اسلام ته د بلنې په لاره کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم کړاوونه
قريشي مشرانوته بلنه او دهغوى زړه بوګنونکي ځوابونه :
ابن عباس رضي الله عنه وايي: يو ورځ دقريشو ګڼ شمير مشران-چې پکې عتبه بن ربيعه،شيبه بن ربيعه، ابوسفيان بن حرب، د بنو عبدالدار يو تن مشر، د بنو الاسد ابوالبختري او اسود بن عبدالمطلب بن اسد ، زمعه بن اسود، وليد بن مغيره، ابوجهل بن هشام، عبدالله بن اميه، اميه بن خلف، عاص بن وائل، نبي بن حجاج سهمي او منبه بن حجاج هم وو- ټول له لمر پريوتو وروسته د کعبې ترڅنګ راټول شول اومشوره يې وکړه چې نن به محمد ( صلی الله عليه وسلم ) راغواړو او ټوله خبره به ورسره سپينوو چې خلک وپوهيږي مونږ په خپلو خبرو کې ډير جدي يو، استازى پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته ورغى ورته ويې ويل: د قريشو ټول ملکان د کعبې تر څنګ ناست دي او تا غواړي، پيغمبر صلی الله عليه وسلم په دې هيله چې ښايي هغوى د اسلام منلو ته تيار شوي وي ډير په بيړه ور روان شو او دا د پيغمبر صلی الله عليه وسلم تر ټولو غټه هيله وه چې قريش اسلام ومني؛ خو چې راغى او کښيناست هغوى ورته وويل: اى محمده! ( صلی الله عليه وسلم ) نن مو ته ددې له پاره راوغوښتې چې ټولې خبرې سره سپينې کړو او خلک وپوهيږي چې مونږ په دې لاره کې پوره هڅه کوو، خبره داده چې تا مونږ ته ډير جنجالونه را ټوکولي دي اوپه خداى قسم چې په ټولو عربو کې به چا له خپل قوم سره داسې نه وي کړي! ته زمونږ پلارانو او نيکونو ته بد واېې، زمونږ په دين کې نيمګړتياوې لټوې، مونږ ته د بې عقلو نسبتونه کوې زمونږ خدايان باطل ګڼې اوزمونږ يو والي او تړون ته دې ډير زيان رسولى، ګوره! که په دې کار سره ستا موخه شتمني لاسته راوړل وي؛ نومونږ به دومره مال درکړو چې ته به ترمونږ ټولو ډير شتمن شې، که مشرتوب غواړې ته يې زمونږ مشر او که پاچايې غواړې مونږ به پاچايې درکړو او که نه داهرڅه پر تا ديو شي (جناتو) اثر وي او ته يې وس نه لري؛ نو مونږ به دې تر هغه پورې درملنه کوو چې ستا خوښه وي؛ خو دا کار پريږده! پيغمبر صلی الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل:
تاسو چې څه واياست زه هغه يو هم نه غواړم ، نه درنه شتمني غواړم او نه مشرتوب؛ بلکې زه چې خداى پاک تاسو ته د څه له پاره را ليږلى يم هغه يواځې د خداى پاک پيغام تر تاسو رسول دي او بس، زه د خداى جل جلاله پيغمبر يم او ماته يې کتاب را کړى څوک چې ددې کتاب لارښوونې ومني هغه ته زه زيرى ورکوم او که څوک ترې انکار وکړي زه يې د خداى له عذابه ويروم، زه ستاسو خير غواړم؛ نو که تاسو زما خبره ومنئ د دنيا او اخرت له نيکمرغيو به برخمن شئ او که نه يې منئ بيا به زه انتظار کوم چې خداى پاک زما او ستاسو ترمنځ پريکړه وکړي.
هغوى ورته وويل: چې داسې ده نو بيا ته خپل رب ته ووايه چې زمونږ دغه تنګ ښار (مکه) -چې د غرونو په منځ کې دى- پراخ کړي او د شام او عراق په ډول ويالې پکې وبهوي او زمونږ نيکونه دې را ژوندي کړي، زمونږ په نيکونو کې “قصى بن کلاب” ډير بزرګ سړى و مونږ به ستا په هکله له هغه نه پوښتنه وکړو؛ نو که هغه ويل چې دى رښتيا وايي بيا به مونږ په تا ايمان راوړو او دا به ومنو چې ته ريښتونى پيغمبر يې، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: خداى پاک زه د دې له پاره نه يم راليږلى چې ستاسو نيکونه را ژوندي کړم او ښارونه اباد کړم، زما دنده داده چې تاسو د اسلام نيغې لارې ته را وبلم؛ نو که تاسو زما خبره ومنئ د دنيا او اخرت له نيکبختيو به برخمن شئ او که انکار کوئ بيا به زه د خداى پاک امر ته انتظار کوم، هغوى ورته وويل: که دا نه کوې نو د ځان له پاره خو خپل رب ته ووايه چې يوه پرښته درته را وليږي چې هغه ستا ملاتړ کوي او مونږ ته ځوابونه راکوي اوبله دا چې ستا له پاره دې د سپينو او سرو زرو ماڼۍ جوړې کړي، باغونه او زيرمې دې درکړي؛ نو بيا به دې دومره کړاوونو ګاللوته هيڅ اړتيا نه وي، اوس خوته هم زمونږ په شان يو سړى يې او د روزۍ په لټه بازار ته راځې، که دا دې وکړل بيابه هم مونږ ومنو چې ته ريښتونى پيغمبريې، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دا شيان نه زما خوښ دي او نه يې غوښتنه لرم او نه ددې له پاره راغلى يم، زه يواځې خداى جل جلاله زيرى ورکوونکى او ويرونکى راليږلى يم که تاسو زما لار خپله کړه په دنيا او اخرت کې به مو برخه وي او که زما لار مو خپله نه کړه زه به انتظار کوم چې زما او ستاسو ترمنځ خداى پاک پريکړه وکړي، هغوى وويل: ځه نوخداى ته دې ووايه چې پر موږ اسمان راوغورځوي بيا به دې مونږ ومنو، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: که زما رب وغواړي کولاى شي پر تاسو اسمان را چپه کړي، هغوى ورته وويل: ستاخداى په دې نه و خبر چې مونږ به تا را غواړو او داسې داسې غوښتنې به در څخه کوو؛ نو بيا به ته څه ځواب را کوې؟ او بله دا چې که مونږ بياهم ستا له خبرو انکار وکړو نو ستا خداى به مونږ سره څه کوي؟ مونږ خبر يو چې داهرڅه تاته د يمامه قبيلې يو تن در ښيي چې نوم يې رحمان دى، په خداى قسم! مونږ به هيڅ کله په رحمان ايمان را نه وړو، مونږ تاته خپلې ټولې خبرې وړاندې کړې، اوس نو ته هيڅ لاره نه لرې او نور به مونږ ستا په وړاندې را پورته کيږو او قسم دى! تا چې تراوسه مونږ سره څه کړي دي دهغو بدله به درڅخه اخلو او ترهغو به درسره جنګيږو چې يا ته له منځه نه يې تللي يا مونږ، يوه يې وويل: مونږ د پريښتو عبادت کوو او هغه (نعوذ بالله) د خداى لوڼې دي، بل يې وويل: مونږ به هغه وخت تا ومنو چې خداى پاک او پريښتې دلته راولې!! پيغمبر صلی الله عليه وسلم راپاڅيد ور پسې دپيغمبر صلی الله عليه وسلم يو ترور زى عبدالله بن اميه را پاڅيد او پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته ورغى ويل: اى محمده! ( صلی الله عليه وسلم ) دې خلکو تاته دومره ډير وړانديزونه وکړل؛ خو تايوهم ونه مانه اوس زه يو وړانديز درته کوم که ودې مانه زه ايمان راوړم، داسې وکړه چې اسمان ته يوه پوړۍ ودروه او په هغې وخيژه چې زه دې ووينم چې ته اسمان ته ورسيدې، بيا به له هغې خوانه د څلورو پريښتو په ملتيا له ځان سره يو پرانستى ليک راوړې په هغه کې به داليكلي وي چې محمد ( صلی الله عليه وسلم ) څه وايي هغه رښتيا دي؛ خو که دا دې هم وکړل بيا هم فکر نه کوم چې زه پر تا ايمان راوړم، پيغمبر صلی الله عليه وسلم را روان شو او د دوه خبرو له امله ډير غمجن و، يوه دا چې په کومه هيله را غلى و هغه پوره نه شوه او دوهم دا چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فکر کاوه چې قريش به را نږدې شي خو هغوى نور هم ليرې شول([1]).
د حافظ عبدالحق حماد ژباړه
[1] (اخرجه ابن حرير و هكذا زياد بن عبدالله البكائي عن ابن اسحاق عن بعض اهل العلم عن سعيدبن جبير و عكرمه عن ابن عباس رضي الله عنه فذكر مثله سواء كذا في التفسير لابن كثير ٣/٦٢ والبداية ٣/٥٠).
خدای پاک مو خوشحاله که، داسې خوږې ملغلري خپروې چې سړی يې په کتلو نه مړيږي، د نبی عليه السلام سيرت د ټول نوع بشر د پاره صحيح لاره ده ستاسو د دې مضمون ترجمه کونکي ته ډېر شاباسی وايم ډېره خوندوره ترجمه يې کړې ده.،
مونږ انسانان چه الله ج فرمایی مونږ په خسران کی یو په اسلامی لیکنه ( چه په رشتیا اسلامی لیکنه وی ) د څرګندونی استعداد او لیاقت نه لرو هغه خدایی سرجشمه لری ددغی سرجشمی اوبه یواڅی شه والی لری او بس ، څرګندونه په انسانی لیکنو کی کیدی شی چه سړی پکی وګوری څومره شه او څومره شه اړخونه لری .
هو یواڅی دومره کولی شو چه زده یی کړو او عملی یی کړو او نورو ته یی پرله بسی ووایو ، ددی له مخی انسانان په انسانانو پام وکړو چه څومره یی ځان په اسلامی ښوونو کی ځان رنګ کړی دی څومره یی زده کړی او څومره یی عملی کړی دی او ددی اسلامی کیفیت اخستلو نه یی نورو او ځانته څومره ګتّه رسیدلی ده او لا به ورسیږی .
اسلام او یا اسلامی لیکنی هغه رڼا ده د کوم په واسطه چه انسان د هر دول فسادونو او وینو تویولو مخه نیسی او رشتینی انسانیت ته چه د خلافت مقام دی رسیږی کوم چه اشرف المخلوقات هم ورته ویلی شو دا د ملایکو له مقامه هم پورته دی کوم ته چه ملایکو سجده وکړه خو که انسان بدمرغه شی او د شیطان لکی ونیسی نو نو ددغه مقام په خلاف مقام ته چه اسفل سافلین یادیږی ، هم رسیږی کوم چه له تولو مخلوقاتو ښکته او ذلیل مقام دی او وروسته به هم تول عمر د خبل استاد سره یوخای د تل د باره په جهنم کی اوسیږی مونږ دغا کوو چه الله ج دی مونږ له دغه حالته وساتی امین h
ليکنه خوندوره ده، الله جل جلاله دې اجر درکړي، خو که دغه لړۍ همداسې دوامدره وچلېږي ښه به وي.
بس الله پاک د دوی د ناپوهۍ او سرکشۍ له کبله د دوی په زړونو مهرونه لګولي وو.
ګمراه خلګ وو،