د برياليتوب کيلي
ژباړه او راټولونه: مولوي نورالله عزام
د شنې او زرغونې رنګونه
يو ځوان له ډېري مودې راهيسې لالهانده و چې د ژوندانه نيکمرغي او پټ راز معلوم کړي، ها خوا او دې خوا ګرځي، له خلکو پوښتنه کوي چې څه ډول دا راز معلوم کړي، يو چا ورته وويل چې د چين په پلانۍ سيمه کې يو هوښيار حکيم دی او له عمر نه هم ډېر زيات دی، هغه به تاته د دې لارښوونه وکړي، ځوان چې دا واورېدل؛ نو بې له زځنډه يې چين ته د ورتلو پرېکړه وکړه، نوموړی چې له ډېره وخته د داسې معلوماتو تږی و، ډېر ژر د خپل هيواد هوايي ډګر ته ولاړ او هلته يې د چين ته تلونکي لومړی الوتکې ټيکټ تر لاسه کړ، له يو اوږد سفر وروسته بالاخره د حکيم کلي ته ورسېد، اوس نو دی ډېر خوښ دی او له ځان سره وايي: “اوس به نو زه هغه راز معلوم کړم چې له ډېره وخته يې په لټه کې وم” په پوښتنه پوښتنه د چينايي حکيم کورته ورسېد، در وازه يې و ټکوله، چې ګوري يوه بوډۍ مېرمن راووتله، ځوان ته يې ښه راغلاست ووايه او کورته يې دننه ننويوست او هلته يې په يوه لويه خونه کې کيناوه او ورته يې وويل: “لږ انتظار وکړه” ځوان کېناست د انتظار شېبې شماري او په دې فکر کې دی چې اوس به نو له داسې چاسره ويني چې ده يې له ډېري مودې راهيسې انتظار يوست، انتظار تر درې ساعته اوږد شو، د ځوان د صبر کاسه نوره په ډکېدو ده ، مخ يې له ډېرې غوسې د انار په څېر سور اوړي را اوړي. . . بلاخره حکيم په ډېر ساده حالت کې کوټې ته راننوت، ساده جامې يې اغوستې دي، له ځوان سره يې ستړي مشي وکړه او په ډاډه زړه يې په خوا کې کښېناست ، پر مخ يې موسکا غوړېدلې ده او په خوږه لهجه ځوان ته وايي: ” که دې زړه غواړي يوه پياله چای به درته راوړم!” ځوان چې نږدې ده له ډېري غوسي و چوي له ځان سره وايي: “تر درې ساعته زيات انتظار مې دې بوډا سړي ته و يوست او اوس چې راښکاره شو، ماته يې د ډېر ځنډ هيڅ ونه ويل او نه يې هم بخښنه راڅخه وغوښته او اوس لا په دومره کمزوري ست راته وايي چې چای درته راوړم، د ځوان غوسه شېبه په شېبه زياتيږي او له ځان سره په فکر کې دی، بوډا بيا غږ پرې وکړ: ” که چای دې زړه ته کيږي يوه پياله به درته راوړم!” . . . ځوان په غوسه کې ورته وايي: هو! چای چښم!! حکيم چای را وغوښت او په ډاډه زړه د ځوان خواته ور نږدې شو.
کله چې چای راورسېد؛ نو کوربه له مېلمه و پوښتل: “پياله درته ډکه کړم؟” مېلمه ورته ويل: هو!!. . . نو حکيم ورته چای اچول پيل کړل، ځوان ورته ګوري او حکيم چای اچوي تردې چې پياله تر خولې ډکه شوه؛ خو حکيم لاس نه پورته کوي، چای د پيالۍ پر سر را واوښت او دومره توی شو چې د مېلمه تر پښو ورسېد، ځوان له ډېري غوسي په ځان نه پوهيږي، ودرېد او حکيم ته يې په تېز غږ وويل: “آيا ته نه ويني چې پياله ډکه شوه؟! او چای دومره و بهېد چې شاوخوا ځمکه يې ټوله لنده کړه؟” حکيم سر راپورته کړ او په خندا يې ورته وويل: ” زه ډېر خوشحاله يم ځکه چې تا وکولای شو چې خپلې نيوکي څرګندې کړي” . . . بيا حکيم له خپل ځای نه پورته شو، ودرېد او ځوان ته يې وويل: ” زما او ستا ليدنه همدلته پای ته ورسېده” . . . د ځوان څېره بدله شوه، هک پک شو او په لوړ غږ يې ورته وويل: ” دا څه وايي!؟ زه له دومره لري وطن څخه راغلم، او په خونه کې مې يوازې تر درې ساعته زيات انتظار درته ويوست، د ناستي ځای دې ټول راته په چای لوند کړ او اوس لا داهم راته وايي چې زما او ستا لېدنه پای ته ورسېدله. . . ته اوس زما سره ټوکې کوي که څنګه؟!. . . ” نو هوښيار بوډا ورته وويل: “واوره! ځوانه زويه! ته اوس ولاړ شه او بايد بل وخت داسې مهال ماته راشي چې پياله دې خالي وي. . . ځوان وپوښتل: د دې څه معنا!؟ هوښيار بوډا ورته وويل: “کله چې پياله د چای نه ډکه شي بيا نور شی نه ځايوي؛ نو که ته نور چای ور واچوي شاوخوابه ډېر شيان له لاسه ورکړی، ستا مثال کټ مټ همدې ته ورته دی، کله چې ستا غوسه اوږده شی؛ نو پياله دې ترخولې ډکه شي او ته نور هم ور اچوی تردې چې غوسه دې زياته شي، او خپل حواس له لاسه ورکړي چې نتيجه يې ډېره ناوړه وی، حکيم له ځوان سره تر لېدنې وروسته له هغه سره تر دروازې ولاړ او ورته يې وويل: ” اې زويه! که چېرې غواړی چې نيکمرغه شي؛ نو دا زده کړه چې څه ډول به پر خپل فکر اوکړو وړو واکمني کوي، او پام کوه چې پياله دې تل خالي وي، همدا د نيکمرغۍ کيلي ده”.
احساسات د هوا په څېر بدليږي او د تيز اور ګاډی په څېر په هوا کې پورته او ښکته کيږي او احساسات د شنې او زرغونې د رنګونو په څېر بدليږي رابدليږي، ته چې سهار وختي راويښ شي، په خوښۍ خپله ورځ پيل کړې، پاکې جامې واغوندی او په خوشحاله او ډاډه زړه کار ته روان شې؛ نو که د موټر چلولو پر وخت دې کوم موټر چلونکی په عذا ب کړی ته به هيڅ عکس العمل نه ښکاره کوې او خپل کار ته به ځی او کار ځای ته په رسېدو او ټولو ملګرو ته سلام کوې، او ښه ژوند ورته غواړې، نو دا هر څه ولي؟ . . .
ځکه چې ته نېک احساسات لري، په دوهمه ورځ ناوخته راوېښ شي، او تا د راويښېدو له پاره د ساعت زنګ نه وي برابر کړی، په زړه کې دې ګډ وډ شيان ګرځي راګرځي او هر څه درته په مخ کې ګډ وډ پراته وي لکه په کور کې چې دې اور لګېدلی وي او يوه جوړه نا انډوله جامې واغوندې او دکار پر لورې و خوزېږی؛ نو که په دې وخت کې دې څوک په لار کې خنډ شي غوسه دې وروستۍ درجې ته ورسيږي، خپل کار ته ورسېږي او په بد حال کې يی؛ نو که څوک درته رامخکې شی، سلام درته ووايي او ښه ژوند درته وغواړي؛ نو ته به ورته وايه: “هيله کوم چې ما پرېږدې، نيکمرغي له کومه شوه!؟”
کېدای شي ستا پياله په ورځ کې څو ځله ډکه او بېرته خالي شي، که ته سهار وختي له خوبه راوېښ شي او ډېر خوښ او سوکاله يې؛ نو څه فکر کوې لوښی به دې ډک وې او که خالي؟ . . .
طبعي ده چې خالي به وي او ستا د وتو او کارته تلو پروخت يو دم برېښنا پرې شوه او ټول هغه څه په ټپه ودرېدل چې په برېښنا چليږي. . . نو څه فکر کوي، په دې وخت کې به ستا پياله ډکه او که خالي وي؟ . . .
طبعي ده په ډکېدو به وي، له دې وروسته خپلې جامې واغوندې او له کوره ووځي او موټر چالانوې خو هغه نه چلانيږي. . . نو پياله به دې نوره هم ډکه شي؛ خو لږ شيبه وروسته موټر چالان شي؛ نو پياله به دې لږ خالي شي، همدا سې نه ده؟ . . . د تلو پروخت دې ترافيک و دروي، چې له قانوني سرعت څخه زيات موټر ځغلوې او تا جرمانه کوی. . . نو آيا ستا پياله به ډکه او که خالي وي، څرګنده ده چې د ډکېدو په حال کې به وي. . .
او بالآخره خپل کارته دېرش (۳۰) دقيقي وروسته ورسيږي، ستا مشر دې دفترته ور وغواړي، دفترته د ورتلو پروخت به ته بېلا بېل سوچونه کوي، او پياله به دې تر خولې ډکه وې او په دې وخت کې خپل مشر درباندې د روتبې د لوړېدو زېری وکړي چې تا يې له ډېرې مودې راهيسې انتظار يوست. . . نو اوس به ستا څه حال وي؟ . . . طبعا پياله به دې تر پايه خالي شي او په دې وخت کې ته خپل دفتر ته روان شي، د خوښي څخه دې زړه باغ باغ کيږي، ناڅاپه دې کوم ملګری تيلفون درته وکړي چې کور دې اور واخيست او ټول و سوځېد، نو طبعا ستا پياله به په ډېر تلوار بېرته ډکه شي، همداسې د انسان احساسات د هوا په څېر بدليږي را بدليږي؛ نو اوس پوښتنه داده چې آيا ته له هغو کسانو څخه يې چې ظروفو ته اجازه ورکړی چې پر احساساتو دې اغيز وکړی؟ . . . همدا د فکر ځای دی.
يوځل ماد ارواپوهني په اړه وينا کوله، د يوشمېر شرکتونو مشران راته ناست ول؛ نو يو تن ودرېده او ويې ويل: “ما د مشري کولو ټول بنسټيز اصول ويلي دي او په مشري کولو ډېر ښه پوهيږم او همدا زده کړه مې په انګلستان کې په يوه اونۍ کې ترلاسه کړې ده” . . .
ماورته وويل چې دا خبره هيڅ حقيقت نه لري او موضوع مې بدله کړه، له يوڅو د قيقو وروسته مې د هغه نه وپوښتل چې څه فکر کوې؛ نو هغه راته وويل: “زه ډېر خواشينی يم” کله چې مې د لامل پوښتنه ترې وکړه؛ نو هغه راته وويل: “تا زما سپکاوی وکړ” . . . ما ورته وويل: “آيا رښتيا هم ما ستا سپکاوی وکړ او که ته همدا فکر کوې؟ او آيا ما درته وويل چې همدا فکر وکړه او که دا ستا خوی دی؟” هغه راته وويل:” نه پوهيږم؛ خو ښه به دا وي چې زه د لږ وخت له پاره يوې خواته ګوښه شم” . . . نو ما ورته وويل: “تا ولېدل چې څه وشول، په ډېر لږ وخت کې يوې جملې پر تا دومره اغيز وکړ چې احساسات دې بلکل بدل شول، د دې معنا داده چې مشرتوب يوازې يوڅو اصول نه دي بلکې دا د ژوندانه داسې بشپړه تګلاره ده چې لومړی به په خپل ځان، خويونو او روحياتو پلي کيږي بيا کولای شي پر هر شي واکمني وکړي” . . .
تاسو وينی په ژوند کې هره پېښه پر موږ څرګند اغيز لري. . . د يوشي څکل، بويول او اورېدل دا هرڅه زموږ پر احساساتو ښکاره اغيز لري” د هر انسان احساسات د هغه په فکر پورې تړلي دي چې څه ډول فکر کوې هغه به احساسوي، د منفي فکر احساسات منفي وی او د مثبت فکر احساسات مثبت وي.
ارواپوه “ريټشارډ بانډ لر” په خپل کتاب (خپل فکر بدل کړه ) کې وايي: “ځيني خلک فکر کوی چې د خوښۍ احساس کول د برياليتوب نتيجه ده خو خبره برعکس ده خپله برياليتوب د خوښۍ داحساس نتيجه ده”
ځيني خلک بيا د يوځانګړی شي، شخص او يا ځای انتظار کوي ترڅو خوښی احساس کړي، خو داسې نه ده خوښ او سوکاله ژوند هغه مهال موږ ترلاسه کولای شو چې د خلقت اصلي موخه و پېژنو او د خپل خالق د لارښوونو سره سم ژوند وکړو. . .
پيغمبر عليه السلام وايي: ” کل مولود يولد علی فطرة الاسلام”
هر ماشوم په اسلامي فطرت زېږي، نو کوم انسان چې خپل فطرت بدل کړي، رښتونی او سوکاله ژوند نه شي ترلاسه کولای.
ډېر انسانان د خپلو منفي کړنو ښکار دي او د منفي خيالا تو چې د غم، خواشينۍ او درد . . . په بڼه وي په جال کې راګېر دي، ځيني خلک د خپلو ستونزو له امله تېښته کوی، مخدراتو، شرابو، سېګرټو او دغه راز بېلابېلو قمارونو ته لاس اچوی او ځيني نور خو بيا تر ساعتونو ساعتونو تلويزون ته ناست وی، له بده مرغه دا هغه منفي عادتونه دي چې انسان په لوی لاس د پانسي پړې ته برابروي.
آيا اوس هغه وخت نه دی راغلی چې موږ خپل ځانونه د منفي عادتونو څخه وژغورو؟
آيا هغه وخت نه دی راغلی چې ځانونه د زولنو څخه ازاد کړو او نور پر تېرو کړنو و نه ژاړو؟
آيا هغه وخت نه دی راغلی چې پر خپلو خويونو واکمن شو او هيڅ انسان اوشي ته اجازه ور نکړو چې زموږ احساسات راته وټاکي؟
په لاندې مضمون کې همدا زموږ موضوع ده.
د لورېينو دوه ستر لاملونه دی، لومړی لامل يې” مينه او ليوالتيا” او دوهم لامل “وېره او نشتوالی” دی، لومړی لامل په ګټه او خوښي پورې تړاو لري او انسان هغه لورې ته بيا يې چې دی ورته لېوالتيا ښکاره کوي. . . او دوهم لامل په تاوان او درد پورې تړاو لري او انسان د درد له سرچيني څخه لري بيايي.
لورېيني په انسانانو کې بېلا بېلي بڼې لري او زموږ په فکر، لېدلو، پوهې، تګلاره او تعبير پورې اړه لري.
د بېلګې په ډول: يو شخص دی چې د نسوارو سره ډېره مينه لري؛ نو دی به خپله ګټه په نسوارو اچولو کې ګڼې پايله به يې داشي چې نسواري به شي. . .
او بل تن به داسې وي چې د نسوارو څخه بد وړی او نفرت به احساسوي، نتيجه به يې دا وي چې ځان به ترې وساتي، نو په دواړو حالتونو کې خيالات د سړي د لېدلو، تګلارې او دهغه افکارو پر بنسټ منځ ته راځي چې د ده په ذهن کې دي؛ نو ستا هر ډول تګلاره خپلول ستا د ژوندانه نوعيت ټاکي.
که ته خپل ذهن په نېکو افکارو پورې وتړي؛ نو احساسات به دې هم نېک وي او که برعکس وي؛ نو احساسات به دې هم برعکس وي؛ ځکه چې دا هرڅه په تاپورې اړه لري، ستا له خوښي پرته هيڅ انسان د دې قدرت نه لري چې تا داسې فکر ته اړکړي چې ستا پکې تاوان وي. . .
په حقيقت کې هيڅ انسان او يا کوم شی نشي کولای تا ستا د موافقي پرته کوم احساس ته اړباسي. . . ته د خپلې بېړۍ چلونکی يې او د خپلو خيالاتو څارونکی يې . . . خيالات د ممبر په څېر دي ته به پرې خېژي او ښکته کيږي؛ خوپرځان به واکمن يې؛ خو څه ډول چې ته هغه موقف ته ګورې هماغه به ستا د خوښۍ او نا خوښۍ لامل ګرځي.
او په همدې اړه ډاکټر “ويلارډ جايلين” په خپل کتاب “احساسات” کې وايي: “کېداشي ته يوه ورځ خوشحالي احساس کړي او بيا په دوهمه ورځ پرېشانه يې او د دواړو احساساتو ترمنځ به د جنت خوښي او د دوزخ عذاب څکي”
نو چې کله دې هم په ذهن کې منفي فکر راوګرځي بايد له ځان نه وپوښتې چې آيا دغه فکر ماته ګټور دی که زيانمن؟ . . .
آيا دا فکر کوالای شي زما سره په پرمختګ او موخو ترلاسه کولو کې مرسته وکړې؟ . . . نو که ځواب دې منفي وي بايد لاندې درې ګونی قانون وکاروی:
۱- په نښه يې کړه.
۲- ختم يې کړه.
۳- سمدستي يې بدل کړه او پرځای يې بل فکر وکړه.
چې کله د ې منفي سوچ وکړ او تا کولای شول چې په اړه يې له ځان نه پوښتنه وکړي؛ نو ته د دې وړتيا لري چې په مثبت سوچ يې بدل کړي.
چې کله ډېر تنګ شوې؛ نو له ځان نه وپوښته:
– زه ولې تنګ يم . . . چې لامل دې په ګوته کړ؛ نو له ځان نه وپوښته:
– زه بايد د څه شي فکر وکړم ؟
– څنګه کولای شم خپل فکر بدل کړم؟
له دې وروسته د هغو خيالاتو پر لور خوځښت وکړه چې تاته نيکمرغي در په برخه کوي.
ښاغلی لیکوال صاحب ! السلام علیکم !
تر هر څه وړاندې ستاسې روغتیا او سلامتیا د لوی او برلاسی څښتن څخه غواړم . پس له سلامه ! محترم قاری صاحب رښتیا چې هم ستاسې لیکنه ډېره زیاته له خوند او له یو ډول بل احساس درلودنکې وه .
زه همدا اوسمهال د خبلې راتلونکې د ښه کېدو په هیله کله یو خوا او کله بلې خوا ته ځغاستې کوم او تر دې مهاله کله د راګرځېدونکي اړخ څخه خوشحاله او کله خفه را درومم ، خو کله مي چې ستاسې دا لیکنه لوستله د لوستلو بر مهال مي د هر ټکې د لوستلو سره د خپل ژوند هره سخته او اسانه ګړۍ را په زړه کېده او رښتیا هم چې ستاسې دا لیکنه خورا تخیلی او د لوستونکي د ژوند ژوندی بڼي ته د راګرځېدو اړخ زیات لری او د لوی څښتن څخه د مسلمان لپاره د یو سوکاله او ارامه ، د غم پر وخت د صبر او د خوشحالۍ پر وخت د خپل نفس د کنترول کېدو د ژوند غوښتنه کوم ، او د الله په دربار کې ستاسې د هڅې او زیار په مقابل کې د اجر غوښتنه کوم.
د قدر وړ قاري صاحب، الله جل جلاله دې په قلم برکت کړه، يقيناً ډېره خوندوره ليکنه ده، د ليکنې تر سرليک ليکنه ډېره خوندوره ده، د دې ليکنې سرليک بايد د کاميابۍ کيلي وای.
ډېرې ښې مشورې په کې دي، که څوک يې په خپل ژوند کې پلي کړي، زه يې یقيناً چې د يو بريالی او خوشال مسلمان په توګه به ژوند وکړي.
بيا هم الله جل جلاله ته لاسونه لپه کوم چې په قلم او علم دې برکت شه… الله جل جلاله خو دې داسې وخت راولي چې زموږ ټول مهاجر او مسافر وروڼه په خوشاله او اسلامي چاپېريال کې د يوه علمي چاپېريال په لور په ګډه ګامونه پورته کړو… آمين