د حضرت خديجې رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم واده
پنځم لوست
حضرت خديجې سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم واده
د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر چې پنځه ويشتو کلونو ته ورسېد د خپلو نېکو خويونو او غوره اخلاقو له امله حضرت خديجې رضی الله عنها ورته د نکاح بلنه ورکړه، خديجه رضی الله عنها هم د ډېرو ښو اخلاقو او غوره نسب څښتنه او يوه شتمنه مېرمن وه، په (طاهرة) مشهوره وه، له همدې امله ډېرو خلکو ورته د نکاح وړانديزونه کړي وو؛ خو هغې د لوړو خويونو درلودلو له امله محمدصلی الله عليه وسلم د ځان له پاره غوره کړ، پيغمبرصلی الله عليه وسلم يې بلنه ومنله او دغه وخت دحضرت خديجې رضی الله عنها عمر څلوېښت کاله و.
پوښتنې:
۱- حضرت خديجې رضي الله عنها د دومره خلکو په منځ کې ولې رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځان له پاره غوره کړ؟
۲- رسول الله صلی الله وسلم سره د واده پر مهال د حضرت خديجې رضی الله عنها عمر څو کاله و؟
ډير په زړه پوري پرګرام مو شروع کړي دي الله مو کامياپ کړه..د سوالونو جواب
١_خديجه رض د ډيرو ښو اخلاقو او غوره نسب خاونده وه او هغه ده لوړو خووبونو له امله يي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ځان لپاره غوره وباله
٢_د حضرت خديجي رض عمر هغه وخت ٤٠ کاله وه