وروستي:

راجه پروېز اشرف د پاکستان نوى لومړى وزير شو

د پاکستان ولسي جرگې ريسې فهميدې مرزا اعلان وکړ چې د واکمن پيپلز گوند نوماند راجه پروېز اشرف يې په لوى اکثريت د نوي لومړي وزير په توگه منلى دى.

له ٣٤٢ رايو څخه راجه پروېز اشرف ته ٢١١ رايې ورکړل شوې.

راجه پروېز اشرف د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى او د پيپلز گوند يو له ډيرو پخوانيو غړيو څخه دى.

اصلآ د پينډۍ د گوجر خان تحصيل اوسېدونکى دى خو پلار يې د پاکستان د جوړېدا په لومړيو کې سند ايالت ته درسمي دندو لپاره تللى و.

دى په ١٩٥٠ کال کې د سند ايالت په سانگهړ کې زيږيدلى و.

دۀ د سند په پوهنتون کې زده کړې کړي دي او د پوهنتون له بشپړېدا سره سم بيرته گوجرخان ته ستون شو او د سياست ډگر ته يې ودانگل.

په ٢٠٠٢ کال کې په لومړي ځل د پاکستان د ولسي جرگې غړى شو.

په ٢٠٠٨ کال کې يې د يوسف رضا گيلاني په کابينه کې د اوبو او برېښنا د وزير په توگه کار وکړ.

دۀ له پاکستانيانو سره ژمنه کړې وه چې د برېنښا کمښت به ختموي خو دا ژمنه يې پوره کړه.

د وزارت په ترڅ کې پر دۀ د رشوت تورونه هم ولگېدل.

بي بي سي پښتو

1 څرګندونه on راجه پروېز اشرف د پاکستان نوى لومړى وزير شو

  1. دي غله ته نوې موکه ورکړل شوه د بجلی په وزارت کې سمه غلا نه وه کړي

Comments are closed.