وروستي:

لومړی تدبير بيا توکل

ليکنه: د اسلامي نړۍ منلی عالم مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: حميدالله حامد

لومړی تدبير بيا توکل

يو صحابي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی عرض يې وکړ: يارسول الله! زه په ځنګل کې اوښه پيايم نو چې د لمانځه وخت راشي، ايا اوښه همداسې پرېږدم پر الله توکل وکړم او که په يوه ونه پورې يې وتړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: اعقل ساقها  وتوکل، يعنې پښه يې وتړه بيا پر الله بروسه وکړه، معنا داچې ازاده يې مه پرېږده اول يې په رسۍ وتړه او بيا پر رسۍ بروسه مه کوه پر الله بروسه وکړه، رسۍ شکېدلی شي او دوکه هم درکولی شي.

مولانای روم ددې حديث مضمون په شعر کې داسې بيانوي: به توکل پايه ی اشتر بند، يعنې په توکل د اوښې پښه وتړه، همدا توکل او اسباب اختيارول دواړه د يوه مؤمن سره د هغه په ژوند کې يو ځای روان وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله هم يو کار کاوه لومړی به يې تدبير ورته ونيو اګر که دعا به هم وه، بيابه يې وويل: اللهم هذالجهد وعليک التکلان، خدايه! دا زما هڅه وه نور مې پر تا بروسه ده، (ترمذي، ابوداؤد، باب الدعوات)

له همدې امله يعقوب عليه السلام هم چې کله خپلو دوهم زوی بنيامين له خپلو نورو زامنو سره مصر ته ليږی نو ورته ويې ويل: لن ارسله معکم حتی تؤتوني موثقا من الله

ژباړه : هیڅکله به یې درسره ونه لیږم ترڅوچې دالله په نوم کلک لوزرانکړئ چی خامخابه یې راته راولئ.

دا ټول په دې دلالت کوي چې له توکل نه وړاندې تدبير نيول جائز دی.

3 څرګندونې on لومړی تدبير بيا توکل

  1. خندان // June 27, 2012 at 3:21 pm //

    امان الدينه وروره مشوره خو دې ډيره ښايسته او پر ځاى ځكه ده چې دا پاڼه لا تر اوسه ازمايښتي بڼه لري نو زموږ او ستاسو په مشورو به نوره هم ښايسته كيږي. د پاڼې چلوونكو ته پراخه حوصله او مضمون ليكونكو ته خوږ قلم زما ارزو ده

  2. حامد صیب ډیره مننه او امان الدین وروره داضرور نده چې مضمون دي اوږ وې نو به ښه وې اصلا دمطلب خبره مهمه ده
    بیا م ننه حامد وروره

  3. امان الدين پپلزی // June 27, 2012 at 10:38 am //

    چې کله مې ستاسی د دې مضمون عنوان وکتی ډېر خوشحاله سوم ما ويل دا به ډېر علمی او اوږد وی خو چې مابین ته یې ورلم ایله دوه درې خبری پکښې وی، مضمونونه که يوڅه وږده وي او ډېر دلايل او معلومات پکښې وی بيا به ډېره فايده ولري.
    و ټولو ورونو ته سلام

Comments are closed.