د ګروي مسئله
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنی! ګرانو د ګروي په اړه پوښتنه لرم: که هغه د کور، کرنيز پټي، باغ، دوکان او يا نور څه په اړه وي. زه دې کار ډېر متردد کړی يم. ماته خو د خپلو معلوماتو له مخې سود ښکاري. خو ځينې علماء وايي چې دا سود نه بلکې بيع وفاء ده. زه په کرايي کور کې اوسېږم خو ډېر کسان راته وايي چې بايد يو کور ګرو کړم تر څو يې له کرايې خلاص شم، خو زما ځواب همدا دی چې د ګروي او سود توپير نو څه دی، سود هم بانګ ته پيسې ورکوې هغه په فيصدي باندې ټاکلې ګټه درکوي او که کور په کرايه کړي هم مخکې دې چې د کور لس زره افغانی کرايه ورکوله اوس ۱۰ زره نغدي ګټه کوي هلته بانګ کې هم ګټه څرګنده ده او دلته د کور په کرايه کولو کې هم. نو هيله کوم چې د ګروي په اړه پوره معلومات او داسې معلومات چي په نورو سايټونو کې هم خپاره شي او فيسبوک ته هم ورسول شي که حلاله وي او که حرامه چې خلکو ته څرګنده شي او له شکر او ترديد راووځي. او که د بيع وفا په اړه هم معلومات وړاندې کړی ښه به وي. له تاسې مخکې تر مخکې مننه کوم.
حبيب وقار
الجواب
حامدا ومصليا
دځمکې د ګروي په اړه چې کومه پوښتنه حبيب وقار صاحب کړيده دهغې جواب دادی چې د ځمکې، کور يا بل کوم جايداد مروجه ګروي روانه ده ځکه د هغه په بدل کې چې کومې روپی ورکول کيږي هغه بيله قرضه بل شی نه شي کيدلای اود قرض دتوثيق په خاطر چې کوم شی رهن کښېښول شي له هغې څخه استفاده کول صحيح نه دي ځکه دا د(کل قرض جر منفعة فهو الربا) يعني هر قرض چې د ځان سره ګټه راوړي هغه سود بلل کيږي تر حکم لاندې راځي .
او بيع بالوفاداده چې بايع اومشتري په بيع کې يا له بيعې څخه مخکې د بيع د فسخ کيدو شرط ولګوي اويا دواړه جانبين دغه بيع غير لازمه وګڼي نوپه دې صورت کې دغه بيع بالوفا فاسده ګڼل کيږي .
خو که له بيعې څخه وروسته د فسخ کيدو وعده سره وکړي نو بيا دغه صحيح ده اود هغې وعدې پوره کول لازم دي .
قال العلامة الحصکفي (رحمه الله)
قال في المنح : عن عبد الله محمد بن اسلم السمر قندي وکان من کبار علماء سمر قند انه لايحل له ان ينتفع بشیء منه بوجه من الوجوه وان اذن له الراهن لانه اذن له في الربا لانه يستوفي دينه کاملا فتبقی له المنفعة فضلا فيکون ربا وهذا امر عظيم.
الدر المختار مع ردالمحتار 86/10/کتاب الرهن ط:دارالمعرفة بيروت.
قال العلامة الکاساني (رحمه الله) :
وکذا ليس للمرتهن ان ينتفع بالمرهون حتی لوکان الرهن عبدا ليس له ان يستخدمه وان کان دابة ليس له ان يرکبها وان کان ثوبا ليس له ان يلبسه وان کان دارا ليس له ان يسکنها.
(بدائع الصنائع 186/8/کتاب الرهن ط:دارالکتب العلمية بيروت )
قال العلامة ابن عابدين رحمه الله:
لو ذکرا البيع بلا شرط ثم ذکرا الشرط علی وجه العدة لزم الوفاء بالوعد اذالمواعيد قد تکون لازمة فيجعل لازما لحاجة الناس.
ردالمحتارعلی الدر المختار 282/7/کتاب البيوع مطلب في الشرط الفاسد اذا ذکر بعد العقد او قبله ط:دارالمعرفة بيروت.
حرره سيف الله (ساعي)
الجواب صحيح ابو الاحسان (فاروقي )
زه هم په کرايي کور کې اوسیږم،د ګروی کور په هکله مې فکر کاوه، ښه کار وشو چې په دې مسأله وپوهیدم.
له درنو علماوو ډېره مننه