پېښو ته د کتنې لارې چارې
ليکنه: مولوي نورالله عزام
(دکاميابۍ بنسټ)
يوځل په فرانسه کې د کاريګرانو مدير د کاريګرانو ځای ته ورغی، هلته هغوی د يوې ودانۍ په بنسټ جوړونه بوخت ول، نوموړی يوه کاري ګر ته ورنږدې شو او ترې ويې پوښتل: څه کوي؟. . . کاري ګر په غوسه کې ورته وويل:” په دې کمزورو وسايلو لويې او درنې ډبرې ماتوم او د کاريګرو د مشر لارښوونې سره سم يې پر يوبل ووډم او په دې سره ګرمي کې مې پر بدن د سيندنوپه څېر خولې بهيږي ، دې کار ډېر زيات ستړی کړی يم او له همدې امله مې ژوند داسې دی لکه يو ازاد مرغه چې په کپس کې بند وي. مدير دی پرېښود او بل کاريګر ته ورغی ، له هغه يې هم همدغه پوښتنه وکړه، دويم کاريګر په ځواب کې ورته وويل:” زه دا ډبري سره برابروم چې ماتي کړل شي او د کارولو جوګه شي، او بيا د انجينرانو د پلان سره سم همدا ډبري راټولوم ، دا ډېر ستړی او ګران کار دی چې کله نا کله د دې کار له امله زه د ډېرو کړاوونو سره مخ شم؛ خو زه د همدې کار په مرسته خپل او د ميرمني او اولاد نفقه ترلاسه کوم او دا ماته تربيکاري ډېر غوره دی”
تر ده وروسته مدير دريم کاريګر ته ورغی او له هغه نه يې هم ورته پوښتنه وکړه، هغه پورته اشاره وکړه او ورته يې وويل: “آيا ته نه ويني زه داسې دنګې ودانۍ جوړوم چې سر يې اوريځي ته رسيږي!؟”
د پورته درې کاريګرو ځوابونو څخه موږ ته دا څرګنده شوه چې دوی درې واړه يوکار کوي؛ خو نظرونه يې په بشپړډول سره بيل دي.
لکه يو اقتصاد پوه کليمنټ سټون چې وايي: “د خلکو ترمنځ دوه ډوله توپير کولای شو، لومړی هغه خلک چې يوکار ته دقيقه او په ځېره پام کوي چې دا ډېر باريک کاردی او دويم هغه خلک چې د يوشي په اړه مثبت او منفي فکرونه کوي چې دا هم ډېر ستر کار دی”
راځه چې اوس له تا وپوښتم. . .
آيا ته خوښوې چې خلک پرتا راټول شي؟
آيا ته پر خلکو داسې باور کوي لکه څنګه چې يې ته خوښوی چې دوی يې پرتا وکړي؟
آيا ته د خپلو نيمګړتياوو مسؤليت په خپله اخلې او که نور ملامتوې؟
آيا ته پرځان باور لرې چې په اسانه موسکی اوسي؟
آيا ته پرځان باور لري چې ټوکې وکړي او د خلکو ټوکې ومني؟
د دې پوښتنو ځوابونه به تاته يوشي ته د کتلو ليد لوری مشخص کړې.
خو شيانو ته کتنه څنګه وي؟، او بنسټ يې څه شی دی؟ ، او آيا بدلون پکې راتلی شي؟
د لومړۍ پوښتني ځواب د ( له ځان سره د خبرو حل لاره) کتاب ليکوال دوکتور “جاډ هلمسټټر” د رايي سره سم داسې دی: ” شيانو ته کتنه د نظر له هغې ليدنې څخه عبارت دی چې په مرسته يې موږ ژوند وينو او همدا د فکر، کړنو او احساس تګلاره ده”
ماته به خپل روزونکي استاذ تل ويل چې: ” يوشي ته ستا نظر به ستا د ژوند انعکاس وي؛ نو که د اتلولۍ په مېدان کې ستا مورال کمزوری وي؛ نو ته به يو کمزوری اتل شي او که ته دا غوره وګڼي چې مورال دې قوي وي؛ نو ته به يوقوي او ځواکمن اتل شي” په حقيقت کې دا هرڅه رښتياو، زما مورال ډېر قوي و له همدې امله زه په مصر کې ډېر وخت يو اتل يادېدم.
که ته د پخوانيو برياليو او نومياليو اسلافو تاريخ وګورې چې تل يې په ژوند کې بری ترلاسه کړی؛ نو وبه مومې چې د دوی ترمنځ ګډ عامل يو و چې هغه شيانو ته د دوې غوره کتنه وه، دوی به پر ناکامي تمرکز نه کاوه بلکې د دوی ترکيز يوازې پر برياليتوب و، دوی به لاملونه نه لټول بلکې حل لاري به يې کتلې.
ماته يو ډېر هوښيار سړي وويل: “شيانو ته ستاکتنه ستا د غوره راتلونکي لار هواروي او دا د پای ټکی نه دی بلکې د ژوند تګلاره ده.”
هو! شيانو ته سهي کتنه په ارزښت کې وروستۍ ټکی دی، دا هغه بيلتون دی چې پايلې سره بېلوي، دا د نيکي کلی دی او دا د اميرانو او سترو انسانانو د برياليتوب تر شا يوازينی راز دی.
هوښياران وايي: يوازينی شی چې د دوو کسانو ترمنځ توپېر راولي هغه شيانو ته سهي کتنه ده، دا کتنه ستا په اختيار کې ده. ته کولای شي موسکی و اوسي. . . ته کولای شي منندوی اوسي. . . ته کولی شي صدقه وکړي او د نوروسره مرسته وکړي. . ته کولای شي ښه زيرک او پوه اوسي . . نو څرګنده ده چې شيانو ته کتنه اختياري ده او همدا اختيار زه او ته کاروو او موږ د همدې اختيار د بدلون واک لرو؛ خو دا هغه وخت چې موږ خپل ځانونه د نفس له واکمنۍ څخه ازاد کړوو.
مولوي نورالله عزام صاحبه ، ډيره په زړه پوری لیکنه ده . په حقیقت کی هم دا ډول ده که نړی ته د ستونزی په نظر وګور نو نړی هم ټول د ستونزو نه ډکه درته ښکاری او که د نړی ژوند د آخرت د توښی لپاره ښه چانس وګنی نو بیا نړی هم ټول درته د خیر کار درته ښکاری .
الله پاک دی په دین او دنیا کی برکتونه کړه .
د داسی نور په زړه پوری لیکنو په هیله
په درنښت
د لوی څښتن څخه په راتلونکي کې لیکوال ته د لا زېاتو لیکنو او د لوی خداي په دربار کې یې د قبولتیا لپاره لاسونه لپه کوم .