برمایي مسلمانان تر بودايي وحشت لاندې
زه هم یو د هغو خواخوږو له جملې څخه وم چې په تیر عیسوي کال کې مې د خپل فېسبوک د پروفایل انځور (د برما د مسلمانانو سره د په غم کې شریک یو) پریښی ؤ او ګمان مې کاوه چې په دې سره به د هغوی دردونه کم شي، زه به هم خپل ضمیر ته ملامت نه یم، کم تر کمه دومره خو به ووایم چې د فېسبوک او ټویټر [...]