د يتيم حقوق او پالنه
په تېر پسې…
ليکنه: مولوي فضل محمد فيضان
ښه تربيت
رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته لارښوونه کړې ده چې له کمکيتوب څخه د خپلو اولادونو ښه تربيت وکړي او هغوی په ديني روحيه را لوی کړي.
له هر څه نه وړاندې بايد کمکيانو ته د لمانځه ښوونه وشي، همدا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث کې کړې ده چې وايي: اولادونه مو چې اوو کلونو ته ورسېدل د لمانځه امر ورته وکړئ او چې د لسو کلونو شول؛ د لمانځه په نه کولو يې ووهئ. [ أبو داود ] دلته مقصود وهل ټکول نه دي؛ بلکې د امر جديت ته اشاره ده.
د یتيم شپږم حق:
نفقه
هر پلار مکلف دی چې خپل اولاد ته نفقه پيدا کړي او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ترټولو غوره دينار هغه دی چې يو څوک يې پر خپل اولاد ولګوي.
او د کورنۍ هغه نفقه چې پر پلار واجب ده فقهاوو په لاندې ډول تشريح کړې ده: خواړه، جامې او د اوسېدلوځای. او چې له دې سره تړلي دي هغه: د رضاعت لګښت، درملنه، د زده کړې لګښت او دې ته ورته نور لګښتونه چې په ژوند کې ورته اړتيا وي.
اوس نو چې د کوم ماشوم پلار مړ شي، دغه ټول حقونه يې د پلار وارثانو ته انتقال کيږي او هر وارث ميراث په اندازه مسؤليت لري.
او که پلار يې وارثان نه لرل او نه يې زوی ته په ميراث کې څه پرېښي و؛ بيا د وخت واکمن د دې مسؤليت لري چې بايد د داسې يتيمانو پالنې ته لارې چارې برابرې کړي ، او که واکمنان هم دې موضوع ته پام نه کوي، بيا نو د هغو خيريه ادارو مسؤليت دی چې له مسلمانانو کومکونه راټولوي او په ټولنيزو چارو کې يې لګوي.
د يتيم اووم حق:
پالنه
د يتيم اووم او وروستی حق دا دی چې تر بلوغ پورې د هغه ښه پالنه وشي او دا په درې برخو وېشل کيږي.
لومړنۍ پالنه، د ځان پالنه يې، او د شتمنۍ ساتنه يې.
۱- د کمکي لومړنۍ پالنه د مور پر غاړه وي او دا پالنه د کمکي له زوکړې بيا تر يو څو کلونو پورې وي او دا چاره يوازې مېرمنې ترسره کولای شي.
۲- له لومړنۍ دورې وروسته د کمکي دوهمه دوره پيل کيږي چې دې ته د تربيت دوره ويلای شو، د کمکې دا دوره چې له زوکړې څلور يا پنځه کاله وروسته پيل کيږي، د پلار پر غاړه وي او په دې دوره کې پلار د مور په پرتله ډېره ونډه لرلای شي.
اوس نو چې د کوم کمکي پلار نه وي، دغه ټولې چارې يې د پلار د وارث پرغاړه وي.
۳- کوم يتيم چې له پلار نه ورته شتمني پاتې شوې وي، ولي يې حق لري چې هغه په خپل واک کې واخلي او ترڅو چې يتيم بلوغ ته رسيږي دهغې ساتنه وکړي، او د دې له پاره چې که يتيم ته په کم عمر کې د هغه شتمني په لاس ورکړل شي؛ نو د نه تجربې او کم عقل له امله به خدای مه کړه هغه بې لارې شي او په بېځايه او ناوړه کارونو به يې ولګوي، په دې هکله اسلام د يتيم پالونکوته لارښوونه کوي چې د هغه شتمني په خپل واک کې واخلي، او چې کله يتيم بلوغ ته ورسيږي يوځل دې وازمويي چې په خپل ښه او بدو پوهېده ؛ نو شتمني دې يې ور وسپاري او هيڅ ډول خيانت دې پکې نه کوي؛ ځکه چې د يتيم د حق خوړونکو په اړه په قرآنکريم کې سخت وعيد راغلی، الله پاک فرمايي: ان الذين ياکلون اموال اليتامی ظلما انما ياکلون في بطونهم نارا وسيصلون سعيرا. [النساء: ۱۰]
ژباړه: خبره دا ده چې څوک د يتيمانو مالونه په ظلم خوري نو بې شکه دوی په ډکو ګېډو اور خوري او ژر به تاوجن اور ته ننوځي.
د يتيم پالنې ګټې او لاسته راوړنې:
۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه او د يتيم پالونکی به په جنت کې د لاس د دوو ګوتو په شان سره نږدې يو.
۲- رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: څوک چې د يتيم پر سر لاس را تېر کړي؛ نو چې څومره وېښته يې د لاس لاندې راشي، الله پاک هغومره ثوابونه ورکوي.
۳- بل حديث کې فرمايي: که غواړئ د زړه سختوالی مو ورک شي او اړتياوې مو پوره شي؛ نو پر يتيم رحم کوئ، پر سر يې لاس را تېروئ او خواړه ورکوئ.
۴- رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: په کوم کور کې چې د يتيم ښه پالنه کيږي هغه د الله پاک په نېز ترټولو غوره کور دی.
۵- يتيم پالنه د نېکو اخلاقو ښکاروندی ده.
۶- د يتيم ښه پالنه د مسلمان شتمني پاکوي او برکت پکې اچوي.
۷- د يتيم پالنه د نسل د ساتنې سبب دی او راتلونکو نسلونو ته ښه فکر پرېږدي.
۸- نن د نورو يتيمانو پالنه ستا د سباني يتيمانو د ښې پالنې سبب ګرځي.
پای
محترم مولوي فضل محمد فيضان صاحب زما تر غوږه رسيدلي وه چې تاسو په افغان بنسټ كي يوه څانگه لرى چې د يتيمانو سره نقدي مرسته كوي او تاسي دا مرستي د يو او بل دوست څخه بې له څه شرايطو را ټولوى څو د همدا يتيمانو په كفالو كې مرسته كوونكي هم په ثواب كي شريك شي نو كه تاسي لطف وكړي او په يو بانك كي خپل د اكاونټ نمبر او دهغه بانك نوم دلته وليكئ څو راته د مرسته كولو كار اسانه شي اويا خو مو د دفتر ادرس وليكي نو بيا به نوره هم ښه شي.
ورور جانه له تاسو نه ډېره ډېره مننه، الله جل جلاله دې اجر در کړي. په لاندې لينک کې د ټولنيزو چارو په اړه بشبړ معلومات ليکل شوي دي، د يتيمانو او بېوزلو د بانکي حساب شمېره او اړيکشمېرې هم شته.
(http://afghanfoundation.net/?p=1385)
درنښت