د بشري مرستو څانګه
د بشري مرستو څانګه
دافغان بنسټ د اداري جوړښت له مخې د ټولنیزو چارو مديريت څلور آمریتونه (د روغتيايې چارو، د څښاک د اوبو رسولو، د ټول ګټو پروګرامونو او د بشري مرستو آمریتونه) لري.
دمګړی د بشري مرستو آمریت د یتیمانو لپاره د ښوونې او پالنې څو بېلا بېل پروګرامونه تر لاس لاندې لري. چې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو (هلمند، کندهار، زابل، غزنی، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، کاپیسیا، پروان، بغلان، کندز ، غور، بدخشان) او ګڼو ولسوالیو څخه يې اړ او بې وزله یتیمان راټول کړي دي، مجهزې او منظمې لیلیې لري، چې څه د سهار له مهاله په افغان مدرسه کې او څه په افغان ښوونځي کې درسونه وايي، د غرمې له ډوډۍ او لمانځه وروسته دوه بجې ماسپښین بيا افغان مدرسه د خپل مهالوېش او افغان ښوونځی د خپل مهالوېش سره سم په لیلیه کې ښوونيز او روزنيز پروګرامونه پر مخ بيايي، ځینې وختونه د جمعې په ورځ علمي سير (رحله) هم لري.
ياده دي وي چې افغان مدرسه د خوشحال خان مېنې په ج برخه کې د قمبر له څلور لاري سره نږدې پرته ده، چې اوسمهال تر (۸۷) پورې يتيمان او بې وزله زده کوونکي درسونه په کې وايي، د مدرسې زده کوونکو ته کتابونه، کتابچې، جامې او د ژوند نور اړين توکي پر وخت او وړيا ورکول کېږي.
افغان ښوونځی د ابوالقاسم صلی الله عليه وسلم په نوم ليليه او دارالاېتام لري، چې د خوشحال خان مېنې په ب برخه کې د سپین کلي څلورلاري شمال لورته، په درېيمه کوڅه کې پرته ده، ليليه بېله او ښکلي ودانۍ لري، د افغان مدرسې د زده کوونکو په څېر دوی ته هم کتابونه، کتابچې، جامې او د ژوند نور اړين توکي وړيا ورکول کېږي.
د ټولنیزو چارو مديريت د لیلیه زده کوونکو سربېره په ولایتونو (هرات، فراه، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، غزنی، لوګر، میدان وردګ پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان،کاپیسیا، کابل، پنجشیر، پروان، بغلان، تخار، کندز، بلخ، سرپل، بامیان او بدخشان)، او بېلابېلو ولسوالیو کې د یتیمانو د ښه ښوونې او پالنې لپاره میاشتنۍ نغدي مرسته ده تر څو د یتیمانو سرپرستان د همدغه مالي مرستې څخه په ګټه اخستلو یتیمانو ته د ښوونې او پالنې زمینه برابره کړي.د یتیمانو د ښوونې او پالنې لپاره دغه دواړه پروګرامونه په زړه پورې لاسته رواړنې لري.
د ښوونیزو چارو د مدیریت کارکوونکي توانېدلي دي چې بې سرپرسته او اړو یتیمانو ته په افغان ښوونځي کې معیاري زده کړې ورکړي او دا ډو ل هغه یتیمان چې د ډول ډول ستونزو له امله مرکز ته نشي راتللای په خپلو سیمو او کورونو کې ورته د ښوونې او پالنې زمینه برابره کړي.
د ټولنیزو چارو د یتیمانو د روزنې او پالنې پروګرامونه په هېواد کې دننه د یو شمیر بادرده او بااحساسه شتمنو په مټ په مخ بېول کېږي. افغان بنسټ د مالي چارو روڼ او شفاف حساب لري، د حساب روڼتیا او شفافوالی د دې لامل شوی دی چې په لږ و مالي مرستو ډېرو بې سرپرسته یتیمانو ته د ښوونې او پالنې زمینه برابره کړي.
د ټولنیزو چارو د بشري مرستو آمریت د هېواد له شتمنو څخه غوښتنه کوي چې دهېواد د یتیمانو او بې وزلو د ښوونې او پالنې په برخه کې دمرستې له پروګرامونو سره لاس یو کړي او پدې ډول د بې وزله او بې سرپرسته یتیمانو مرسته وکړي.
دا چې دا درې لسېزي مو هېواد او هېوادوال له تپل شوي جګړې سره لاس ګرېوان دي، د سپېڅلي جهاد په وخت کې یې د زیاتو قربانیو په ورکولو سره روسانو ته ماتې ورکړه. د روسانو تر ماتې وروسته بیا هم په ارام پرې نه ښودل شول، د امریکا په مشرۍ ناټو زموږ په هېواد بريد وکړ، د نیونو، وژلو او بې ځایه کړه ولو او کډه کولو لړۍ لاهم په تېزۍ سره روانه ده، ولس مو له ډول ډول ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دی.
پورته ټول خدمتونه افغان بنسټ پدې هیله پلان کړي دي چې پدې برخه کې يې ولس او خاص ډول شتمن یواځې پرې نږدي، د خپلو ګټو یوه اندازه د الله عزوجل د رضا او خوښۍ لپاره د ولس سره د مرستې په نېت همدې مرکز ته وړاندې کړي او پدې ډول د خپل بې وزله او ځوریدلې ملت خدمت وکړي.
دځینو شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال (۱.۶) میلیونه بې سرپرسته یتيمان شته چې د هېوادوالو او شتمنو مرستو ته اړدي. د ټولنیزو چارو مديريت د هېواد په ملي سوداګرو او شتمنو، او له دې لارې د نړۍ په ټولو شتمنو مسلمانانو او بشر دوسته خلګو ژغ کوي چې د يتیمانو سره د مرستې کولو په خدمت کې برخه واخلئ. که د هېواد او نړۍ سل زره (۱۰۰۰۰۰) مسلمانان د میاشتې زر ، زر افغانۍ له یتیمانو سره مرسته وکړي نو ددغې مرستې څخه به د میاشتې دوه زره دوه سوه دوه ویشت (۲۲۲۲) بې سرپرسته یتیمانو ته هره میاشت څلور زره پنځه سوه (۴۵۰۰) افغانۍ ورسېږي، چې د همدې لارې به( ۲۲۲۲) تنو یتیمانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره او دهغوی له کورنیو سره به مالي مرسته وشي، افغان بنسټ په پوره ډاډ سره وايي چې ستاسي مرستې به په بشپړ روڼ ډول ستاسې د غوښتني سره سم لګوي.
که څوک غواړي چې د هېواد له يتيمانو اوبېوزلو سره مرسته وکړي، کولای شي چې نېغ په نېغه د ټولنيزو چارو له لارې په خپل لاس اړمن کس ته مرسته ورکړي، او يا هم د ټولنيزو چارو په بانکي حساب کې خپله مرسته (زکاة او صدقې) جمع کړي او بيا که کله هم مرسته کوونکی د((دمرستې ځای، اندازه، موده…) په اړه معلومات وغواړي ؛ نو د ټولنيزو چارو مديريت ورته ټول اړین معلومات ورکولای شي.
يادښت:
که غواړئ د افغان بنسټ له لارې خپلې نقدي او نورې مرستې ( زکاتونه او صدقې) يتيمانو او اړمنو ته ورسوئ نو په لاندې بانکي حساب کې يې جمع کړئ. او يا په دغو شمېرو اړيکه ونيسئ.
+93 752 071 233 / +93 702 046 300
Azezi Bank , Kabul Afghanistan |
Acount Tilte: AFGHAN FOUNDATIONAcount Number: AFN: 001901100344173USD:001901200360713 |
السلام علیکم،
لومړی خو ددې بنسټ د جوړونکو نه ډیره زیاته مننه کوم چي د بې وزله افغان ولس دخدمت او کومک دپاره یې یو داسي پلیټ فارم جوړ کړی. الله تعالی دي ددوی دخدمتونو دغه کاروان داغسي روان وساتي. لکه څنګه چي پوپل صاحب پدې کاروان کي د خپلي ونډي اخیستني اراده څرګنده کړې، خدای دي وکړي چي د ټولني د هري برخي څخه افغانان ددې بنسټ سره کومک وکي، که هغه دنغدو پیسو صدقات او زکاتونه وي او که نور.
لوی کندهار
افغانستان
افغان بنسټ د کارکونکو دی خدمت ثوابونه دی الله په دین او دنیا وکړی ایا زه بلی نقدی کومک بله ځه کولاشم د مثال په توګه زه کولاشم چی کمپوټر او یا هم بل مضمون تدریس کړم په افتخاری ټوګه او ستاسو د دا نیکی کار یو برخه شم .
مننه د ځواب به هیله
عبدلقدیر پوپل
لوی کندهار
افغانستان