په مدينه کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم بېساري هرکلی
د دې لړۍ چلوونکی: مولوي عبدالحق حماد
څوارلسم لوست
په مدينه کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم بېساري هرکلی
د مدينې خلک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت څخه خبر شول نر او ښځې واړه اوزاړه ورته را ووتل او داسې هر کلی يې وکړ چې په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي، وړو ماشومانو درياوې په لاس کې وې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې يې دا شعرونه بدرګه کول:
طلـع البـــدر علينـا * من ثنيات الوداع
و جب الشـكر علينا * ما دعـــا لله داع
ژباړه: د “ثنية الوداع” (غونډۍ) له خوا پرمونږ د څوارلسمې سپوږمۍ راوخته او تر څو چې بلونکى د الله دين ته بلنه ورکوي پر موږ شکر واجب دى
رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړۍ لس ورځې د مدينې په “قبا” کلي کې تېرې کړي او بيا هغه ځای ته راکډه شو چې نن پرې نبوي جومات ودان دی.
پوښتنې
۱- د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې انصارو څه ډول هرکلی وکړ؟
۲- له را رسېدو سره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم د مدېنې په کوم ځای کې دېره شو؟
۳- رسول الله صلی الله عليه وسلم په قبا کې څو ورځې تېرې کړې؟
د دې لړۍ چلونکي ته ډېر پېرزوينې وړاندې کوم، او ورته لاس په دعا يم ، خدای تعالی دې د داسې نېکو کارونو د پاره ډېر عمر ورکړي، زما په زړه کې د ډېر وخت نه دا يو ارمان و چې زموږ د خوږ نبې صلی الله عليه وسلم د سيرت سلسله زموږ په مکتبونو او پوهنتونو کې شروع شي اوس مې چې ستاسو دا مضمون وليد نو ډېر خوشحاله شوم ، زه يې ترجمه کونکي ته ډېر سلامونه وړاندې کوم، ما ستا د حيات الصحابه ترجمه هم کتلې ده او ډېر ترې متاثره شوی يم، الله تعلی دې ژوندی لره.