وروستي:

دعربي ژبې توري

دوهم لوست

 دعربي ژبې توري

 موخه: دعربي ژبې تورو دليک اولوست پېژندنه

عربي ژبه 29 توري لري چې زياتره يې له پښتو تورو سره يوډول دي او ځينې يې په لوستلو کې له پښتو تورو څخه توپير لري، لکه: ث، ح ، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع، ف، ق.

دعربي تورو ليکل او لوستل په لاندې ډول دي:

دليکلو بڼه

ا

ب

ت

ث

ج

ح

خ

د

ذ

ر

دلوستلو بڼه

الف

با

تا

ثا

جيم

حا

خا

دال

ذال

را

دليکلو بڼه:

ز

س

ش

ص

ض

ط

ظ

ع

غ

ف

دلوستلو بڼه

زا

سين

شين

صاد

ضاد

طا

ظا

عين

غين

فا

دليکلو بڼه

ق

ك

ل

م

ن

و

ه

ء

ي

دلوستلو بڼه

قاف

كاف

لام

ميم

نون

واو

ها

همزه

يا

پوښتنې:

۱- دعربي توري څو دي بيان يې کړئ؟

۲- دعربي کوم توري د پښتو له تور سره په لوستلو کې توپير لري؟

۳- دعربي تورو دلوستلو او ليکلو توپير څه دی؟