وروستي:

دسعودي ولسمشر عبدالله بن عبدالعزیز امیر سلمان خپل ولیعهد وټاکه

 

نن دسعودي ولسمشر  په یوه ملکي امر کې ویلي دې چې خپل ورور امیر سلمان بن عبدالعزیز یې خپل ولیعهد

اوځای ناستی ټاکلی دی، له دې سره يې  د دفاع  وزیر او د وزیرانو دشوري مرستیال هم ټاکلی دی، اواحمد بن عبدالعزیز آل سعود يې  د کورنيو چارو وزیر ټاکلی دی .

احمد سلمان په خپله لومړنۍ وينا کې ويلي چې (زه له الله سره ژمنه کوم، چې لومړی به خپل دین او بیا خپل هېواد ته مخلص اوسم،  او د هیواد هغه ثوابتو ته به وفادار اوسم چې په قران او سنت ولاړدي ، او دالله په مرسته به له دي لاري وانه وړم.

داخبر د سبق . ریاض په نامه یوي سعودي ورځپاڼي په خپله انټرنیټي ویب پاڼه کې خپور کړی دی .

حامد افغان