وروستي:

محمد مرسي د ۵۱،۷۳ سلنه رايو په خپلولو د مصر ولسمشريزي ټاکنې وګټلې

د مصر د ټاکنو کميسیون د اخوان المسلمین نوماند محمد مرسي ګټوونکی اعلان کړ.

د مصر پوځي مشر جنرال طنطاوي هم ښاغلي مرسي ته د دغې بريا مبارکي ويلې ده.

د ټاکنو د کميسیون د اعلان پر بنسټ ښاغلي مرسي له 25577511  رايو څخه 13230131 ګټلي چې په سلو کې ۵۱،۷۳ کيږي، او د هغه سيال پخواني لومړي وزير محمد شفیق 12347380 رايې خپلي کړي دي .

په دې ډول به محمد مرسي د مصر په تاريخ کې لومړنی ولسي يا غير پوځي ولسمشر وي.

د پايلو له اعلان وروسته، په تحریر ډګر کې د ښاغلي مرسي ملاتړي سره را ټول شول او په خوښیو يې لاس پورې کړ.

د مصر د ټاکنو کميسیون مشر فاروق سلطان، د پايلو د اعلان پر مهال د ټاکنو د پروسې په اړه اوږدې خبرې وکړې او د دواړو نوماندانو ملاتړو ته يې د ټاکنو د دويم پړاو په اړه توضيحات ورکړل.

ښاغلي فاروق وويل چې که پايلې هر څه وي بايد ملاتړي يې ومني.

ويل کيږي چې د ټاکنو د پايلو د اعلان پر مهال د مصر په ښارونو کې امنيتي تدابير تر پخوا ډير نيول شوي وه که کومه ګډوډي را منځ ته کيږي چې امنيت وساتي.

محمد مرسي څوک دی

محمد مرسي د نيل په دلتا کې په الشرقيه ولايت کې زيږيدلی. ښاغلی مرسي واده کړی او څلور ماشومان لري.

نوموړي په ۱۹۷۰ کلونو کې د مصر د انجينرۍ پوهنځی لوستلی او بیا وروسته امريکا ته ولاړ. محمد مرسي خپلې پاتې لوړې زده کړې تر ډوکتورا پورې په امریکا کې تر سره کړي.

کله چې ښاغلی مرسي له امريکا راستون شو نو د مصر د زقازیق پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي ريیس وټاکل شو.

نوموړی د اخوان المسلمین ګوند ته ورغی او په کې وځلېده.

محمد مرسي له ۲۰۰۰ کال تر ۲۰۰۵ کاله پورې په پارلمان کې د خپلواک کانديد په توګه برخه واخیسته.

وروسته ده خپله څوکۍ په انتخاباتو کې وبايلله خو ادعا يې وکړه چې په ټاکنو کې يې درغلي شوې وه.

تېر کال تر پاڅونونو وروسته دی د اخوان المسلمین د وياند په توګه وټاکل شو.

بي بي سي عربي