وروستي:

په اسلام كي د يتيم پالنې ارزښت

ليکنه: مولوي فضل محمد فيضان

په اسلام كي د يتيم پالنې ارزښت

يتيم پالنه د خير او نيكۍ له هغو لويو دروازو څخه ده چې اسلام پرې ډېر ټينگار كړى الله جل جلاله  فرمايي: (يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ)  سورة البقرة الآية 2۱۵

ژباړه: دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې څه شی (خيرات) ورکړي؟ ووايه: هر څه خير چې تاسې يې خیراتوئ نو مور، پلار او خپلوانو او یتيمانو او مسکينانو او مسافرو ته يې ورکړئ او هر هغه ښه کار چې تاسې يې کوئ، نو په رښتيا سره الله په هغه پوهېدونکی دی. (د بقرې سورت ۲۱۵ ایت )

(وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالاً فَخُورًا) سورة النساء الآية 36

ژباړه: او دالله عبادت وکړئ، او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ، او د خپل مور او پلار سره نېکي وکړئ، او (هم) د خپلوانو او یتيمانو او اړو او نږدې ګاونډيانو، او لرې ګاونډيانو او د څنګ ملګرو او لارويانو او د هغو (وينځو او مريانو) سره چې د هغوی مالکان یاست ښېګڼه وکړئ، بېشکه چې الله ځان ستایونکی، کبرجن نه خوښوي. (د النساء سورت۳۶ ایت)

او همدا رنگه د يتيم پالنې د ارزښت او فضيلت په اړه گڼ شمېر حديثونه راغلي دي چې له هغو څخه ځينې دا دي: عن سهل بن سعد رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم 🙁 أنا وكافل اليتيم في الجنة هكذا وأشار بالسبابة والوسطى وفرج بينهما) رواه البخاري قال الحافظ ابن حجر في شرح الحديث: [قال ابن بطال : حق على من سمع هذا الحديث أن يعمل به ليكون رفيق النبي صلى الله عليه وسلم في الجنة ولا منزلة في الآخرة أفضل من ذلك]، ثم قال الحافظ ابن حجر: وفيه إشارة إلى أن بين درجة النبي صلى الله عليه وسلم، وكافل اليتيم قدر تفاوت ما بين السبابة والوسطى وهو نظير الحديث الآخر 🙁 بعثت أنا والساعة كهاتين ) الحديث.

ژباړه: د سعد له زوى سهل رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: زه او د يتيم پالونكى به په جنت كې په دې ډول يو او بيا يې په مسواکي او منځنۍ ګوتو (داسې) اشاره وکړه چې په منځ کې يې څه بېلوالی وو. (بخاري يې روایت کړی دی)حافظ ابن حجر رحمه الله د دې حديث په شرحه كې وايي چې ابن بطال ويلي دي: پر  هغه چا چې دا حديث واوري لازمه ده چې عمل ورباندي وكړي ، څو په جنت كې د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره ملگری او يو ځاى شي او په آخرت كې تر دې غوره مرتبه نشته. او بيا حافظ ابن حجر رحمه الله فرمايي چې: زموږ استاد د ترمذي په شرحه كې ويلي چې: ښايي دا تشبيه به جنت ته په داخلېدو كې وي. او يا دا چې د يتيم د پالونكي منزلت او مرتبه رسول الله صلي الله عليه ته په نږدې كېدو كې ده. او يا دا چې دا تشبيه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته په دې كې ده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم هم يو داسي ولس او قوم ته راليږل شوى چې دوى د خپل دين په كارونو نه پوهيږي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم د دوى پالونكى، معلم او لارښوونكى دى. همدارنگه د يتيم پالونكى د يو داسي چا سرپرستي او پالنه ترسره كوي چې د دين او دنيا په كارونو نه پوهيږي. نو دا پالونكى دي يتيم ته لارښوونه كوي، زده كړه وركوي او ښه ادب ورښيي نو دا مناسبت په نوموړي شكل ښكاره شو.

په بل حديث كې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي : هغه څوك چې د مسلمانانو په منځ كې يو يتيم په خوراك او څښاك كې خپل ځانته رانږدې كړي (له يتيم سره يې وخوري او وڅښي) تر هغه وخته پوري چې دا يتيم له دې سړي څخه بې پروا(موړ او بې ضرورته) شي نو ده ته به جنت واجب شي (خامخا به جنت ته داخليږي).

ابودرداءرضي الله عنه وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يو سړى راغى چې د خپل زړه له سختوالي يې شكايت ورته وكړ چې زما زړه سخت دى نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ايا دا خوښوې چې ستا زړه نرم شي او خپل حاجت پيدا كړې؟ (ستا مشكل حل شي؟) نو پر يتيم رحم او مهرباني وكړه او پر سر يې لاس را تېر كړه او له خپلو خوړو څخه خواړه وركړه زړه به دي نرم شي او خپل حاجت به حل شوى پيدا كړې.

له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: هغه څوك چې د كونډو او مسكينانو په خدمت او غم خوارۍ كې هڅه كوي داسې دى لكه د الله جل جلاله  په لار كې ريښتنى مجاهد، روايت كوونكى وايي چې زما گومان دا دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د ده په تشبيه كي داسې وويل چې: او يا داسي دى لكه هغه څوك چې همېشه په عبادت كې اخته وي او نه ستړى كېږي او لكه هغه روژه لرونكى چې همېشه يې روژه وي او نه يې ماتوي.

هغه څه چې د يتيم پالنه پرې ترسره كېږي په لاندې ډول دي:

  1. يتيم خپلې غېږې ته را نږدې كول ياني له ځان سره خپلې كورنۍ ته را نږدې کول او گډول.
  2. پر هغه باندي مال مصرفول (خرڅه ورباندې كول)
  3. د هغه تربيت او روزنه كول.
  4. هغه ته ادب او ښه اخلاق ورښودل څو هغه بلوغ او ځوانۍ ته ورسېږي.

ځكه كله چې يتيم د بلوغ او لوى والي منګ ته ورسېږي نو يتيم نه شمېرل كېږي او نه د يتيم احكام ور باندې مرتب كېږي.

دا پورتنى كفالت او پالنه په لوړه درجه كې راځي ځكه د يتيم پالونکي سره د خپل اولاد په شان تعامل او چلند كوي يعنې خرڅه ورباندې كوي.

نو د يتيم دا ډول پالنه د صحابه وو په زما نه كې ډېره ارزښتناكه بلل كېده لكه څرنگه چې د يتيم پالنې په هكله د احاديثو له مطالعې څرگندېږي چې صحابه كرامو چې له ښكاره او واضحو مثالونو څخه يې ځينې دادي:

يو حديث له زينب رضي الله عنها څخه روايت دى (چې د عبدالله ابن مسعودرضي الله عنه مېرمن ده) دا وايي: چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمايل چې: اى د ښځو ډلې او ټولنې تاسو صدقه كوئ كه څه هم ستاسو له گاڼو(زېوراتو) څخه وي دا وايي چې زه عبدالله بن مسعودرضي الله عنهما ته راغلم نو ما ورته وويل چې فقير سړى او د لږ مال خاوند يې او رسول الله صلي الله عليه وسلم  موږ (ښځو) ته په صدقه وركولو باندي امر كړى دى نو ته ورشه او پوښتنه ورڅخه وكړه چې كه زما ذمه او غاړه خلاصېږي دغه مال به تاته دركړم او كه نه نو بيا به يې نورو مستحقينو ته وركړم، زينب رضي الله عنها وايي چې عبدالله بن مسعودرضي الله عنهما ماته وويل چې په خپله ورشه او ورڅخه پوښتنه وكړه، زه ولاړم نو هلته د رسول الله صلي الله علیه وسلم په دروازه كې يو بله ښځه چې له انصارو څخه وه ناسته وه هغې هم زما په شان پوښتنه درلوده په داسې حال كې چې رسول الله صلي الله عليه وسلم باندې زيات بوج او زېات كار اچول شوى وو يعنې په عادي حالت كې نه وو،  موږ ته حضرت بلال رضي الله عنه راووت موږ ورته وويل چې ورشه رسول الله صلي الله عليه وسلم  ته ووايه: دوې ښځي راغلي پوښتنه كوي چې ايا صحيح او روا ده چې موږ خپله صدقه خپلو خاوندانو او هغو يتيمانو ته چې زموږ سره اوسېږي او زموږ په حفاظت كي دي وركړو؟ او دا ورته مه وايه چې دوى څوك دي! حضرت بلال رضي الله عنه ورغى او زموږ پوښتنه يې ورته وويله نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل چې دوى څوك دي؟ حضرت بلال رضي الله عنه ورته وويل يوه ښځه خو د انصارو ده او بله زينب رضي الله عنها ده نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل كومه زينب ده؟ زينبې خو ډېرې دي دوى دواړه څوك وې؟ بلال رضي الله عنه ورته وويل چې د عبدالله بن مسعو رضي الله عنه مېرمن ده نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې د دوى دواړو دوه اجره دي: يو د خپلوى او بل د  صدقې وركولو. دا روايت بخاري او مسلم كړى دى

عمارة بن عمير رضي الله عنه له خپلې ترور څخه روايت كوي چې د ده ترور له عايشې رضي الله عنه څخه پوښتنه وكړه چې زما سره يتيم دى يانې ساتنه او پالنه يې كوم ايا دا راته روا ده چې له مال څخه يې خوراك وكړم؟ نو حضرت عايشې رضي الله عنها ورته وويل چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: هرومرو ډېر پاك خواړه هغه دي چې سړى يې خوري چې له خپل كسب او كار څخه وي او اولاد يې هم د ده له كسب څخه وخوري. داروايت ابوداود او ترمذي كړى دى

د يتيم پالنه په دې سره هم كېږي چې یتیم پالونكى يتيم ته نفقه او خرچه وركړي پرته له دې چې له ځان سره يې يو ځاى كړي. لكه نن سبا چې د ډېرو خېر خوښوونكو خلكو همدا كړنه ده چې يو اندازه نقدي پيسې هغو خيريه ټولنو ته وركوي چې هغوى د يتيمانو پالنه پر غاړه لري. او يا دا چې يتيم له خپلې مور سره وي او اهل خير د دغه يتيم پالنه او نفقه پر غاړه اخلي او نقدي مرسته ورسره كوي او داسې نور…

خو دغه ډول يتيم پالنه د لومړي ډول پالنې څخه په مرتبه كې ټيټه ده چې هغه له ځان سره ساتي نفقه، روزنه او ادب وركول ټول پكې شاملېږي ولې دغه دويم ډول هم د یادو شوو احاديثو مصداق گرځي.

په هر صورت!

د يتيم پالنه دا ده چې د يتيم ټولې اړينې او بنسټیزې اړتياوي د هغه د وطن او چاپېريال سره سم پوره كړل شي لكه: د اوسېدلو ځاى، خوراك، څښاك، جامې، ښوونه ، روزنه او نورې ورته غوښتنې يې چې د يتيم توپیر له غير يتيم سره ونه شي يعنې يتيم د خپل هېواد د خلكو په شان ښه د عزت ژوند ولري كه دغه يتيم پالنه د يتيم له مال څخه وي يا د يتيم پالونكي له مال او يا هم د نورو متبرعينو مسلمانانو له مرستو څخه وي په دريو واړو صورتونو كې كفيل او پالونكى په نبوي احاديثو كې د راغليو فضائلو څخه برخمن كېږي چې دا يوه لويه نېك بختي ده. ((الله جل جلاله دي موږ ټولو مسلمانانو ته له يتيمانو سره د مرستې او پالنې توفيق راكړي))

آمين يا رب العالمين