د حضرت عثمان ذي النورين رضي الله عنه وصيتونه
د راشده خلفاوو وصيتونه (دريمه برخه)
د حضرت عثمان ذي النورين رضي الله عنه وصيتونه
د علاء بن فضل مور وايي: د حضرت عثمان رضي الله عنه له شهادت وروسته خلکو د هغه خزانه وپلټله؛ نو يو بکس يې تر لاسه کړ چې قلف ورته لګېدلى و، خلکو چې بکس پرانست يو ليک پکې و او داسي ورکې ليکل شوي و :
داد عثمان وصيت دى
بسم الله الرحمن الرحيم
عثمان بن عفان ددې خبرې ګواهي کوي چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته، هغه يوازې دى او هيڅ سيال نه لري، حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د هغه بنده او رسول دى، جنت حق دى، دوزخ حق دى او د قيامت په راتلو کې هيڅ شک نشته، الله جل جلاله به په هغه ورځ ټول خلک له قبرونو را پورته کوي، بې له شکه الله جل جلاله خپله ژمنه پوره کوي
عثمان په دې ګواهۍ ژوندى دى، په دې به مري او که خداى کول په همدې ګواهۍ به راپورته کيږي ([1]).
نظام الملک په يو روايت کې همدا حديث راوړى او وايي: د ليک پر شا داتوري هم ليکل شوي و:
غنى النفس يغنى النفس حتى يجلها، وان غضها حتى يضربها الفقر
د زړه مړښت سړى مړوي، تردې چې لويه مرتبه ورکړي، سره له دې چې دا مړښت هغه دومره تاواني کړي چې نيستي ته يې کښينوي .
وماعسرة فاصبرلها ان لقيتها بكاينة الاسيتبعها يسر
کومه سختي چې درباندې راشي په هغې صبر کوه ! ځکه چې له هرې سختۍ وروسته اساني راځي.
ومن الايقاس الدهر لم يعرف الاسى وفى غير الايام ما وعد الدهر
څوک چې د زمانې سختۍ نه ګالي هغه کله هم د غمخورۍ له خونده نه وي خبر، دزمانې په سختيو الله د هر څه ورکولو ژمنه کړې ([2]).
شداد بن اوس رضي الله عنه وايي: د حضرت عثمان رضي الله عنه کور چې د باغيانو له خوا کلابند شو؛ نوله دېواله يې سرراپورته کړ اوداسې يې وويل: اى د خداى بندګانو ! راوي وايي : ما حضرت علي رضي الله عنه وليد چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم پټکى يې په سر و او توره يې په غاړه ده له کوره را ووت ، وړاندي د مهاجرو او انصارو صحابه وو يو ډله ولاړه وه چې حسن رضي الله عنه او ابن عمر رضي الله عنه هم ورسره وو، دغو صحابه وو پر باغيانو حمله وکړ ه او د حضرت عثمان د کور کلابندي يې ماته کړه، حضرت علي رضي الله عنه کورته ورغى او حضرت عثمان رضي الله عنه ته يې وويل: يا امير المؤمين! په تادې سلام وي! رسول الله ددين لوړ والى هغه وخت تر لاسه کړ چې منونکي يې ځان سره کړل او دنه منونکو وژنه يې پيل کړه، والله چې داباغيان به تا ووژني! نو اجازه راکړه چې موږ ورسره وجنګيږو.
حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل : څوک چې د الله حق پرځان مني او زما د حق اقرار هم کوي، هغه ته زه قسم ورکوم چې زما له امله دې نه خپله او نه دې د بل چايو څاڅکى وينه تويوي.
حضرت علي رضي الله عنه بيا همدا غوښتنه وکړه؛ خو حضرت عثمان رضي الله عنه د جنګ کولو اجازه ور نکړه، نوموړى له دروازې راووت او ځان سره يې وويل : اى خدايه ! ته پوهيږې چې مونږ خپله ټوله خواري وکړه!
بيا چې د لمانځه لپاره جومات ته ننوت، خلکو ورته وويل: ابو الحسن! وړاندې شه جمعه راکړه! حضرت علي رضي الله عنه وويل: د امام کور کلا بند دى؛ نو زه تاسو ته لمونځ نشم درکولاى اويوازې به درېږم، له لمانځه وروسته ګوري چې حسن رضي الله عنه رامنډې وهي ويل ابا! باغيان د حضرت عثمان رضي الله عنه کورته په زور ورننوتل ، حضرت علي رضي الله عنه وويل : انا لله وانا اليه راجعون! په الله قسم هغوى خو به عثمان رضي الله عنه ووژني! ځينوخلکو له نوموړي نه پوښتنه وکړه چې که حضرت عثمان شهيد شي نو چيرې به ځي؟
حضرت علي رضي الله عنه وويل: په جنت کې به د الله ځانګړی نږديکت تر لاسه کوي، هغوى وويل: وژونکي به يې چيرې ځي؟ حضرت علي رضي الله عنه دري ځله وويل : په الله قسم دی چې هغوى به دوزخ ته ځي([3]).
ابو سلمه بن عبدالرحمن رحمه الله وايي: باغيانو حضرت عثمان رضي الله عنه کلا بند کړى و؛نو ابوقتاده رضي الله عنه له يو بل صحابي سره کورته ورغلل، دواړو ترې د حج اجازه وغوښته، هغه اجازه ورکړه، بيادوى پوښتنه ترې وکړه چې که دا باغيان برلاسي شي مونږ د چا ملګري شو؟ حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل: د مسلمانانو د عامي ډلي ملګري شئ!
هغوى وويل: که باغيان برلاسي شي او دمسلمانانو عامه ډله جوړه کړي بيا مونږ دچاملګري شو؟
حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل: د مسلمانانو د لويې ډلي ملګرتيا کوئ، که هغه دهرچاډله وي، راوي وايي : مونږ بهر را ووتو، په دروازه کې حسن بن علي رضي الله عنه په مخه راغى اوغوښتل يې چې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورشي نو مونږهم بيرته ورسره وګرځېدو تر څو معلومه کړو چې دى څه ورته وايي ، حسن رضي الله عنه سلام وکړ او ويې ويل :
اى اميرالمؤمنين! تاسوچې مونږ ته څنګه لارښوونه کوئ مونږ تيار يو، حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل : اى زما وراره ! ته بيرته لاړشه او په کور کښينه ترڅو خداى پاک پرېکړه کوي.
دی وايي: مونږ بهر را ووتو، په دروازه کې عبد الله بن عمر رضي الله عنه په مخه راغى ، هغه هم عثمان رضي الله عنه ته را روان و، له هغه سره بيا راستانه شوو تر څو واورو چې عثمان رضي الله عنه ده ته څه وايي، ابن عمر رضي الله عنه سلام وکړ او ويې ويل: اى امير المؤمنين! زه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره اوسېدلى يم او د هغه مې هره خبره منله، بياله ابوبکرصديق رضي الله عنه سره وم، د هغه مې هم پوره فرمانبرداري وکړه، بيا له حضرت عمر رضي الله عنه سره وم، د هغه مې دوه حقونه پر ځان منل، يو دپلار توب حق او دوهم د خلافت، اوس زه ستاسو پوره منونکى يم ، تاسو چې څه غواړئ ماته يې امر وکړئ!
حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل : اى د عمر رضي الله عنه بچيه ! الله دې تاته ډېر خير درکړي، زه دچا وينو تويولو ته اړتيا نه لرم.
ابوهريره رضي الله عنه وايي: زمونږ يو ملګرى د باغيانو له لوري په غشي ولګيد؛ نو ما حضرت عثمان رضي الله عنه ته وويل : اى اميرالمؤمنين ! هغوى زمونږ يوملګرى وواژه؛ نو مونږ ته اوس جنګ کول روا دي، راته يې وويل : اى ابوهريره ! زه تاته قسم درکوم چې خپله توره وغورځوه که هغوى زما وژل غواړي نو زه خپل ځان ورسپارم او د نورو خلکو ژغورل غواړم .
ابوهريره رضي الله عنه وايي : ما خپله توره وغورځوله او بيا مي تر اوسه هماغه توره ونه ليدله([4]).
ليکنه: نوميالی بلندوی مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله
ژباړه: مولوي عبدالحق حماد
(د صحابه وو ژوند) د کتاب يوه برخه
([1] ) (اخرجه الفضائلى الرازى عن العلاء بن الفضل).
([2] ) (كذا في الرياض النفره في مناقب العشره للمحب الطبرى ٢ / ١٣٣).
([3] ) (اخرجه ابو احمد كذا في الرياض النضره في مناقب العشره ٢ /١٢٨).
([4] ) (اخرجه ابو عمر كذافي الرياض النضره في مناقب العشره ٢ /١٢٩).