د خبرو کولو آداب
دريم لوست
دخبروکولواداب
موخه : د خبرو کولو د ځينو آدابو پېژندنه
۱- زموږپیغمبرمحمد (صلی الله علیه وسلم) وایي : رښتیا ووایئ ځکه رښتیا ویل د ښیګڼې لورته لارښوونه کوي اوښیګڼه بیا د جنت خواته لارښوونه کوي
۲- نرمې اوپه زړه پورې خبرې باید وکړو بې خونده اوبې ځایه اود ضرر رسوونکو خبروڅخه تل ځانونه وساتو
۳- که چیرې دوه کسان خبرې سره کوي نوپرته له اجازې د هغوی په خبروکې باید ورونه لویږو اونه باید د هغوی خبرې پرې کړو
۴- که څوک دکوم شي په اړه پوښتنه درځنې وکړي لومړی باید د هغه خبره ښه په غور واورو او فکر پرې وکړو وروسته بیا جواب ورکړو۰
پوښتنې :
۱- زموږ ګران پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) درښتیا وینا په اړه څه فرمايلي دي؟
۲- څنګه اوپه څه ډول خبرې باید وکړو؟
۳- که څوک د یوشي په اړه پوښتنه وکړي موږباید څه ډول ځواب ورکړو؟
فعاليت:
د رشتیا ویلو داهميت په اړه دخپلې کورنۍ له غړو او ملګرو سره خبرې وکړئ او د هغو نظر وغواړئ
په سلامونو مو هرکلی کوم هیله مندیم چی د روغتیا له لوی رحمت څخه برخم وی ګرانه وروره بیا هم له تاسو نه په خورا درناوی هیله کیژی چی مربوطه موضوع په شان نور خکولی خکولی مطلونه درنو هیوادوالو ته وړاندی مړی.
ماشاالله دیر خکولی مطلب