په مصر کې اسلامپاله ګوند خپل بری اعلان کړ
افغان بنسټ: د مصر د ولسمشريزو ټاکنو په دوهم پړاو کې د اخوان المسلمين د ګوند (حزب الحرية والعدالة) مشر محمد مرسي اعلان وکړ چې د ولسمشريزو ټاکنو په دوهم پړاو کې بريالی دی؛ خو د نوموړي مقابل لوری او د حسني مبارک د دورې لومړي وزير احمد شفيق د ښاغلي مرسي پر برياليتوب شک ښودلی .
محمد مرسي په یوه خبري ناسته کې وویل، چمتو دی چې د مصر له ټولو ډلو سره یوې هوکړې او جوړجاړي ته ورسېږي.
نوموړي له مصري وګړو په مننې سره وویل: “له ټولو مصري وګړو د زړه له کومي مننه کوم او هیله لرم چې ټول سره یو موټی شو او خپل راتلونکی پخپله جوړ، دیموکراسي، ازادي او امنیت راولو.”
هغه دا هم وویل چې “هرچا چې هو او هر چا چې نه ویلي، ټول زموږ د کور وګړي دي او زما په زړه ځای لري،. … که له تاسې لیرې یم، خو خدمت ته مو هروخت چمتو یم. “
مرسي وویل راتلونکې کې به بدلونونه راځي او دی به د ټیکاو راوستو او د مصري ټولنې د ستونزو د هواري لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
د محمد مرسي انتخاباتي کمپاین ویلي چې نوموړي ۱۲ میلیون او ۷۴۳ زره رایې ګټلې، حال دا چې سیال یې احمد شفیق ۱۱ میلیون ۸۴۶ زره رایې خپلې کړې دي.
د مرسي د انتخاباتي کمپاین همغږي کوونکي احمد عبدالعاطي وویل بهر کې د مېشتو مصريانو د رایو له اضافه کولو وروسته، د مرسي د رایو پایله ۵۲.۵ شوه، خو د شفیق د پلویانو رایې ۴۷.۵ وختله.
تر دې وړاندې پارلماني انتخاباتو کې هم نږدې پنځوس سلنه چوکۍ همدې ګوند ترلاسه کړي وې؛ خو تېره ورځ د مصر عسکري شورا پارلمان منحل اعلان کړ چې په غبرګون کې يې ډېری مصريانو ناخوښي څرګنده کړه او محمد مرسي له عوامو غوښتنه وکړه چې د پاڅون ساتنه وکړي.
د اوسنيو ټاکنو رسمي اعلان به د جون په يويشتمه نېټه کيږي او نظامي شورا ويلي چې د جون تر دېرشمنې نېټې به بريالي کانديد ته واک سپاري، خو په يو تازه پرختګ کې ويل شوي چې نظامي شورا د هېواد يو شمېر مهمې پرېکړې لکه د قانون جوړونې او بوديجې واک تر همدې شورا پوري تړلي دي او ويلي يې دي چې ترڅو يو منظم اساسي قانون وجود ونه لري پارلماني ټاکني شوني نه دي.
که دخپلواکۍ او عدالت ګوند بريالی شي، ښايي په وړاندې ډېرې ننګوني ولري، او دا به وکتل شي چې د يو واکمن نظامي ځواک ترڅنګ څه ډول خپلو اهدافو ته ځان رسوي؟؟
راپور: عبدالحق حماد
الحمدلله ثم الحمدلله، ای لويه خدايه زه څه ډول ستا شکر او ستاينه ادا کړم، دا خو د ډېرې خوښۍ او کاميابۍ خبر دی؛ الله جل جلاله دې په بشپړه توګه بری ورکړي، څو وکولای شي چې د اسلامي احکامو په پلي کولو کې څه ستونزه ورته پيدا نه شي، زما په ياد دي یو ځل په پاکستان کې هم دغسي اسلامپالو په څو ايالتونو او پارلمان کې ډېرې رايې وګټلې؛ خو په پارلمان کې بيا پاتې راغلل، د پارلمان مشر، صدراعظم او ولسمشر هر څه بيا له غير اسلامپاله ګوند څخه وو؛ دوی بيا تر اخره ونشو کولای چې یوازې په پښتونخوا ايالت کې اسلامي شريعت پلي کړي، لږ توپير راغلی و، خو هغومره هم نه و لکه چې د خلګو هيله وه، هره ورځ به د پښتنونخوا ايالت سينير وزير سراج الحق صاحب د پاکستان سترې محکمې ته روان و، چې د پښتونخوا ايالت د محکمو نظام دي شرعي شي…. خو تر اخري ونه توانيد… موږ اوس د مصر اسلامپاله ګوند ته په لپه لاسونو دعا کوو چې الله جل جلاله دې سرلوړي او بريالي ولري….