وروستي:

يتيم پالنه د ټولنيزو ستونزو حل

ژباړه او راټولونه: مولوي فضل محمد فيضان

دښځې او خاوند اړیکې ښه کېدل

یوه یتیم پالونکې چې ام عبدالرحمن نومېږي وايي : چې زما له خپل خاوند سره اړيکې دیوه څپانده سیند په ډول خرابي وې.  کله چې مې دیتیم پالنه په غاړه واخیسته او لومړنۍ مرسته مې ورته وسپارله د الله عزوجل په فضل سره زما خاوند ماته نرم او دښه خوی لرونکی شو. بیا به يې هیڅکله بد رد راته نه ویل ،  ما عزم وکړ چې څو ژوندۍ یم یتیم پالنې ته به دوام ورکوم.

د مال زیاتوالی او د زوی روغتیا

یو یتیم پالونکی چې خپل نوم  يې (ف-م-ق) لیکلی وايي: ما لس کاله کار وکړ، او کوښښ مې کاوه چې خپل ځان او زوی ته کور جوړ کړم،  خو چې هره مېاشت به تېره شوه پېسې به هم ختمې شوې او د کور جوړولو هيله خو لا به همغسې پاتې وه.

  کله چې مې د یتیم پالنه پرغاړه واخيسته دخپل مال په برکت پوه شوم ، هغه داچې د کورجوړولو لپاره مې پیسې په قرض واخیستلې او بیا په دې هم وتوانېدم چې په منظمه توګه یې قسطونه اداکړم.او نورې پیسې به هم راته پاتېیدلې او بیا به مې د دغو پیسو په لږه اندازه د کور لګښت کاوه او پاتې برخه به مې ذخیره کوله.

 د یتیم پالنې څخه وړاندې مې یو ځل زوی عملیات کېده، پوره یو کال مې توان نه درلود چې درملنه يې وکړم. هره ورځ چې به روغتون ته ولاړم ډاکټرانو به راته بدرد ویل، او ویل به يې که دزوی درملنه دي ونه کړې ، ناروغي يې هم زياتېږي او زوی به هم له لاسه ورکړې، خو د الله جل جلاله په فضل سره مې چې له کله د يتیم پالنه پیل کړه د زوی عملیات مې هم بې له کومې ستونزې پای ته ورسېد.

ما دیتیمانو ستونزې لرې کولې الله عزوجل زما ستونزه لرې کړه

یوه یتیم پالونکې چې کونډه او دیتیمانو مور ده نوم يې (ف-ن) لیکلی وايي: چې ما یوه اندازه پیسې د یتیمانو دپالنې لپاره ځانګړې او بېلې کړې،  مقصد مې دا و چې زما او زما د اولادونو په رزق او روزۍ کې اسانتیا راشي او  د دې لپاره چې زه به د یتیمانو ستونزه حل کړم الله عزوجل زما او زما د اولادونو ستونزې حل کړي. نو له کله څخه چې مې د یتیم پالنه پیل کړه زما او زما داولادونو په رزق، روزۍ او کارونو کې اسانتیاوې رامنځته شوې. یانې  الله عزوجل زما د لګښت عوض او بدل په دې دنیا راکړ. الحمد لله رب العالمین

دیتیم پالنې په فضل سره مې الله عزوجل  ته دعا وکړه کامیابه شوم

یوه یتیم پالونکې چې هیفاء نومیږي وايي: دیتیم له پالنې وروسته  د هغه مضمون په ازموینه کې  شامله شوم چې ماته تر ټولو مضامینو سخت اوستونزمن ؤ، په ازموینه کې مې په ښه ډول ځوابونه ورنه کړل، د ازموينې له ځایه پداسې حال کې ولاړم چې خپل ځان مې ناکام ګاڼه، نو الله عزوجل ته مې داسي دعا وکړه (ای الله عزوجل! ما ددغه یتیم پالنه یوازې ستا د رضا لپاره کړې وه، ته زما کار اسانه کړې) کله چې د ازموینې پایله ښکاره شوه،  له څلورو څخه درې برخي دازموینې ګډونوال  ناکام شوي وو، لیکن زه دالله عزوجل په فضل سره دهغو لږو کامیابو په ډله کې  په لوړه درجه کې راغلې وم. الحمدلله

مال مې بېرته په همغه ډول راکړل شو

یو یتیم پالونکی چې نوم يې (ش-م-ب) لیکلی وايي:

ماکارکاوه تنخوا مې کمه وه همېشه د ژوند په چارو کې د مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان وم کله مې چې یتیم پالنه پیل کړه او لومړنۍ مرسته مې ورته وسپارله. له څو ورځو وروسته پداسې ډول چې نه پوهېدم او ګمان مې نه کاوه،  الله عزوجل ۳۰۰۰ ریاله نقد او اسانه راکړل. او بل داچې په همغه اندازه پیسې چې ما دیتیم پالنې ټولنې ته ورکړې وې ماته لاس ته راغلې، داسې  لکه چې خپل مال مې بېرته راکړل شوی وي. سبحان الله، نبي کریم صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي چې (صدقه ورکول مال نه کموي).

یتیم پالنه د تنخا برکت دی

یو یتیم پالونکی چې وصال نومیږي وايی:

کله چې زه پر دنده وګمارل شوم له څومیاشتو وروسته مې په خپله تنخا کې بې برکتي ولیدله، نه پوهېدم چې چېرته ځي او چېرته مصرفیږي. نو دیتیم پالنې یوې ټولنې ته ولاړم په ښه مینه او له الله عزوجل  څخه دثواب په هیله مې د یوه یتیم پالنه په غاړه واخيستله. لدې وروسته مې په خپله تنخا کې عجیب برکت ولید، پداسې ډول چې مصرف مې هم ډېر ؤ په الله عزوجل قسم خورم چې اوس په پوره مادي او معنوي خوشحالۍ ، ارامۍ او نیکبختۍ کې یم. نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي (څوک چې دخپل ورور حاجت پوره کوي الله عزوجل دده حاجت پوره کوي).

د خپلې لور د روغتیا لپاره مې صدقه ورکړه

دیتیم پالنې د ټولنې يوه مسؤله چې نوم يې (ن المطوع) لیکلی دی وايي:

یوه مور له خپلې درې کلنې لور سره ماته راغله کله چې کښېناستله سترګې يې له اوښکو ډکې وې او پرمخ يې د غم آثار له ورایه ښکارېدل، راته يې و ویل:

چي لږ مخکې له ډاکټرڅخه  راغلم د خپلې لور دزړه په سخته ناروغۍ يې خبره کړم. زه د دې د لور په  ناروغۍ او حال ډېره ویرجنه  شوم، بیا يې له ماڅخه په ټولنه کې د موجودو خدمتونو د څرنګوالي پوښتنه وکړه. ما  ټول فعالیتونه پوره ورته بیان  کړل. د ثوابونو او اجرونو یادونه مې هم ورته وکړه. هغې ديوه  یتیم د پالنې موافقه  وکړه، ما هم د یتیم د پالنې د مرستو ورکولو پاڼې ورکړې. هغې د مرستې پاڼي د خپلې لور لخوا د مساعدت په نوم ډکې کړې، او بیا يې وویل: له الله عزوجل څخه سوال کوم چې ددې یتیم پالنې په خاطر زما دلور درد او ناروغي لېري شي. په هر ه میاشت کې به راتلله او ټاکلې اندازه  پیسې به يې راکولې. هغې داځل د نورو میاشتو خلاف ډېرې پیسې موږ ته راکړې. او د ژړا په حالت کې يې وویل: پیسې مې پدې خاطر زیاتې درکړې چې لورمې  روغه او حال يې ښه  شوی دی. الحمدلله. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي (د خپلې ناروغۍ په صدقه ورکولو سره تداوي وکړئ).

له مرستې کولو دوه ساعته وروسته ستونزه حل شوه !

د خرج په کلي کې د یتیم پالنې د برخې مشر وايي:

يوه ورځ سهار زموږ دفتر ته یو سړی راغی ، چې اټکل کېدو دېرش کلن به و، راننوت پداسې ډول  چې د غم او خفگان نښې نښانې يې په څېره کې له ورایه ښکارېدې. له روغبړ کولو وروسته يې له ما څخه په ټولنه کې د مرستو  کولو د څرنگوالي معلومات وغوښتل، کله چې ما په دې اړه ورته د پالنې او مرستې کولو طریقه روښانه کړه، ويې ويل چې زه همېشه او دوامداره نه شم راتللای ځکه چې زه د دې ځای ځايي اوسېدونکي نه يم، کله کله د دې لپاره خرج ته راځم، چې دلته په یوه دولتي اداره کې مې کار بند دی لا خلاص شوی نه دی، د هغه پوښتنه وکړم، هیله لرم د دې ښېگڼې په بدل کې یې الله جل جلاله راته حل او اسانه کړي، نو يې يوه اندازه پيسې راته راکړې او د ریاض د ښار په لور روان شو.

له وتلو وروسته څو شېبې لا تېرې شوې نه وې چې ټلېفون يې وکړ او راته يې وويل، چې هغه ستونزمن کار يې حل او تر سره شو. زیاته يې کړه، چې ستاسې له دفتره تر وتلو وروسته د لارې په نیمايي کې د پولیسو د څارنې پوستې ته چې د خرج او رياض په لویه لار پرته ده له رسېدو وړاندې له همغه دولتي ادارې ټلېفون راغی او راته يې وویل چې راشه کار دې خلاص او ستونزه دي حل شوه.

 سبحان الله

یتیم پالنه د زوی د پيدا کېدو لامل شوه !

د يتیم يو پالونکی چې د ریاض د سوېل له يوه کلي څخه دی وايي:

زما یوه ملگري یوازې یو زوی درلود، اووه کاله يې کېده چې نور کوچنيان يې نه وو، ډېرې درملنې او علاج يې کړی و، خو ورته يې گټه نه وه کړې. يوه ورځ موږ په مجلس کې ناست وو او ما د يتیم د پالنې او  ورسره د مرستې د فضیلیت او ثواب په اړه خبرې کولې، چې همدې ملگري د يوه یتیم د پالنې ژمنه وکړه او راڅخه يې په دې اړه د يتیم پالنې د رسمي فورمې غوښتنه وکړه څو يې نوم  او مرسته له ادارې سره ثبت شي، د فورمې له ډکولو سره سم يې د شپږو میاشتو د ټاکل شوې مرستې پېسې يې هم راکړې.

نهه میاشتې وروسته يې راباندې د زوی د پيدا کېدو زېری وکړ او راته یی وویل: کور ته له راگرځېدو سره سم مې څو ورځې وروسته مېرمن ډاکټر ته د معایناتو لپاره بوتله، چې په پايله کې ډاکټر راته د مېرمنې د حمل په هکله خبره وکړه او الله جل جلاله له نهو میاشتو وروسته دا دی زوی را په برخه کړ.

سبحان الله

یتیم پالنه دصحت لپا ره ګټه لري

یو یتیم پالونکی چې نوم د (  د   م    ق  ) په رمز سره لیکلی وایي: چې زما مور دېرش کاله ناروغه وه موږ په روغتونونوکې له ډېروګرځېدلوڅخه ستړي شوي وو، بیا الله جل جلاله د یتیمانو د سرپرستۍ په ټولنه کې دیوه یتیم د پالنې توفیق راکړ ، او موږ د يوه یتيم پالنه په غاړه واخيسته، له هغې وروسته زماد مور صحت ښه شو، روغه شوه او ماته الله جل جلاله هغه اشخاص تابع کړل چې پرون به زه ورته اړ وم.

 فضل اوکرم یوازې د یو الله  جل جلاله کار دی.

  له همیشني کار څخه وروسته د رزق برکت

یو یتیم پالونکی چې نوم یې  (   ن     ل   ) لیکلی وایي: ما ډېر کلونه کار کاوه سره له دې چې معاش مې هم کم نه وو، مګر دسپما او ذخيره کولو لپاره څه نه ورڅخه پاتېدل. خو کله چې مې د یتیم پالنه پر غاړه واخيسته الله جل جلاله زما په رزق کې برکت واچاوه هغه دا چې اوس مصرف هم کوم او پیسې هم راسره پاتې کېږي او د بلې میاشتې بسنه (کفایت) هم کوي.

الحمد الله.

د(muntada.islamtoday.net) عربي وېبپاڼې نه په مننه

3 څرګندونې on يتيم پالنه د ټولنيزو ستونزو حل

  1. سيد هاشم عمرخيل // June 27, 2012 at 10:19 am //

    ډېر په زړه پورې مطلب دی، يتيمان هسې هم په افغانستان کې ښه ډېر دی، دا ضروري ده چې خلک يې حقوق و پېژنی او ليکوال صاب هم راته ښه ذاکر سړی ښکاري د هرمضون وروسته يوار د سبحان الله او الحمد لله نعره کوي، زه ورته په ګېډيو ګېډيو سلامونه وايم

  2. بريالی دولت زی // June 26, 2012 at 9:43 pm //

    ډېر ښه مضمون دی، خدای جل جلاله دې تاسو ته طويل عمر درکړی چې د يتيم خدمت او پالنه وکړي، او تاسو چې د يتيمانو کوم خذمت او پالنه کوی داهم ډېر ستر کار دی، د خدای ج څخه درته ډېر خير غواړو.
    بريالی کابل

  3. zarialay // June 25, 2012 at 2:34 pm //

    دیره ښه مطلب دی
    ده هغه کسانو لپاره چی ده يتیم سره
    خواخوږی نه کوی

Comments are closed.