قرضاوی: ایران او حزب الله د اسد د ظلمونو ملاتړ کوي
وتلي مصری عالم دوکتور یوسف قرضاوی د سوریي ولس وهڅاوه ترڅو د بشار الاسد د ظالم نظام پر وړاندې خپل مقاومت ته ادامه ورکړي او څرګنده یې کړه چې دی ایمان لری د سوریی ولس به بری مومي.
د مصري ژورنالستانو د اتحادیې لخوا په جوړ شوي عمومي کنفرانس کې چې موخه یې د سوریی د مظلوم ملت ملاتړ او د انقلاب د لمړی کلیزی لمانځل وو، د مسلمانو علماوو د اتحادیی مشر دوکتور یوسف القرضاوی د سوريی په پوځ غږ وکړ چې د خپل عزت او مېړانی حس په ځان کې ژوندی کړي او د اسد فشارونو ته اوږه ور نه کړي، د اسد پوځ پریږدي او د خپلواکې سوریی د بچیانو سره یو ځای شي.
نوموړي د سوریی له ټولو جبهو وغوښتل چې په دی حساسو شیبو کی په واحد صف کې یوځای شي او د هغو جنایتونو مخه ونیسي چې د ولس په حق کې ترسره کیږي.
سربیره پر دی دکتور قرضاوی، بشارالاسد خاین وبللو او د هغه ټول وژنې یې د انساني او اسلامي اخلاقو خلاف وبللې.
همدا راز قرضاوی پر ایران او د لبنان په حزب الله ډلې هم نیوکه وکړه، ویې ویل: “دا حزب الله (د الله لښکر) نه دی، ځکه چې د ظلم، وژنو او د استبدادي نظام په حمایت کې ګام اخلي.”
هغه د سوريی مسلمانانو ته په خطاب کې وویل: “تاسې یواځی نه یی، بلکه د مصر، تونس او نورو عربي هیوادونو وګړي او د نړۍ ټول آزاد آزادي خوښونکي له تاسو سره دی. نو په خپل منځ کې سره متحد شي او د یو بل ملاتړ وکړئ. تاسې خپلواک ولس یاست نو غلامي رد کړي.”
په همدې توګه قرضاوی له عربي ولس څخه وغوښتل تر څو هغه پنځه کورنی محاکمه کړي چې د عربي هیوادونو تیل او په میلیاردونو ډالر یی لوټ او تالا کړي دي، چې دا کورنی د اسد، مبارک، قذافي، زین العابدین بن علي او علی عبدالله صالح کورنۍ دي.
ژباړه او لنډیز: اسدالله ریان