وروستي:

د پاکستان سترې محکمې لومړی وزیر بې صلاحیته کړ

د پاکستان سترې محکمې د ټاکنو عالي کمېسیون ته امر کړی چې لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني بې صلاحیته اعلان کړي.

دوه میاشتې وړاندې یوسف رضا ګیلاني د سترې محکمې له لوري د ولسمشر د فساد په دوسیه کې د پلټنو د نه امر ورکولو په تور ورغوښتل شوی و.

اوسمهال د پاکستان پیپلز پارټي د ښاغلي ګیلاني د ځایناستي ټاکلو پر سر بحث کوي.

د پاکستان پارلمان پیپلز پارټي تر نورو هغو ډېر استازي لري.

سترې محکمې په تېر اپریل کې د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د بې واکه کولو غوښتنه کړې وه.

دغه قضايي ارګان اوس د ټاکنو عالي کمېسیون ته امر کړی چې د لومړي وزیر د ګوښه کولو فرمان وکړي.

سترې محکمې دا پرېکره وروسته تر هغه وکړه، چې د ملي شورا رییس ترې د ښاغلي ګیلاني د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوه ده.

د پاکستان پوځي ځواک په هېواد کې د ملکي حکومت پرتله ډېر نفوذ او واک لري.

د تېر ۲۰۱۱ په دسمبر کې سترې محکمې د ملکي حکومت، په تېره بیا د لومړي وزیر د دوسیې د څېړلو لپاره دوه ناستې کړې وې، چې تر ډېره دا ګمان کېده چې له ګیلاني د استعفا غوښتنه وکړي.

لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ویلي وو، چې دسیسه جوړوونکي د حکومت د ړنګولو پلان لري، خو نوموړي نېغ په نېغه پوځ ته د تور ګوته ونه نیوله.

بی بی سي پښتو