ستا یاد مو لوړ کړ
ليکنه: حامد افغان
هغه غږ چي هر وخت په نړۍ کي ازانګه کوي هغه آذان دی که چیري تاسو د نړۍ نقشه وګورئ نو درته څرګنده به سي چي په اسلامي هیوادونو کي اندونیزیا د ځمکي په ختیځ کي پرته ده . دا هیواد له زرهاوو ټاپووزمو څخه جوړ دی چي په هغو کي جاوا ، بورینو ، سیلبذا او سماټرا لویي ټاپووزمې دي. د اسلامی هیوادونو سهار د سیلبز د ختیځو ټاپووزمو څخه پیل کیږي ، هورې چې د سهار پنځ نیمي بجې وي په افغانستان کی د شپی یو بجه کیدونکې وي له سپیده داغ سره سم د اندونیزیا په ختیځو ټاپووزمو کی د سهار آذانونه پیل سی او په یوه وخت په زرګونو مؤذنان د لوی څښتن تعالی د وحدانیت او د سپېڅلي پیغمبر صلی علیه وسلم د رسالت د اعلان غږونه پورته کړي دا لړى د ختیځو ټاپووزمو څخه د لویدیځیو ټاپووزمو په لور ستنیږي چې نیم ساعت وروسته په جاکارتا کي د مؤذنانو د آذان کولو وار راځي . د جاکارتا څخه دا لړۍ په سمارټا کي پیل کیږي خو د سمارټرا په لویدیځو کلیو او بانډو کي د آذان له پیل کیدونه وړاندي د ملایا په جوماتونو کې آذانونه پیل کیږي.
د ملایا وروسته د برما وار راځي د جاکارتا څخه چې د آذانونو کومه لړى پیل سوې وي هغه یو ساعت وروسته بنګله دیش ته رارسیږي، په بنګله دیش کې آذانونه پای ته لانه وي رسیدلي چه د کلکتې څخه تر سریلانکا پورې د آذانونو لړۍ پیل سی بل لورته دا لړۍ د کلکتې څخه د بمبئ په لور اوږدېږي چي د ټول هندوستان په فضا کي د توحید او رسالت اعلانونه روان وي په سرېنګر او شالکوټ کې د سهار د آذانونو وخت وي له شالکوټ څخه تر کوټي ، کراچی او ګوادر پورې د څلوېښتو دقیقو توپير دی چې په دې وخت کې په پاکستان کې د سهار آذانونه پورته کيږي ، په پاکستان کې د آذانونو د لړى د پای ته رسېدو مخکې په افغانستان او مشهد کې آذانونه پیل سي بیا د افغانستان څخه تر بغداد پوري یو ساعت توپیر دی چي پر دې مهال په يوار په سعودې عرب، یمن، عرب متحده امارات، او کویټ کې آذانونه اورېدل کیږي.
د بغداد څخه تر اسکندریې پورې بیا یو ساعت توپیر لري چې په دې وخت کې په شام ، مصر، صومالیا او سوډان کې آذانونه شروع کیږي ، اسکندریه او استنبول په یوه لیکه کې په ترکیه کې آذانونه پیلوي د اسکندریې څخه تر طرابلس پورې د یوه ساعت ځنډ دی چې په دې ځنډ کې په شمالي افریقا کې په لیبیا او تیونس کې د آذانونو لړۍ روانه وي ، د سهار آذان چې د اندونیزیا د ختیځو ټاپووزمو څخه پیل کیږي نه نیم ساعته وروسته د بحر اقیانوس وختیځو څنډو ته رسیږي، بحراقیانوس ته چې د سهار د آذان وخت نه وي رسېدلی په ختیځه اندونیزیا کې بیا د ماپښین د آذانونو لړى پيل سي خو په ډهاکه کی د ماپښین تر آذان وړاندې بیا په ختیځه اندونیزیا کې د مازدېګر آذان د هوا څپې څیروي، دا لړى په یو نیم ساعت کې جاکارتا ته رسیږي چي په ختیځو ټاپووزمو کي د ماښام د آذان وخت را رسېږي د ماښام آذانونه چې له سلبیز څخه تر سماټرا پورې رسیږي نو په دې وخت کي د اندونیزیا په ختیځو ټاپووزمو کې د ماخستن د آذانونو لړۍ پیل سي په دې وخت کي په افریقا کې د سهار د آذان لپاره د مؤذن ګوتي په غوږونو کې وي، تاسو لږ ځیر سئ ، چې د مځکي پر کره باندې یوه ثانیه هم داسې نه تیریږي چې په هغه کې دې په سلګونو او زرګونو مؤذنان د لوی څښتن تعالی د توحید او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت اعلان نه کوي . او انشاء الله لوی څښتن تعالی به دا لړى د قیامت تر وررځې پورې همداسې روانه وساتي او په قران کریم کي چې الله تعالی حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي دي چې:
وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (سورت الانشراح ۴)
ژباړه: ستا یاد مو لوړ کړی دی
حامد صاحب! الله (ج) دې د هرې کرښې په بدل کې ډېر اجرونه درکړي، ډېره ښکلې موضوع مو په ښکلي انداز کې شریکه کړې ده، د شریکولو یې نړۍ مننه کوم او د تائید لپاره یو څو کرښې زه هم ورسره اضافه کول غواړم:
په شعراوي تفسیر کې یې د (ان عدة الشهور…) په وضاحت کې په دې اړه ډېر ښکلي معلومات وړاندې کړي دي، چې په ډېره لنډه توګه به یې څو کرښې شریکې کړم:
لمر او سپوږمۍ د الله (ج) ډېر لوی مخلوقات دي او د دنیا په دې روان نظام کې خورا حیاتي رول لري، دې نورو بې شمېره حکمتونو تر څنګ یوه لویه دنده یې دا ده چې شپه او ورځ جوړوي، بیا له هغې نه میاشتې او له میاشتو څخه کال جوړېږي چې د زمانې د اندازه کولو لپاره کارول کېږي ترڅو هغه اړونده کړنې پکښې په ښه توګه ترسره شي.
د لمر له حرکت نه ورځ را منځته کېږي او الله (ج) د لمانځونو ترسره کول د لمر تر حرکت پورې تړلي دي، د سپوږمۍ له حرکت نه میاشت را منځته کېږي او الله (ج) د حج او روژې ترسره کول د سپوږمۍ تر حرکت پورې تړلي دي حکمتونه یې په لاندې توګه دی:
د الله (ج) اراده دا ده ترڅو خپل فضل په ټولو وختونو باندې وویشي او په بنده ګانو باندې د لازمو عباداتو په ترسره کولو کې آساني را ولي، د بېلګې په توګه که د میاشتو حساب تر لمر پورې تړلی وای نو حج او روژ ه به تل په هماغه یوه وخت کې راتلای، مثلا که حج د تل لپاره د اوړي په سخته ګرمۍ د (اسد) په میاشت کې وی نو د یخو او ګرمو منطقو د خلکو تر منځ به د حج په اداء کولو کې انصاف نه وای ترسره شوای، اوس چې حج د کال په ټولو موسمونو کې راځي نو د هرې منطقې خلک یې په داسې موسم کې ترسره کوي چې هغوی ورسره بلد وي.
همدا راز که روژه تر لمر پورې تړلې وای نو د کال په یوه معین وخت کې به وه چې د ځینو منطقو د خلکو لپاره کېدای شي ۵یا۶ ساعته وی او د بلې منطقې د خلکو لپاره به ۱۹ یا ۲۰ ساعته وی، چې دا هم له انصاف څخه لېرې خبره ده، اوس چې روژه ګرزي نو که یو څوک شل ساعته روژه نیسي داسې وخت هم ورباندې راتلونکی دی چې ۵ ساعته روژه به ونیسي.
او لمونځ یې تر لمر پورې تړلی دی، ځکه لمر تل په یو معین وخت باندې راپورته کېږي او په یو معین وخت باندې پرېوزي خو سپوږمۍ داسې نه ده نو په دې کې سهولت او د عبادت دوامداره کېدل دي او هدف پکښې دا دی چې په ځمکه کې هېڅ داسې لحظه را نه شي چې په دغه لحظه کې یو څوک د الله (ج) په عبادت باندې بوخت نه وي، ځکه لمر په هره لحظه کې له یوې منطقې څخه تېرېږي، په یوه منطقه نوی راپورته کېږي، په بله کې د زوال او په بله کې یې د غروب وخت وي. نو په همدې توګه په هره لحظه د زمانې کې په ټوله نړۍ کې پنځه وخته لمونځ جاري وي او په هر آن کې الله (ج) په ټولو لمونځونه سره معبود وي.
په دې اړه د تفسیر شعراوي اړونده ځای وګورئ ډېر زړه راښکوونکي معلومات یې وړاندې کړي دي. مننه
په رشتیا هم د اسلام هر کار د حیرانتیا وړ وی ،
اسلام د انسانانو د سولی او هوساینی د باره یواڅنی لیار او هر اړخیز نظام دی د همدی نظام په پابندی سره د حرص مخه نیول کیږی او د هر ډول استثمار ، فسادونو او وینو تویولو مخه نیول کیږی او دا یواخی په همدی وړه نسخه چه مالکیت او شریعت به د الله ج حق وی سر ته رسیږی ، او دا د ملایکو د هغه وړاندیز عملی جواب دی چه الله ج ته یی ویلی وو چه ته داسی څوک پیدا کوی چه هغه په فساد او وینی توی کوی او الله ورته عملی جواب د همدی نسخی په واسطه ورکوی جه یواڅی حریص انسانان فسادونه او وینی تویولو ته اړه پیدا کوی خو که مالکیت او شریعت کی د انسان په واک کی وی دا د حرص د پاره تغذیه او د شیطان د پاره بهترینه وسله ده کله چه د اسلامی نظام په قایمولو دا تغذیه د انسان له واکه وڅی نو حرص وده نه شی کولی او د فساد کولو او وینو توویلو اړه نشته . خبره به نه اوږدوم دا دیر لوی بخث دی داذان خبری ته به راوګرڅم چه یواخی دغه اذان یی څومره څانګړی اهمیت لری لکه د لمر يه شان په اندویزیا کی یی پلوشی خپریږی او ورو ورو له ټولی نړی لکه لمر لویږی او یا لکه د کمر بند له ټولی زمکی تاوویږی او بیا داسی کمر بند او داسی لمر چه به هغه کی د نړی تؤلو انسانانو ته د الله د توحید اعلان کیږی ، دا اعلان هما غه د انسان دغلامی او بندګی اعلان دی یواڅی د یوه الله ج د پاره جه هغه یو الله ج د بندګی او عبادت وړ دی ، اعلاینږی او د انسان غلامی د انسان په مقابل کی له منڅه څی نو دتولو انسانانو متناسب خقوق سره مساوی شول دبرتری معیار تقوی ده او تقوی هم د الله ج داوامرو اطاعت ته ویل کیږی او اطاعت د الله ج عبادت هم یادیږی کوم چه د انسان او جن د بیدایشت اصلی هدف دی .
همدی نړیوال ادان زه دیر په حیرانتیا کی واجولم او دی اذان زه دی خبری ته اړ ویستم چه ووایم او باور ولرم چه اسلام د نړی د سولی او هوساینی نظام دی ددی نظام په قایمولو مونږ داشرف المخلوقات یا خلافت مقامته رسیږو چه له ټولو پیدایښتونو پورته مقام ( په زمکه کی د الله ج مدیریت ) دی څکه خو ادم ع ته د سجدی کولو امر وشو جه د خلیفه انسان مقام د ملایکو له مقامه پورته دی او بیا دا نظام دی د ژوند په بی شمیره نعمتونو برسیره که رشتینی خلیفه پاتی شی حلیفه انسان له مرګه وروسته د خبل پابا میراث ته جه جنت دی واپس بیایی ( ان لله و ان الیه راجعون ) . خو که انسان د الله د مالکیت او شریعت د غصبیدو هڅه وکړی نو دغه انسان ته اسفل سافلین ویل کیږی چه له تولو موجداتو شکته او ذلیل به وی
حامد صاحب، الله جل جلاله دې اجر درکړي، ډېرو نازکو شيانو ته پام وي، الله جل جلاله دې ستا فکري ځواک نور هم در ځواکمن کړي.