وروستي:

دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم مبارکه زوکړه

دوهم لوست

دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم مبارکه زوکړه

 د ۵۷۰ يا ۵۷۱ ميلادي کال د اګست په دېرشمه چې د ربيع الاول مياشتې له دوولسمې نيټې سره يې سمون درلود د دوشنبې په ورځ سهار مهال د عبدالله په کور کې د الله وروستي استازي دنيا ته په داسې حال کې سترګې وغړولې چې پلار يې اووه مياشتې وړاندې شام ته په لاره په مدينه منوره کې د خپلو ماما خيلو په کور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د پنځه ويشتو کلونو په عمر کې وفات شوی و.

پوښتنې:

۱- حضرت محمدصلی الله عليه وسلم په کومه ورځ پيدا شوی و؟

۲- دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم پلار د هغه له پيدايښت څخه څومره موده وړاندې وفات شوی وی؟