راځئ چې د خپلو یتيمانو او بېوزلو لاسنيوی وکړو!
ليکنه: مولوي فضل محمد فيضان
قال صلى الله عليه وسلم (انا و کافل اليتيم في الجنة هکذا، و اشار بالسبابة والوسطى و فرج بينهما شيئاً) رواه البخاري
ژباړه: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (زه او د يتيم پالونکى به په جنت کې په دې ډول يو، او بيا يې په مسواکي او منځنۍ ګوتو داسې اشاره وکړه چې په منځ کې يې څه بېلوالى و) بخاري شريف يې روايت کړى دى.
د يتيم پالنه د ګران پېغمبر صلى الله عليه وسلم سره په جنت کې د يو ځاى کېدلو او ملتيا لامل ګرځي او د يوه مسلمان لپاره همدغه وياړ بس دى، د يتيم پالنه، روزنه او نفقه د يتيم پالونکي د ښه مزاج او نرم زړه نښه ده.
د يتيم په سر د مينې لاس تېرول د زړه نرموالى راولي، سختي او بدي له منځه وړي.
د يتيم پالنه يتيم پالونکي ته په دې دنيا د الله جل جلاله له لورې د لوړوالي او نېکې بدلې زېرى ورکوي، لکه چې الله جل جلاله فرمايلي دي ﴿هَلْ جَزَاء الإِحْسَانِ إِلاَّ الإِحْسَانُ ﴾ سورة الرحمن ايت (60)ژباړه : آيا د ښېګڼې بدله پرته له ښېګڼې بل څه کېداى شي؟ د الرحمن سورت (60) ايت.
مسلمانه وروره! د يو داسې ټولنې په جوړولو کې برخه واخله چې له کينې او کرکې څخه پاکه ده، او دې ته د مينې او دوستۍ فضا وروبخښه، لکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (ترى المؤمنين في تراحمهم و توادهم و تعاطفهم کمثل الجسد، اذا اشتکى عضوا تداعى له سائر الجسده بالسهر و الحمى ) رواه البخارى
ژباړه: ته ګورې مومنان چې په خپل منځي مهربانۍ، دوستۍ او شفقت کې لکه د يوه بدن دي، نو کله چې د بدن يو غړی په درد اخته شي، ټول بدن او جسم په بې خوبۍ، تبې او نارامۍ اخته کېږي. ( يانې د يوه غړي درد د ټول بدن درد ده)
د يتيم پالنه د هغو ښايسته خويونو څخه ده، چې د اسلام په مقدس دين کې دغه ښه او غوره خوى لرونکى ستايل شوی دی.
د يتيم پالنه د مسلمان مال صفا او پاکوي، او دغه کار د مسلمان مال غوره او ښه کوي هغه مال چې د مسلمان سره وي.
د يتيم په پالنه کې لوى برکت ده، چې د پالونکي په روزي کې ډېروالى راولي.
د يتيم پالنه له هغه کور څخه غوره او بهترين کور جوړوي؛ په کوم کور کې چې يتيم وي او له هغه سره احسان او ښه کېږي، لکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (خير بيت المسلمين بيت فيه يتيم يحسن اليه) رواه ابن ماجه
ژباړه: د مسلمانانو په کورونو کې غوره او بهترين کور هغه کور ده چې په کې يتيم وي او له هغه سره ښه کېږي.
د يتيم په پالنه کې دا ګټه ده چې ستا له مرګه وروسته به ستا له اولاد سره ښه وشي، او حفاظت به يې وشي، او نور خلګ به ستاله اولاد سره ښه وکړي، الله تعالى فرمايلي دي ﴿وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُواْ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُواْ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللّهَ وَلْيَقُولُواْ قَوْلاً سَدِيدًا ﴾ سورة النساء الاية (۸)
ژباړه: د يتيمانو پر ضايع کېدو دي وصيت کوونکي ووېرېږي او دا دي په پام کې ولري که دوی د خپل مرګ نه وروسته داسې کمزوری اولاد پرېږدي چې دوی پر هغوی وېرېږي نو دوی به څومره ځورېدلي وو. دوی بايد له الله جل جلاله نه ووېرېږي او يتيمانو ته دې سمه، خوږه خبره وکړ ي.
يتيم پالنه يو فرصت او غنيمت دى چې وخت او مال دواړه د الله جل جلاله په عبادت کې مصرفيږي.
يتيم پالونکي ته الله جل جلاله د يتيم پالنې بدله او عوض په دنيا او اخرت کې ورکوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (ما من يوم الا ينادى فيه ملکين يقول الاول: اللهم اعطي منفقا خلفا، و يقول الاخر: اللهم اعطي ممسکاتلفا، او کما قال عليه السلام)
ژباړه: داسې ورځ نشته چې په هغې کې دوې ملايکې داسې غږ نه کوي بلکې هره ورځ دا دواړه ملکي داسې غږ کوي چې اوله وايي: اى الله نفقه او خرڅ کوونکي ته بدله او عوض ورکړې او هغه بله ملايکه وايي: اى الله بخيل او لاس نيونکی ته تبايي او هلاکت ورکړې، او يا څنګه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم وينا ده.
يتيم پالنه د نيکيو او ښېګڼو حاصلول او لاسته راوړل دي، او له ناکاره او بدو کارو څخه ځان ژغورل، او د بديو له منځه وړل دي.
د پورتنۍ ليکنې په رڼا کې ويلاى شو چې لوى وياړ ده هغه چا لره چې د دغه ګټورو فايدو څخه په ګټنې د يتيم په پالنه کې هر راز مرسته، خواخوږي او احسان وکړي، او د يتيم په پالنه کې د وس مطابق هيڅ امکان ونه سپموي څو د دنيا او اخرت غوره برخې يې په برخه شي.
زموږ په هيواد کې خو د پیرانو لاسنیوی کيږي، د يتيمانو لاسنيوی به نو کوو خو ترلاسه به يې و نیسو.
ډير ښه داسي ليکني چي وي شايد په اولس کي داسي څوک پيداشي چي د دين او وطن پالنه وکړي ډير مننه ډيره مننه