وروستي:

سوداګرو! څنګه جنت ته تللای شئ؟- درېمه برخه

ليکنه: مفتي محمد ارشاد قاسمي

ژباړه: مفتي رفيع الله نعماني

(۴) کوم تاجر به تر ټولو وړومبی جنت ته ځي؟

عن ابي ذر (رضی الله عنه) ان رسول الله (صلی الله علیه وسلم) قال:

 اول من یدخل الجنة التاجر الصدوق. (کنزالعمال ۴/۱۱)

ژباړه: ابو ذر (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: ريښتينی تاجر به تر ټولو اول جنت ته داخېلېږي.

فایده:له ريښتيني تاجر څخه مراد دادی، چې په رښتیا او دیندارۍ سره یې تجارت کړی وي، له دوکې، درواغو او نورو ناروا کړنو څخه یې ځان ساتلی وي او د مال په اړه ټول معلومات او عیبونه یې ویلي وي. وگوری په دې مبارک حدیث کې د ريښتيني او دینداره تاجر، د الله (جل جلاله) او رسول (صلی الله علیه وسلم) د لارښوونو مطابق د تجارت او دکانداري کولو څومره بهتري بیان شوې ده، جنت ته به تر ټولو اول داخلېږي.

نو ای تجارانو په ريښتينولۍ او دیندارۍ سره تجارت وکړئ ترڅو په آخرت کې جنت ته له کوم خنډ او مزاحمت پرته ورداخل شی، له تجارت سره سره د فرائضو، لمونځونو  او نورو دیني چارو اهتمام وکړئ ښې پایلې به یې و وینۍ.

فکر وکړئ! عبادت کوونکي بوخت وي عبادت کوي، ذکر کوي، د دین او دنیا خدمت کوي بیا جنت ته ځي، که تاسې په ريښتينولۍ او دیندارۍ سره تجارت وکړی، جنت ته به لاړ شئ او هغه هم تر ټولو لومړي به ور داخل شی.

(۵)  په ريښتینولۍ سره تجارت وکړئ او د عرش تر سیوري لاندې ځای پیداکړئ:

عن انس (رضی الله عنه) ان النبي (صلی الله علیه وسلم) قال : التاجر الصدوق تحت ظل العرش یوم القیمة. ( کنز العمال اتحاف ج ۵/ ۱۴ ص ۳). ژباړه: انس (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: صادق تاجر به د قیامت په ورځ د عرش تر سیوري لاندې وي.

فایده: د قیامت په ورځ به د عرش له سیوري پرته نور سیوري نه وي، لمر به د خلکو له سرو سره بالکل نږدې وي، خلک به ډېر پریشانه او د سیوري لپاره به لالهانده وي، څو تنه الله (جل جلاله) ته نږدې بندگان به د عرش تر سیوري لاندې وي، له سختې گرمۍ او دې لمر له وړانگو څخه به په امن کې وي، په دې ډله کې ريښتینی او صادق تاجر هم شامل دی.

په موجوده دور کې د خلکو په طبیعت باندې دې دنیا او مال گټل ډېر غالب دي نو ځکه په ريښتینولی سره تجارت کول یو څه مشکل کار دی، د مال ایستلو لپاره څه نا څه درواغ او د واقعیت خلاف خبرې ترې صادرېږي، د بېلگې په ډول وایي چې دا مال اوس نه پیدا کېږي، زه له تا څخه گټه نه اخلم او داسې نور، او حال دا چې همدغه مال په بل ځای کې هم تر لاسه کېدای شي، او دی څه نا څه گټه هم ور څخه اخلي، نو ريښتینی او دینداره تاجر هغه دی چې دې  واقعیت خلاف خبره ونه کړي، بدل شي ته د اصلي نوم ورنه کړي او یا بدل شی له اصلي سره گډ نه کړي، په وزن او جنس کې دوکه و نه کړي، د شریعت د فرائضو او واجباتو پابند وي، که مال خرڅ شي او که نه، که گټه وي او که نه خو معامله یې بالکل پاکه او په ريښتینولی سره وي، نو داسې تجارت کوونکی به د الله (جل جلاله) د نېکو او نږدې بنده گانو سره یو ځای د قیامت په ورځ د عرش تر سیوري لاندې وي.

نو ای تاجرانو او دکاندارانو! ريښتينولي او صداقت له لاسه مه ورکوئ، په چل ول سره مال مه خرڅوئ، ترڅو سبا د قیامت په میدان کې د عرش تر سیوري لاندې ځای ولری.

 نور بیا….

1 څرګندونه on سوداګرو! څنګه جنت ته تللای شئ؟- درېمه برخه

  1. عزيزالرحمن بغلاني // July 2, 2012 at 8:19 pm //

    مفتي صاحب تا ته دي الله جل جلاله اجر درکړي، او زموږ سوداګرو ته دې توفيق ورکړي چې اوس هم لا دوی د عرش سيوری نه ګټي… نوره د دوی خوښه ده.

Comments are closed.