د يتيم حقوق او پالنه
ليکنه : مولوي فضل محمد فيضان
يتيم د ټولنې هغه مظلوم کمکي ته وايي چې په کوچنيوالي کې د پلار له شفقت او مهربانۍ څخه بې برخې شوی دی او ترڅو چې بلوغ ته رسيږي، يتيم بلل کيږي او د بل مرستې او پالنې ته اړتيا لري، خو دا پالنه د نورو کمکيانو د پالنې په شان نه ده؛ بلکې د دې پالنې په بدل کې هغه څه تر لاسه کيږي چې د ډېرو عبادتونو په پايله کې يې هم مسلمان نشي ترلاسه کولای.
په يو حديث کې راغلي چې يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه او د يتيم پالونکی به په جنت کې د لاس د دوو ګوتو په شان سره نږدې يو.
نن غواړم تاسو سره د يتيم د پالنې او حقوقو په اړه څو خبرې شريکې کړم هيله ده لوستونکي ورڅخه ګټه واخلي او د يتيمانو پالنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د يتيم لومړی حق: ژوند
يتيم ته د ژوند کولو حق ور کول هغه څه دي چې اسلامي لارښوونې يې ټينګار کوي
له اسلام نه وړاندې به ځينو خلکو خپلې لوڼې د پيغور له وېرې ژوندۍ خښولې او ځينو به اولادونه له دې وېرې وژل چې بيا به روزي څوک ورکوي؟ او ځينو به ورته پاته يتيمان له دې امله وژل چې ميراث يې ده ته پاته شي؛ خو اسلام چې راغی دا ټول ظلمونه او ناورواوې يې له منځه يوړې او داسې حکم يې څرګند کړ: ولا تَقتُلُوا أولادَكُم خَشيَةَ إملاقٍ نحنُ نَرزُقُهُم وإيّاكُم إنّ قَتلَهُم كَانَ خِطئاً كبيراً[الإسراء : ۳۱ ].
ژباړه: او خپل اولاد مو د نېستۍ له وېرې مه وژنئی، موږ هغوی ته هم روزي ورکوو او تاسوته هم، دهغوی وژل خو يقينا لويه ګناه ده.
دغه راز يو ځل له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې د الله په نزد تر ټولو ستره ګناه کومه ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: له الله پاک سره شريک نيول، هغه صحابي بيا پوښتنه وکړه چې : ورپسې کومه؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: اولاد له دې وېرې وژل چې بيا به په شتمنۍ کې ورسره شريک وي. [متفق علیه]
سره له دې چې اسلام د داسې ناوړه کارونو په هکله روښانه لارښوونه لري او ټينګار کوي چې له دې چارو څخه بايد ځانونه وژغورئ؛ خو بد بختانه زموږ په ټولنه کې داسې اشخاص شته چې يوازې د ميراث له پاره د خپلې کورنۍ تنکي غړي له منځه وړي او په لوی لاس خپل ابدي ژوند تباه کوي.
خو اسلام هر کمکي ته د ژوند کولو حق ورکړی، هغه چې څوک يې په هيڅ صورت له منځه نشي وړای، په ځانګړې توګه د يتيم کمکي په هکله ډېر ټينګار راغلی چې بايد په هيڅ صورت يې حق تلف نشي.
د يتيم دوهم حق: خپل پلار ته يې نسبت کول
څرنګه چې اسلام د يتيم د ژوند په اړه ټينګار کوي، دغه راز يې د نسب په اړه هم لارښوونې کړي دي چې بايد يتيم خپل پلار ته منسوب کړل شي ترڅو يې نسب ورک نه شي او بيا په ټولنه کې نومورکی پاتې نشي. الله پاک فرمايي: ادعوهم لآبَائِهِم هُوَ أَقسَطُ عِندَ اللَّهِ [الأحزاب : ۵ ]
ژباړه: هغوی د خپلو پلورونو په نامه وبولئ، د الله په وړاندې همدا پوره انصاف دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې څوک له خپل پلار نه پرته بل چاته منسوب کړ او په دې پوهېده چې هغه يې خپل پلار نه دی؛ نو پر هغه جنت حرام دی. [ البخاري ]
د يتيم دريم حق: رضاعت
د کمکي دريم حق دا دی چې د اړتيا تر وخته پورې به يې مور او يا بله مېرمن پۍ ورکوي، الله پاک فرمايي: وَالوَالدِاتُ يُرضِعنَ أَولاَدَهُنَّ حَولَينِ كَامِلَينِ لِمَن أَرَادَ أن يُتمَّ الرَّضَاعَة . [البقرة :۲۳۲ ]
ژباړه: او مېندې خپلو ماشومانو ته پوره دوه کاله تی ورکوي. دا (حکم) د هغه چا لپاره دی چې غواړي د تي ورکولو موده پوره کړي.
او په دې اړه ټول فقهاء يوه خوله دي چې کمکي ته بايد تر هغو پورې پۍ ورکړل شي، څو يې چې ورته اړتيا وي.
که د يو کمکي پلار مړ شي مور يې مکلفه ده چې تر خپلې مودې پورې پۍ ورکړي او ښه پالنه يې وکړي.
د يتيم څلورم حق: نرمي او شفقت
د چا په کور کې چې يتيم وي، بايد په ډېره نرمه لهجه ورسره خبرې وکړي او تر نورو کمکيانو يې ډېر ونازوي تر څو د يتيمتوب احساس ونه کړي، الله پاک رسول الله صلی الله عليه وسلم ته لومړی د هغه د يتيمتوب زمانه ور په يادوي: ألم يجدك يتيماً فآوى [الضحى :۶ ] (آیا ته يې يتيم ونه موندلې چې بيا يې د استوګنې ځای درکړ) او بيا ورته امر کوي چې له يتيم سره نېک چلند وکړي: فاما اليتيم فلا تقهر. [الضحى :۹] (نو پر یتيم سختي مه کوه) او دا امر يوازې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نه و؛ بلکې ټول امت ته دی.
له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث کې فرمايي: د مسلمانانو په کورونو کې تر ټولو غوره کور هغه دی چې له يتيم سره پکې ښه چلند کيږي او بد کور هغه دی چې له يتيم سره پکې بد چلند کيږي.
او دا له دې امله چې کمکی ماشوم په دې عمر کې شفقت او مهربانۍ ته اړتيا لري، او الله پاک چې په همدې وخت کې د مور او پلار په زړه کې د نوموړي په هکله دومره ډېره مينه ور اچوي دا دهمدې له پاره چې مور او پلار له کمکي سره نرمي وکړي او که هغه هرڅه کوي، د هغوی د ډېرې مينې له امله ورته خواشينی نه راځي.
اوس نو چې د کوم ماشوم پلار نه وي، د کور نور غړي او په ځانګړي ډول تره يا نيکه د دې مسؤل دی چې بايد د پلار په شان معامله ورسره وکړي ترڅو يې په زړه کې احساس رانشي چې زه پلار نه لرم.
پر کمکيانو او يتيمانو رحم کول، پر سر يې لاس را تېرول، په ورينه ټنډه ورسره مخ کېدل، له لاسه يې نيول او نرمې خبرې ورسره کول، دا هغه څه دي چې اسلام يې لارښوونه کړې ده، له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې زموږ پر کمکيانو رحم ونه کړ او زموږ د لويانو درناوی يې ونه کړ، هغه زما له امت څخه نه دی. [الحاکم]
په يو حديث کې دي چې يو ځل رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل لمسی حسن رضی الله عنه په غيږ کې کښينولی و او ښکلاوه يې، يو صحابي (اقرع بن حابس تميمي رضی الله عنه) چې وليد ورته ويې ويل: يا رسول الله ! زما لس زامن پيدا شوي دي؛ خو تر اوسه مې يو هم نه دی ښکل کړی، په دې خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم تعجب وکړ او ورته ويې ويل: الله پر هغه چا رحم نه کوي چې پر نورو رحم نه کوي.
نور بيا…
اقدم اکرم التهنيئات الى الشيخ الموقر فيضان حفظه الله ورعاه بكتابة مثل هذ الموضوع الهام واداءحقه حسب وسعه الانساني شكرا جزيلا يا ايها السيد الريم
ښاغلی فيضان صاحب الله دې په قلم برکت کړه، ډېره ښه موضوع مو څېړلې ده، هيله ده چې زموږ هېوادوال د يتيم حقوق وپېژني او ځانګړې پاملرنه ورته وکړي، په دې هکله د افغان بنسټ له محترمې ادارې څخه هم مننه کوو چې د هېواد د ډېرو بېوزلو يتيمانو پالنه کوي، دغه راز د هېواد له شتمنو څخه هيله کوو چې د خپل هېواد د يتيمانو پالنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او که د افغان بنسټ له لارې دغه نېکه چاره پرمخ بوځي دا به يې ډېر پرځای اقدام وي.