وروستي:

په افغانستان کې بانکي نظام او اسلامي بانکوالي – لومړۍ برخه

 ليکنه: ډاکټر عبدالشکور هډه وال

په افغانستان کې بانکي نظام او اسلامي بانکوالي

اسلام يو كامل او شامل منهجي تطبیقی  الاهی دين دي , پیغام ئی هر أړخیزه  أمن أو هدف ئی ابادی تعمیروی ترقیاتی ارزښتونه ، اما غایت ورڅخه  د الله (ج) رضایت دی الله تعالى فرمائي ( الیوم أکملت لکم دینکم وأتممت علیکم نعمتی ورضیت لکم الاسلام دینا ..) کمال ئی دا دی چه هرأړخیزه څانګی ئي په أرزښتمنده مستنده توګه څیړلی ، اوهغی ته ئی معجزوی دپای ټکی ایښی ، بیشکه که دا دینی أړخ وی / او که اقتصادی / او که اجتماعی / اویاعسکری کړنه وی ، هغه ځکه چه دا ټول أړخونه پخپل لمنځ کښی یوکلک تړاو او روښانه ربط د لازم او ملزوم لری ، هیڅکله یود بل څخه نه بیلیدونکی ، او نه پخپل ځان فقط تکی کونکی صفت لری ، د ټولو په شمولیت د تمامیت او تکاملیت صفت زرغونه کیږی ، اود یو په نشتوالی د کمال صفت منفی کوی او مفهوم د کمال په آیت کښی د حقیقی تاویل او تفسیرڅخه په ډډه کوی یائی اوباسی ، او د نعمت مفهوم ئی په : اسلام / مال / اولاد / علم ( پوهی ) اوصحت کښی را ټول کړی ، او رضایت ئی صرف په همدی دین ځکه مشروط او تړلی چی باقی ټول أسمانی دینونه پری منسوخ ، او اعتبار ئی په مختلفو وجوهاتو له لاسه ورکړی او دی لړي ته ئی ( وخاتم النبیین) د پای ټکی ایښی ..

قر آن کریم د جامع او منفرد دستور لقب ځکه حاصل کړی ، چی د ښه با عفته ژوند تیرولو لپاره ئی په هره بڼه کښی ښه باستواره او پیداره قوانین او ضوابط وضعه او د هغی د تطبیق لپاره د زمینه سازی درس ورکوی ، چی د یو بهترین لارښود ترجمانی کوی ، او د هرمشکل د حل کیدو لپاره ئی بغیرله قیده د وخت او ځای څخه نمونۍ پالیسی غوره کړی ، چی جوړونکی ئی خالق او د مخلوق څخه ئی محمد (ص) اختیار کړی ، د مثال په توګه: د فقراوغربت دلمنځه وړولو لپاره ئی زکاة د دین رکن أو عشر والخراج د فقه باب ګرځولی ، أو په صدقه او خیروخیرات کولو ئی دومره ټینګارکړی چه د غټو ګناهونو د ازالی اوتزکیة النفس لپاره ئی ، دهرڅه له مخی أهمترینه ذریعه خودلی .. او قرضی حسنی او امانت بالمثل ته ئی په ټولنه کښی د اعتبار خاص ځای ورپه برخه کړی ، ځکه چی د اقتصاد په پیاوړه کیدو کښی عمده رول لوبوی ، او د اقتصاد اسلامی په کچه کښی د هغی ستون فقری ( د ملا تیر) یادیږی ، همدغه وجه ده چی اسلامي  اقتصاد د مسلمان په ژوند کښی / دومره أرزښت لری لکه څنګه ئی چی عبادت لري / دا ځکه چی اسلام عبارت د أخلاقو / عقیدی / او شریعت (عبادات ) او معاملاتو څخه دی ) يعني د روحانیاتو او مادیاتو ترجمان دی / لکه څنګه چی اسلام / دین او دولت هم دی / مادیات ( مال ) ئی د دین د نشر کیدو (۱) او د هغی د تشخص د قوی کیدو او د مسلمانانو دعامو ضرورتونو د پوره  کیدو وسیله ګڼلی ، او د أهمیت په   سترګه ورته ګوری / أو دعدالت او انصاف په رڼا کښی په غټه پایمنه ئی پاملرنه او پری ټینګارکوی ( ونزلناعلیک الکتاب تبیانا لکل شیء وهدی ورحمة وبشری للمسلمین ) دلته دری کلمی نکری راغلی  , او نکرة په عربی ژبه کښی د شمولیت او عمومیت مفهوم روښانه کوی :

اوله کلمه  : ( تبیانا ) یعنی دا داسی کتاب دی/چی پکښی هرشی روښانه شوی/ أو په هرقضیه ئی تفصیلی رڼا أچولی ..بیشکه كه دا روحانی یا عقیدوی وی ، او که اقتصادی یا مالی  وی ، او رسول (ص) فرمائی ( الدین المعاملة ) ددین یو تړاو د معاملو پوری تعلق او ربط لری او بل آیت کښی راځی ( ان الله یأمرکم أن تؤدوا الأمانات الی أهلها) د خلکو په أمانتونو کښی د ایمانداری او صداقت څخه کار واخلی ، او که سیاسی وی نو رب ئی  داسی مأمور کوی ( أطیعوا الله وأطیعوا الرسول وأولی الأمرمنکم ) د الله (ج) او پیغمبر(ص) څخه وروسته د پادشاه اطاعت وکړی ترڅوچی د بغاوت او فساد مخنیوی وشی ، لکه څنګه چی رسول أکرم (ص) فرمائی ( ..لو ولي علیکم عبد حبشی أسود فأطیعوه ..) کچیرته په تاسی باندی یو تک تور حبشی غلام هم والی مقرر شو نو په  تاسو لازمه ده چی اطاعت ئی وکړی .

او که قضیه عسکری وی ( وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ..) د دشمنانو لپاره ځانونه ښه چمتو کړی ، او که اجتماعی وی ( وتعاونوا علی البر والتقوی ..) د خیرپه کارو کښی همکاری کوی ..

دوهمه کلمه (هدی) د هری قضی د څیړلو اوهغی ته د حل د پیدا کولو لپاره لارښونه کوی .

دریمه کلمه ( رحمة ) اوهره فیصله ئی په هره قضیه کښی د رحمت او شفقت په بنا ده

 ( وبشری للمسلمین ) ددینی أحکامو په تطبیقیدو اوهغی ته دعملی جامی ورکولو په نتیجه کښی اوهمدارنګه بالفرض کچیرته چاته کومه قضیه کښی شکلی یا ظاهری نقصان او تاوان ورسیده ، نو یا محمد (ص) زیری پری وکړه چه دا ضرور اجر لری او ضایعه ئی مه بولی ..

أما آحادیث نبوی چی د وحی یوه برخه شمارل کیږی ، لکه څنګه چی الله (ج) ورته پخپل مقدس کتاب کښی اشاره کړی ( وما ینطق عن الهوی ان هو الا وحی یوحی ) دا وحی عبارت د هغی صادقه اود حقیقت په بنیاد واقعی أخباردی ، او د صداقت ثبوت ئی وخت په وخت د لمرغوندی روښانه شوی ، چی وروسته به ورته به ئی په مثالونو رڼا واچوم ..

 لکه د سود حرمت چی څورلس نیم سوه کاله مخکی ورته د ظلم لقب په برخه شوی وه ، پدی زمانه کښی ، دی ظلم یوځلی بیا د بانکونو په ذریعه اورپا اوغربی نړی ولړزوله ، او دا ئی ومنله چی اسلامی بانکداری د سود څخه پاکه او د تقدیر وړ بانکداری ده ، هغه ځکه چی هغه د قرآن کریم او آحادیثو په رڼا کښی پانګونه یا بانکوالی ده …

اسلامی اقتصاد په حقیقت کښی د انسان دژوند د بهتری او بهبود / أساسی عامل ګڼل کیږی اود هغی لپاره د ښه ژوند د برابرولو زمینه برابروی / او دهغه ضرورتونه او روزمره احتیاجات د پاکو او مقدسو ذرایعو په توسط تهیئه کول غواړی ، لکه زکاة چی په اقتصاد اسلامی کښی د ملا د تیرحیثیت لری ( خذ من اموالهم صدقة تطهرهم بها وتزکیهم.. ) په مالونو کښی تری زکاة واخله ترڅوچی سرمایه ئی پاکه او نفسونه ئی د تزکیت او صفت وړ وګرځی ..

دكتور (يوسف القرضاوى) وائی [ فرض الله الزكاة وجعلها من دعائم دين الإسلام تؤخذ من الأغنياء لترد على الفقراء ، فيقضى بها الفقيرحاجاته الأساسية المادية/مثل المأكل و المشرب والملبس والمسكن / وحاجاته النفسية والحيوية / مثل الزواج / وحاجاته المعنوية الفكرية / مثل العلم ، وبهذا يستطيع الفقير أن يشارك فى الحياة الاقتصادية / فالذي يحصل على الزكاة اليوم سوف يصبح بعد ذلك دافعاً لها وهذه هى سُنة الحياة ولن نجد لسنة الله تبديلا .

الله سبحانه وتعالی زکاة فرض کړی او د دین اسلام د ستونو څخه ئی یوه ستنه ګرځولی ، ترڅو چی د مالدارو څخه واخستل شی ، او په فقیرانو تقسیم شی ، پدی هدف چی هغوی پری خپل انسانی جائزخواهشات اوطبیعی ضرورتونه پوره کړی ، لکه خوراک اوسخاک کالی اوکور، نفسی اوغریزوی ضرورتونه لکه واده ،وهمدارنګه معنوی وفکری احتیاجات لکه تعلیم وغیره ترڅو چی وکولی شی چی د نورو سره په اقتصادی ژوند کښی شراکت وکړی او نن د زکاة أخستو په ځای سبا د زکاة ورکولو برخورداره او توانمند شی ، ځکه دا یو الاهی سنت دی او قابل د تبدیلی ندی ..

د بل مثال په توګه : دعمربن عبد العزيز(ض) په زمانه کښی انفردی معیشت او روزمره زندګی دومره پیاوړی شوه ،چی هیڅ فقيرأو مسكين نه پیدا کیدو چی زکاة پری تقسیم شی..

او لکه صدقه الفطر چی پدی مبارکه ورځ ( کوچنی اختر) کښی د هر فامیل د جائز خواهشاتو په پوره کیدو کښی أهم رول لوبوی ..

لکه څنګه چی بیت المال د اسلامی اقتصاد دDeposits  یوه أمینه خزانه یادیږی ، او داسی چینه وه چی همیشه به تری د هرضرورتمند انسان ضرورت پوره کیدو ، د مثال په  توګه : عمربن الخطاب(ض) په یوسپین ږیری ذمی (۱) تیریدو چی دخلکو دروازی ئي وهلی اوسوال یا د خیرغوښتنه ئی کوله ، فقال : ما أنصفناك إن أخذنا منك الجزية فى شبيبتك ثم ضيعناك فى كبرك ، ثم أجرى له من بيت المال ما يصلحه ) دا به د تا سره هیڅ نوع انصاف نوی ، چی په ځوانی کښی مو درڅخه جزیه (۲) أخستله او أوس دی په سپین ږیریدو کښی هیراوضایعه کړو، أو أمرئی وکړو چی ددی ضرورتونه د بیت المال څخه پوره کړی .

 كما كتب عمربن عبد العزيز(ض) إلى عُدَّى بن أرطأة والى البصرة بوصية ورد بها ( و انظرمن قلبك من  أهل الذمة  من كبرت سنه  و ضعفت  قوته وولت عنه المكاسب فأجرعليه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) هغی کافر ته ویل کیږی چی په اسلامی مملکت کښی ژوند تیروی ..

(۲) ذمی د خپل مال څه یو برخه اسلامی مملکت ته ورکوی چی په مقابل کښی دخپل مذهبی شعارو او په اسلامی مملکت د وخت د تیریدو او تعمیروی چارو کښی برخمن شی

من بيت مال المسلمين ما يصلحه )) .

اوهمدارنګه عمر بن عبد العزيز خپل والى عُدَّى بن أرطأة ته داسی وصیتنامه لیکی :د زړه له کومی أهل الذمة ته وګوره، اوپام پری کوه اوهرڅوک چی پکښی سپین ږیری او کمزوره شو د بیت المال څخه ئی ضرورت پوره کړه .

 أما اسلامي بانکداري چی د نوي عصر اسلامی اقتصاد مور یادیږی / لکه څنګه چی په بانکی سکتور کښی / د یو سپین انقلاب حیثیت لری . ځکه چی دا مختلفی طبقی د خلکو د پیسو په ذریعه په مختلفو اسلامی تجارتی اصولو کی شریکوی ( كَيْ لا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ ) ترڅوچه پیسی او مال صرف د مالدارو په لمنځ تبادله او سرمایه ګزاره نشی بلکی فقیرانوته هم د پانګونی چانس ورکړل شی (۱) ترڅو چی هغوی هم تری مستفید شی ..

اسلامي بانکداري ته دغه باروسوخه ځای او ځلانده مرکزیت / چا د ډالی په شکل کښی ندی وربښلی ، بلکی پخپل  معجزوی / او دهغی روښانو اصولو په رڼا کښي لکه د سپوږمی موقعیت نیولی په أسمان کښی حاصل کړی..

دا داسی انقلاب دی/ چی د اقتصاد په پیاوړتیا کښی/ نه یواځی په اسلامی  ټولنه كښی / مثبت آثار زرغونه کړی / بلکی په غیر اسلامی هیواودونو کښی لکه بریطانیا وأمریکا هم دغی باوقاره / پاک مالی اقتصادی بانکی نظام خپل شفافیت اوأصالت دهغی میرنیو ورونو (سودی بانکونو) په مقابل کښی چی دهاغی مالی بحرانونو او خطرناكو انساني  بي روزګاریو/ چه د ډیرو بدبختیو اومصیبتونو بنسټ یادیږی / ثابت کړو ، چه پدغی امتیاز ئی مخالفین هم  اعتراف کوی .

بیرته یوځلی  بیا  أولنی  آیت ته رجوع کوو ، او په بل نعمت ئي رڼا أچوو لکه  : مال :

مال یا داری دهغی دوو شیانوڅخه یوشی دی چی د ژوند د ښکلا یو برخه ګڼل کیږی .  الله (ج) فرمائي ( المال والبنون زینة الحیاة الدنیا) مال او اولاد د زندګی زینت و خوبصورتی ده ، نو ځکه انسان ورته توجو زیاته کوی او په شتون ئي علنا یا سرا فخر کوی ، اوهمیشه دا هڅه کوی چی په دواړو کی اضافوالی راولی ، بالخصوص په مال کښی چی البته د  البیع) خرید او فروخت له لاری ، او یا دهغو نورو اقتصادی پیاوړو طریقو په نتیجه کی ترسره کیږی چی په تیریدو د وخت ئی انسان ګټه محسوسولی شی ، نو راځی چی اول د (البیع ) مفهوم واضح کړو :

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) زما په نظرباید مرکزی بانک (  (Center Bankپه ټولوبانکونو دا شرط لازم کړی چی په مجموعی  پانګونه کښی ۴۰-۳۰٪ فیصده برخه دی فقیری اومتوسطی طبقی ته ورکړل شی ، اوکه داسی ونشی ، نو اسلامی بانکونه به پخپل مقصد کښی قاصر، أو سرمایدار به سرمایداره کیږی ، اوغریب به غریبیږی ، او دا په اسلام کښی نه خوښونکی کار دی .

( البیع) په لغت کی د جنس  (سودا) (۱) تبادله کول د مال ( پیسو) (۲) په مقابل کښی .

( البیع) په اصطلاح کښی : هاغی مالی معاوضوۍ قراردات ته وائی چی په نتیجه کی دیوشی یا ګټی ملکیت حاصلول دی ترأبده نه د مؤقت په أساس . چه شرعا داسی تبادلوی قراردات جواز لری . الله (ج) فرمائي ( وأحل الله البیع ) البقرة ۲۷۵. الله (ج) پلورول واخستل حلال کړی . لکه څنګه چی د رسول (ص) څخه پوښتنه وشوه : أې الکسب أطیب کوم کسب ښه او بهتردی ؟ فقال (ص) : عمل الرجل بیده ، وکل بیع مبرور) هغی وفرمایل د سړی دلاس کار، او هره مبارکه سودا .

پلورول واخستل ( البیع) دری ۳ أرکان لری .

۱= د پلورولو واخستلو صیغه ( ایجاب و قبول) ۲ = قرارداد کونکي ( پلورنکی  و اخستونکی ) .                    ۳ = خرڅونکی شی ، او دهغی قیمت (سودا یا سلعه ) او ددی مال د زیاتوالی لپاره انسانان مختلفی لاری او مختلف ذهنونه په کار أچوی تر څو چه پانګونه یا سرمایه ګزاری (الاستثمار) په داسی شیانو کی ترسره کړی چې نه تنها د رب المال (مالک دمال) مال محفوظ شی ، بلکی د اضافه والی ضامن هم شی ،.. نو مخکښی له دینه چه په بانکی سکټور باندی بحث وکړو، دا ضروری ده چه پانګه أچونه یا سرمایه ګزاری ( الاستثمار) څه ته وائي او د څه لپاره ئي انسان کوی ؟

ج/  الاستثمار په وزن د استفعال دی چی طلب د ثمری دی اوهغه د أثمری څخه أخستل شوی لفظ دی :

کچیرته دی په عربی کښی وویل چی \ أثمرالشجر\ نو معنی ئي داده چی ونۍ میوه ونیوله .

او کچیرته دی وویل چی \ أثمرالرجل \ نو معنی ئي داده چی د سړی مال زیات شو، چی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) دا جنس بیشکه که د حیواناتو/نباتاتو/ جماداتو/ یا معدنی طبیعی ذخائرو څخه وی ، أوکچیرته د انسان څخه وی نو شرط پکښی دادی چی غلام  یا وینځه وی ، حال دا چی اسلام ئی بی عوضه ازادول ،  داسی صدقه ګڼلی ، چی سبب د جهنم دخلاصیدو کیږی .

 (۲) پیسی هرهاغی شی ته وائی : چی عامة د شیانو / خدمتونو/ په عوض یا مقابل کښی قابل د قبلیدو وی ، اوهمدارنګه په قرض ورکول کیږی ، أصلی  اوعمده کار د پیسو څخه دادی چی په مقابل کښی  شیان تبادل کیږی . پیسی د ژووند یوضرورت دی نه په ژوند کښی هرشی ، نو لهذا دومره نه أرزی  چی مسلمان پری خپل رب / پیغمبر/ صله رحمی / خفه کړی ، او په دنیا و اخرت کښی سبب د بدبختیو شی ..

هغه عبارت د سرو زرو اوسپین زرو او دهغی حیواناتو اومواشیو څخه دی چی هرکله مالک ئي وغواړی نو نغده پیسه کیدی شی ( یا جوړوی ) دغه مفهوم علماؤ د یوآیات څخه أخستی ، چې الله (ج) ورته په سورة کهف کی اشاره کړی ( وکان له ثمر) د پیسو خاوند وه ددی څخه معلومیږی چی استثمار پخپله ګټی ته نه وا ئي ، بلکی وسیله یا ذریعه د ګټی ده .

دغه استثمار یا پانګه اچونه : ددی لپاره وی چی په نژدی راتلونکی یا لری راتلونکی  کی سبب دمال د زیاتیدو شی ، که دا په اشتراکی ( سوشیلیزم ) یا راسمالی ( سرمایدارانه ) نظام کښی وی ، او که په هرطریقه وی ، أما په شرعی اسلامی نظام کی دغه پانګه أچونه باید په هغو لارو او صیغو ترسره شی چی د شریعت سره متصادم نه وی . الله (ج) فرمائي ( یآیها الناس کلوا مما فی الأرض حلالا طیبا ولا تتبعوا خطوات الشیطان انه لکم عدو مبین)  البقرة ۱۶۸.

دلته الله (ج) خپلوټولوعامو بندګانو( مطلق انسانانو) ته خطاب کوی : چی یاخلکو اوخوری هرهغه حلال أو ښه شیان چی تاسی ته د ځمکی څخه میسرکیږی اولاسته ئی راوړی شی ، اوپام کوی چی د شیطانی لارو متابعت ونه کړی (حرام اوپه حرامه لاسته راوړل) ځکه چی شیطان ستاسو ښکاره دوشمن دی .

لکه څنګه چی اسلامی اقتصاد هغه ټولی غیرمشروع ایکټیوټی یا فعالیتونه حراموی چی په بنیاد أو أساس ئي انسان خپل اقتصاد ته د ترقی او رشد بڼه ورکوی  لکه : سود ، قمار، سیټه بازی ، اختطاف ، غصب , فراډ او دوکه ، د حیلی او چلول څخه کار أخستل ، د مخدراتو او بوتانو کاروبار، په تجارت کی دروغ اوهر هغه نوع معاملی ترسره کول چی تجارت پکښی حرام دی.الله (ج) فرمائي ( انما الخمر والمیسر و الانصاب و الازلام  رجس من عمل الشیطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون )  دغه نوع مال لاسته راوړل د خلکو مال خوړل په باطل دی اودهغی څخه الله (ج) منعی راوړی فرمائي ( و لا تأکلوا أموالکم بینکم بالباطل ) تاسی پخپلو لمنځو کښی یعنی د ( انسانانو په لمنځ کښی) یو د بل مال په ناحقه او باطل مه خوری .

اسلام کښی د پانګی أچونی لپاره بهترینی لاری غوره شوی لکه : خرید اوفروخت شراکت مضاربت ، اجاره ، مرابحه ، استصناع ، اونوری ، چی پخپل ځای کی به پری مفصل بحث وشی . او د هر یوی  لپاره ئي خاص قواعد او ضوابط  وضعه کړی ، ترڅو چه د حرامو څخه مسلمان وژغورل شی . د یاد وړ ده چی اسلام خو صرف په تجارتی برخو کښی هدایات ندی ورکړی ، بلکی په نورو مجالاتو کښی هم خبر ورکوی لکه : په زراعتی کچه  /  صناعتی /  ساختمانی / او نوری برخی چی جائزه پانګونه پری کیدی شی ترسره شی . أو ددی ټولو هلوځلو ضرور څه مقصد اوهدف وی چی انسان ئی ترسره کوی ، نو راځو : د پانګی أچونی آهدافو ته :

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) دبی بی خدیجی(ض) ځلانده مالی رول د اسلام په أولو سختو امتحانی شپو کښی نه هیریدونکی  تاریخ دی ..