اسلام او سياسي اندونه – دريمه برخه
ليکنه : د اسلامي نړۍ منلی عالم او تکړه ليکوال، مفتي محمدتقي عثماني
ژباړه : مولوي نورالله عزام
دوهم څپرکی
بېلابېل سياسي نظامونه
زموږ بله موضوع پردې خبرو راڅرخي چې د سياست د پورتنيو فلسفوي نظرونو قطع نظر، په نړۍ کې کوم ډول نظامونه په عملي بڼه منځ ته راغلي؟ او حکومت بايد شخصي وي او که ټولنيز؟ ددې له پاره کوم ډول ځانګړنې اړيني دي؟ همدا ځانګړنې څنګه منځ ته راتلای شي؟ په دي اړه څه ډول تګلاره بايد وکارول شي؟ د دغو بنسټيزو پوښتنو په اړه چې په کوم نظام کې څېړني کيږي هغه ته سياسي نظام “Political System” وايي. ترننه چې په نړۍ کې کوم نظامونه پلي شوي دي هغه پر درې لويو برخو وېشل کيږي:
۱ شاهي
۲ اشراف واکي
۳ جمهوريت (ولسواکي)
دادرې لوی نظامونه بياپه بېلابيلو څانګو وېشل شوي دي ، چې دلته يې څه ناڅه پېژندنه اړينه ده.
۱ـ شاهي نظام
دتاريخ له پاڼو څرګنديږي چې د نړۍ په سياسي نظامونو کې ټولواکي (شاهي نظام) د نورو په پرتله زيات نافذ شوی دی چې له پېل نه تر اوسه پورې د نړۍ پر مخ په يوه يا بله بڼه راروان دی ،او د تاريخ په ډېرو پېښو کې ځانګړی ځای لري.
په ظاهري بڼه “ټولواکي” يو ويوکی دی چې د دولت مشر ټول واک (پاچا) ته کارول کيږي ،دی شخصي واکمن وي او په خپل سر د حکومت چارې پرمخ بيايي؛ خو د دې نظام شکلونه په بېلابېلو زمانو او هيوادونو کې يو تر بله توپير لري ، مانا دا چې دا نظام پرټوله نړۍ يو ډول نه دی راغلی، په هر پېر کې په مختلفو بڼو رامنځ ته شوی دی چې دلته يې موږ په لنډه توګه را اخلو:
(۱) مطلق العنان ټولواکي :
ددې واکمني بنسټيزې ځانګړنې دادي چې په داسې نظام کې پاچا د قانون يادستور په منلو مکلف نه وي ،بلکې د ده ژبه قانون وي ، دی چې څه وايي هغه به دقانون يوه برخه ګرځي او د چارو په پلي کولو کې به هم له چاسره په مشوره کولو پابند نه وي ، او که دی په خپله خوښه له چاسره مشوره کوي هغه به د ده يوه لورينه وي اوکه مشوره نه کوي ؛ نو څوک ترې پوښتنه نشې کولای ، هغه به پخپله دچارو واګي پرمخ بيايي ، قانون به پخپله جوړوي او دجګړو پرېکړې به هم دی کوي ، دقضا پرېکړه به هم بالاخره ترده پورې رسيږي او د ده پرېکړه به وروستۍ او منونکې پرېکړه وي، که هغه په قضايي چاروکې وي اوکه پوځي چارو کې، لکه نن چې دپوځ په قانون کې کوم قوانين پلي کيږي چې د پلاني جرم به څنګه او څومره جزاوي؟ د دواړو ترمنځ يوازې دومره تو پېردی چې مطلق العنان پاچا په هيڅ قانون منلو مکلف نه وي ، که له چا يې بد راشي او پرېکړه وکړي چې پلانی دې د خره څرمن وخوري يا دې په دېوال کې ووډل شي ؛ نو ددې شخص په اړه همداقانون ګرځي ، دېته مطلق العنان پاچاهي وايي او همداسې نظام دفرعون او نمرود په څېر انسانان وزېږول چې آن دخدايي دعوې يې هم وکړې .
(۲) پاچايي شورا:
د شاهي نظام دوهم ډول “پاچايي شورا” ده چې په انګريزي ژبه کې ورته ” Counseling monarchy” وايي ، ددې لنډه پېژندنه داسې ده چې په دې نظام کې به پاچا قانون په خپله جوړوي او دچارو پرېکړي به هم دی کوي؛ خوله دې سره سره به له ځان سره يوه شورا هم ساتي او دقوانينو او احکامو په پلي کولو او اجرائيه چارو پرمخ بېولو کې به ورسره مشورې کوي ، بيا همدا شورا هم بېلابېل ډولونه لرې: ځيني يې دکونسل “council” ځينې د سنا مجلس او ځينې يې بياپه نورو نومونو ياديږي ، دغه راز مشورې هم يوله بل سره توپېرلري ، په ځينو ځايونو کې داسې شوي وي چې پاچا له شوراسره مشوره شرېکه کړې ؛ خو دهغوی په مشورو منلو مکلف نه وي ، که د مشورې پر خلاف عمل وکړي بيا يې هم څوک له خپلې پرېکړي نشې په شا کولای، او کله داسې هم شوي دي چې پاچا اړ وي چې دشورا پرېکړه به مني ، شورا چې کومه پرېکړه وکړي ياکوم قانون تصويب کړي پاچا به دهغو په منلو مکلف وي .
په تېر تاريخ کې ديونان رياستونه ترټولو مهذب او منظم رياستونه شمېرل کيږي ، هغه مهال هلته دښاري رياستونو “city states ” نظام و ، په هرښار کې به يوه ځانګړې واکمني وه او هغه به يو مستقل هيواد و ، او په هره کلا کې هستوګن خلک به ديوه رياست افراد يادېدل ، د يونان هرښار به ځانګړی واکمن او ځانګړی نظام درلود، دښاري رياستونو همدانظام ترډېرې مودې روان و ، ټول يونان په يو شمېر واکمنيو وېشل شوی و ، دهمدې رياستونو پاچايان په لو مړي سرکې مطلق العنان پاچايان ول؛ خو وروسته دوی دپاچاهي شورا نظام غوره کړ او ځينو يې دځان له پاره ځانګړي شوراګانې جوړي کړې چې په بېلابېلو معاملاتو کې به يې پاچاته مشورې ورکولې، په زياتره رياستونوکې به پاچايان د مشورو منلو پابند ول؛ خو په ځينو رياستونو کې به پاچايان په دې مکلف نه ول چې دشورا مشورې ومني او په ځينو نورو کې بيا پاچايانو ته خپل حدود ټاکل شوي وو چې په ځينو معاملاتو کې به دشورا د پرېکړو په منلو مکلف وو، او په ځينو نوروکې بيادوی خپل واکه ول. همدا واکمنۍ په يونان کې دعيسی عليه السلام نه ۳۰۰/۴۰۰ کاله دمخه وې .
الله جل جلاله ملا عبدالسلام صیب ته ډېر زيات اجرونه ورکړي چې داسې لوی خدمت کوي، زه چې ستاسو هر مضمون ګورم ډېر خوشحاليګم، او خصوصا دا مضمون چې مولوي عزام ترجمه کړی دي، زما په نظر دا داسې علمي ذخيره ده که د پوهي څښتنان يې په دقت سره مطالعه کړې نو په سياسي علومې کې به ورته ډېر عبور حاصل او په دې مضمامينو کې ما ډېر ښه شي د وليد چې د پاچهيانو اقسام يې ډېر ښه بيان کړې دي او ورسره ورسره يې د اسلام له نکته نظره هم مقايسه کړي دي.خدای پاک دې مصنف او ترجمه کونکي دواړو ته ډېر اجرونه ورکړي موږ داسې فايده منو معلوماتو ته ډېر ضرورت لرو.
د ډېر وخت نه په دې لټه کې وم چې په پښتو ژبه د اسلام او سياست په اړه څه وګورم، خو تر اوسه مې داسې ليکنه نه وه ليدلې چې زړه مې ورباندې اوبه شي، اوس چې مې ستاسی دا ليکنه و کتله نو ډېر مې زړه خوشحاله شو او دا وعده کوم چې همدا مضمون به زه تر وروستۍ برخې پورې ګورم.
او که دا برخې ټولې سره راټولی کړل شي او يو مختصر کتاب ورڅخه وليکل شي او په مکتبونو او پوهنتونو نو کې په درسي شکل ولوستل شي نو زما په فکر دا به زده کونکو ته ډېره ګټه ورسوي.
ستاسو څخه ډېره شکريه
ستاسو دا مضمون ډېر ګټور دی، او موږ ورڅخه ډېره ګټه اخلو، د کوم وخت څخه چې ستاسو دا سلسله شروع شوې ده زه يې پر لپسې ګورم او بيا يې په صنف کې د خپلو استادانو او ملګرو سره شرېکوم.
اسدالله. د پېښور پوهنتون
مولوي صاحب الله تعالی دې اجرونه درکړي،خپله ټولنه او روان حالات دې په ژوره توګه درک کړي، عملي ګام دې هم اوچت کړی الله دې مونږ ټول ستا په لاره روان کړی او تاته دې خدای ج له دې د زیاتو اسلامي لېکنو چې د اوسنی عصر سره په برابرو مسایلو وې تو فیق درکړی مونږ دې په حدمت کې
ښاغلی عزام صاحب نه پوهيږم څه ډول دې مننه وکړم خو دومره به ووايم چې الله پاک دې په عمر برکت کړه، پر همدې موضوع مې چې ستاسو لومړنۍ ليکنه وکتله ډېره په زړه پورې وه او بيا مې چې د برخو ټکی ولوست؛ نو هوډ مې وکړ چې هرو مرو به ستاسو ليکني تعقيبوم او له هغې ورځې راهيسې چې هر ځل انټر نټ ته کينم د افغان بنسټ ويب پاڼه را خلاصوم او د نورو په زړه پوري ليکنو ترڅنګ مې ستاسو ليکنو ته دېره تلوسه وي.
بيا دې هم مننه کوم الله دې په عمر برکت کړه
الله جل جلاله دې ليکوال او ژباړن دواړو ته اجر ورکړي.
د اسلام او سياست په ډګر کې دا ډول ليکنې ډېرې کمې وې، موږ چې کله په پوهنتون کې د يوسف قرضاوي رحمه الله کتاب فقه سياسي لوست، نو زموږ استاذ دکتور عبدالصبور فخري صاحب به ويل چې د سياست په ډګر کې دغه لومړنی منظم ليکل شوی کتاب دی؛ خو اوس ډېر خوښ شوم چې په دې ډګر کې يوه بله په زړه پورې علمي زياتونه وينم.
هو کېدای شي چې د سياست په اړه به ډېرو علماوو او پوهانو ليکنې کړې وي؛ خو د هر چا ليکنه په خپل ځای او مهمه ده.