسو په خپله فکر وکړئ!

که موږ او تاسو لږ تر لږه د يوه يتيم په سر د مهربانۍ لاس هم راکش کړو؛ نو الله جل جلاله د يتيم د هغو وېښتانو په اندازه اجر راکوي چې زموږ له لاسونو لاندې راغلي دي. نو اوس تاسو فکر وکړئ، که موږ د يوه يتيم ټوله کورنۍ په ډېرو کمو پيسو خوشاله کړو؛ نو څومره ثواب به تر لاسه کړو؟!

رسول الله صلي الله عليه فرمايلي دي: زه او د يتيم پالونکی (مرسته کوونکی) به په جنت کې داسې يو، بيا يې په منځنۍ او مسواکي ګوتو (داسې) اشاره وکړه چې په منځ کې يې څه بېلوالی و. (بخاري يې روايت کړی دی)

وروڼو!

د رمضان مېاشت را روانه ده، ټول مسلمانان د خپلو پانګو زکاتونه ورکوي، او صدقې کوي، که زموږ او ستاسې دغه زکاتونه د همداسې يوې  ادارې له لارې چې موږ يې په خپله وينو، د يوه يتيم او بېوزله په روزنه او ښوونه کې لګښت شي، نو څومره ګټه به مو کړې وي؟!

یو به مو الهي مسؤوليت له غاړې اوړېدلی وي، او بله دا چې يو سالم نسل به مو روزلی وي.

زه يو ځل بيا پر ټولو مشرانو، شتمنو او په ځانګړې توګه پر ځوانانو غږ کوم  چې موږ او تاسې بايد د دغه ډول ادارو مالي ملاتړ يوازې په رمضان کې ونه کړو.

 بايد د تل لپاره د هغوی همکار و اوسو،

 دغه ادارې بايد خپلې وګڼو،

يتيمانو او بېوزلو ته بايد لږ د خپلو بچو په سترګو وګورو.

زه یقيناً لرم، که موږ همداسې وکړو، نو زموږ په هېواد کې به فقر، بېچاري او غربت هم ورک شي.

نوره ستاسو خوښه ده…

اجرکم علي الله

يادښت:

که کوم ورور غواړي چې د افغان بنسټ له لارې د هېواد له يتيمانو او بېوزلو سره نقدي مرسته وکړي، کولای شي چې د يتيمانو او بېوزلو په ځانګړي بانکي حساب کې یې په خپله جمع کړي او يا يې د افغان بنسټ مالي څانګې ته وسپاري، او د وصولۍ پاڼه تر لاسه کړي.

 هر ورور که کله هم وغواړي چې د دوی له خوا د مرسته شويو پيسو تفصيل دوی ته ورکړل شي، نو اداره تل حاضره ده.

بانکي حساب:

Azizi Bank, Kabul Afghanistan

AFGHAN FOUNDATION

Account Title

AFN: 001901100344173

USD: 001901200360713

Account Number

اړيکشمېرې:

0752071233  / 0702046300

برېښناليک:

afghanfoundation1@gmail.com  / info@afghanfoundation

وېبپاڼه:

www.afghanfoundation.net

د افغان بنسټ پته:

درېم کور، دويمه کوڅه، د امام اعظم رحمه الله د جومات جنوب لورته، سپين کلي څلور لاری، د (ب) ساحه، خوشحال خان مېنه، کابل ـ افغانستان