وروستي:

په افغانستان کې بانکي نظام او اسلامي بانکوالي – دويمه برخه

ليکنه: ډاکټر عبدالشکور هډه وال

 د پانګي اچونې آهداف خورا زیات دي لکه :

  ۱  – د مال تحفظ ( ساتل ) أو زیاتول .

 ۲  – غربت ختمول ..

 ۳ –   د مال توزیع په ښه طریقو ترسره کول .

 ۴ – د اقتصاد پیاوړه کول . (۱)

 ۵ –  د هیوادوالو ضرورتونه پوره کول .

 ۶ – د اسلام تشخص قوی کول او اجانبو ته ځان نه ټیتول .

د پانګي اچونې آهدافو ته تفصیل ورکول :

۱ – د مال تحفظ ( ساتل ) أو زیاتول .

 دنغدو پیسو خاوندان په دوه ډوله وی:

( أ ) پخپلو پیسو پخپله پانګونه کول           (ب) نوروته دپانګونی لپاره ئی ورکول

( أ ) پخپلو پیسو پخپله پانګونه کول : دا ځما په نظر پدی زمانه کښی بهترین کاردی أو ډیرمثبت أړخونه لری ، لکه زړه خوږی ، دقیق حساب او کتاب ، او ذاتی تجارتی مهارت لوړول ، د سرمایه ګزاری په ذریعه ټوله ګټه خپلی سرمایه ته اضافول ..

(ب) خپلی پیسی نوروته د پانګونی لپاره ورکول : که په مشارکه وی أوکه په مضاربه او بیشکه که دا بانکونه وی أوکه نورتجارتی شرکتونه یا أفراد : باید د ډیر احتیاط څخه کار واخلی ، أوخپله سرمایه په هغی اعتمادی أو أمینوخانو کښی ځای په ځای کړی ، چی هغی سره ، دا احساس وی چی پردۍ پیسی خپلی وګنړی ، أو دهغی د پانګی أچونی لپاره ښه زمینه سازی وکړی ، أو د مالی خطراتو څخه ئی په لوړو دفاعی اوضمانتی وسائلو وساتی چی دا شی صرف په اسلامی بانکداری کښی ترسره کیدی شی …

۱-  اقتصاد د یو هیواد ترهغی نه پیاوړه کیږی ترڅو چی په هغی ملک کښی :

أ : أمن نوی ، ځکه دا د سرمایه ګزاری او پانګونی لپاره اولنی شرط ګڼل کیږی …

ب : تعلیم نوی ، ځکه چی اقتصاد پوهان دسرمایه ګزاری لپاره تولیدات ایجادوی اوتعلیم یافته خلک ئی په أسانی قبلوی اوخپلوشتمنیوته دقدرپه نظرګوری..لکه څنګه چی جهالت دهرفساد جرړه ده ، تعلیم هم دهرمشکل دحل لاره ده ، پدی شرط چی تطبیقی اوعملی بڼه ولری ، کنه مثال ئی دخردی ( کمثل الحمار یحمل أسفارا ) وري یا بارپری پروت وی لکن بی خبره چی دا څه دی

ج : وطن سره مینه نوی ، هغه خلک ډیر زر ترقی کوی چی نسبة د نورو څخه زیات خپل ملک سره مینه اومحبت لری ، ملی ګټه په هره ذاتی او خارجی ګټه مقدمه ګڼی…

د: د قانون بالادستی نوی : لا قانونیت اوسرکشی ، سرمایه ګزاری فعالیتونه سوست کوی .

 ۲ –  غربت ختمول :

اسلام همیشه د هری طبقی د خلکو خیال ساتی اودعدل او انصاف ترڅنګه دتعاون او کومک درس ورکوی ، اود محتاجو خلکو د احتیاجاتو د ازالی کوشش کوی اود زکاة او صدقو او نورو خیریه طریقو په ذریعه د فقیرو ضرورتونه رفع کوی ، لکه څنګه چی دمضاربی /  مشارکی / مرابحی / أو قرضی حسنی په أساس دخلکو اقتصاد پیاوړه کوی ..

۳ –  د مال توزیع په بهتره طریقو ترسره کول :

بهترین مثال د مال د توزیع لپاره په اسلام کی د بیت المال وجودیت دی ، چه کله قائم شوی غربت ئی ختم کړی اوسکون په خلکو کښی عام شوی ، او کله چی له لمنځه تللی نو مستقیما په غریبی او بیچاره طبقی د مسلمانانو منفی او د محتاجی آثار ښکاره شوی …

  ۴ – د اقتصاد پیاوړه کول .

په هرهیواد کښی چی د پانګی أچونی أو د پانګونۍ فیصدی لوړه شوی دهغی ملک اقتصاد پیاوړ شوی . څومره چی د خلکو د بانکونو او مالی مؤسسو اوشرکتونو سره  مالی أړیکی  زیاتیږی هغومره د اقتصاد په ښکیدو کښی مثبت رول لوبوی …

۵ – د هیوادوالو ضرورتونه پوره کول .

همدغه تجاران اوسرمایه ګزاران دی چی دپانګی أچونی په توسط دخلکو ضرورتونه که خوراکی وی اوکه خدماتی د ښه سهولتونو په توسط ، پوره أو هر فرد ته چی وسه ئی کیږی کور په کور رسوی ، او د تکلیف په کمولو کښی ورسره مخامخ برخه أخلی ..

۶ – د اسلام تشخص قوی کول او أجنبیانو ته ځان نه ټیتول .

اسلام همیشه  په  تقویه کولو زور أچولی ، بیشکه که  دا جسمی وی او که عقلی ، روحانی وی او که اقتصادی / سیاسی وی أو که ټولنی ( اجتماعی ) نو ځکه ئی د قوت لفظ نکره (۱) استعمال کړی ، چی د هرنوع قوت مفهوم لری ، الله تعالی فرمائی ( وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدو الله وعدوکم..)  دا آیات پخپله د اقتصاد د پیاوړه کیدو لپاره صریح او روښانه دلیل او برهان دی ، لکه څنګه چی همدا راز اسلام د تشخص قوی کیدو، او پردیو ته د سر ټیټولو څخه منعی کړی . د مسلمان پانګه أچونه او کاروبار په مجموع کی عبارت دعبادت څخه دی ځکه چی هغه د حلال کاروبار په تلاش او هڅه کښی وی ، ترڅو چی په دواړو جهانونو کښی د سعادت خاوند شی او د مال او اولاد لپاره ئی د برکت ذریعه وګرځی ، لکه څنګه چی د حرام کاروبارڅخه ځان ساتی ځکه چی هغه په مجموع کی په دنیا او اخرت کښی د بدبختیو او مصیبتونو اوعذاب وسیلة ګرځی ، خصوصا پدی زمانه کښی چی دحلال او حرامو خوړلو په لمنځ کښی توفیر مشکل شوی ، لکه د یو حدیث شریف چی مفهوم دی ( یأتی زمان علی الناس یأکلون فیه الربا : قیل  کل الناس یا رسول الله ؟ قال : من  لم  یأکله یناله غباره ) داسی  یوه زمانه  به  راځی چی  خلک به سود خوری ، یو صحابی ورته وویل چه آیا ټول خلک به ئی خوری ؟ هغی ورته وویل چی کوم خلک ئی نه خوری نوعلی الأقل ګرد به ئی ورته رسیږی ، نو لهذا څوک چی ځان ته مسلمان وائی (ان کنتم مؤمنین ) باید دهاغسی کاروبار أغاز او شروع وکړی چی سبب د سپیڅلي الله جل جلاله او پاک پیغمبرمحمد صلي الله عليه وسلم د رضایت او همدارنګه دده لپاره د سعادت واطمنان وګرځی ، او دا ټول په هاغی معاملاتو کی ترسره کیدی شی ، چی د قرآن کریم او مبارکو احادیثو مطابق أو د هغی په رڼا کی وی  .

 وما علینا  الا  البلاغ

نور بيا…