شپږم لوست ـ لومړی مخرج جوف
شپږم لوست
لومړی مخرج جوف
موخه: د “و، ا، ی” د مخرج پېژندنه
“جوف ” د خولې خاليګا ته وايي او له دې څخه دغه درې حروف ادا کيږي
۱- (واو) کله چې ساکن وي او له هغه مخکې حرف پېښ ولري، لکه: (المَغْضُوبِ)
۲- (يا) کله چې ساکنه وي او له هغې مخکې حرف زېر ولري، لکه: (نَسْتَعِين)
۳- (الف) چې کله بې خوځښته سکون ولري او مخکې حرف يې زور ولري لکه: (صِرَاطَ)
دغو درې حروفو ته (حروف مده) وايي.
پوښتنې:
۱- حروف مده څو دي؟
۲- د الف مده بېلګه وړاندې کړئ؟
مشق او تمرين:
لاندېني ايتونه په دقت سره تلاوت کړئ او حروف مده پکې په نښه کړئ:
عَمَّ يَتَسَاءلُونَ . صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى . إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ