وروستي:

درسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند ته لنډه کتنه

لومړی لوست

 لـومـړی څپرکی

 درسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند ته لنډه کتنه

 دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم دنسب لړۍ

د رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل نوم محمد د پلار نوم يې عبدالله او د نيکه نوم يې عبدالمطلب دی

په خټه قريش او د بنو هاشم له کورنۍ سره تړاو لري د نسب لړۍ يې حضرت ابراهيم عليه السلام ته –چې د خدای پاک ډېر نازول استازی و- رسيږي.

مور يې آمنه د وهب لور د عبدمناف لمسۍ په پنځم پوښت کې يې د نسب لړۍ له خپل خاوند سره ګډيږي، معنا دا چې د پيغمبرصلی الله عليه وسلم مور او پلار دواړه د يوه نسب غړي وو.

 

پوښتنې:

۱- د مور له خوا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نيکه نوم څه و؟

۲- د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مور او پلار نسب په څويم پوښت کې سره يوځای کيږي؟