امريکايي شرکت آسوس دوه مخه لرونکي ليپ ټاپ کمپيوټر جوړ کړ
جون 2012
نن ټکی آسیا: د ټیکنالوژي یو امریکايي شرکت (asus) دوه مخه درلودونکی لیپ ټاپ (ګرځنده) کمپیوټر جوړ کړی، چي په مټ به یې دوه کسه په یوه وخت هم پر دغه کمپيوټر کار کولای سي، او هم چي کله کمپیوټر کت یا مخ یې بند سي، نو د لیپ ټاپ کمپيوټر څخه به د لوحي کمپيوټر بڼه غوره کوي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په وینا دغه کمپیوټر که له یوې خوا دوه مخه (سکرینونه) لري، بله ځانګړتیا دا لري چي ویب کام (کامیرې) یې هم دوې دي، یوه په مخکني سکرین او بله په شا کي لري،
او دا امکان هم لري چي په یوه وخت کې دوه کارکونکي کار پر وکړي، او د کمپيوټر په کار کي به هم هیڅ نوعه خلل نه راځي.
او همداسي که د کمپیوټر د ننه له خوا کارکونکی وغواړي کولای سي چي د باندي له خوا کارکونکی د خپلو معلوماتو او فایلونو څخه لیري وساتي.
د نیویارک ټایمز په راپور کي راغلي چي دا کمپیوټر نومړي شرکت په دوه جلا جلا سایزونو کي به بازار ته وړاندي سي، چي وړوکی به یې ۱۱.۶ اینچه وي، او غټ به یې ۱۳.۳ انچه وي.
په دغه نوي لیپ ټاپ کې د وینډوز نوي او وروستی ورژن وینډوز۸ انسټال دی، او بهرنی سکرین یې د ګوتي په لمس هم اداره کیدلای سي.
دا خو تیر کال جوړ شوی وو