وروستي:

د حديبيې سـوله

ليکوال: مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

مسور بن مخرمه او مروان رضي الله عنهما  وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  له ګڼ شمېرصحابه کرامو سره د عمرې په موخه له مدينې نه د مکې په لور روان شو، په لاره يې ملګرو ته وفرمايل: خالد بن وليد له يو ډله قريشو سره په اسونو سپاره دي او (غميم) سيمې ته را رسيدلي ترڅو د حالاتو جاج واخلي، راوي وايي: خالد بن وليدچې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  د قافلې دوړې وليدې بيرته په منډه مکې ته ستون شو او قريش يې خبرکړل، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په (قصواء) نومې اوښه سپور و اوچې هغه درې ته ورسېدل له کومې نه چې مکې ته لاره تاو شوې وه، او ښه يې کښېناسته، صحابه کرامو ډېره هڅه وکړه چې ولاړه يې کړي؛ خو هغه نه پاڅيده؛ نو ځينو صحابه کرامو وويل: قصوا لټه شوه، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: قصوا لټي نه کوي او نه يې دا خوى لري، دا هغه څښتن بنده کړې ده چا چې هاتيان بند کړي ول، بيا يې وفرمايل: زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح يې په ولکه کې دى! که د مکې کافران د شعائرا لله د درناوي په بدل کې له مانه هره غوښتنه وکړي زه به غاړم ورته کيږدم او بيا يې اوښې ته حرکت ورکړ؛ نو سمدستي پاڅيده پيغمبر صلی الله عليه وسلم  د مکې لاره پرېښوده او دحديبيې په وروستۍ برخه کې يې د يوې چينې ترڅنګ پړاو واچو، دا چې د دغې چينې اوبه ډيرې کمې وې او په لږ وخت کې د صحابه کرامو د ډېروالي له امله وچې شوې؛ نو صحابه کرام راغلل پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته يې د وبو د نشتوالي خبر ورکړ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  له خپل شخول څخه يو غشى را ويوست وريې کړ او ورته ويې ويل: دا په چينه کې خښ کړئ! صحابه کرامو همداسې وکړل او بيا چې ترڅو پورې دوى په حديبيه کې ول دغه چينه وچه نشوه او ټولو صحابه کرامو به اوبه ترې کارولې.

دوى لا په حديبيه کې وو چې د بنو خزاعه قبيلې يو مشر بديل بن ورقاء له څو کسانو سره راغى، بنو خزاعه د تهامه په قبائلو کې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره تر نورو ډيره خواخوږي لرله، هغه چې راغى پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته يې وويل: مونږ کعب بن لوى او عامر بن لوى را ليږلى يو ترڅو تاسو خبر کړو چې قريش د حديبيه په خوا او شا کې پراته دي د جنګ له پاره يې هر ډول تيارى نيولى او تاسو نه پرېږدي چې بيت الله ته داخل شئ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: مونږ جنګ ته نه، بلکې عمرې ته راغلي يو او جنګونو خو قريش ستړي کړي او ډير تاوانونه يې ور اړولي دي، که دوى غواړي زه ورسره تر څه وخته پورې سوله کوم او په دې موده کې به دوى زما اونورو خلکو تر منځ کار نه لري، زه نور خلک خپل دين ته را بولم؛ نو که بريالى شوم بيا د قريشو خوښه ده چې د نورو خلکو غوندې زما دين ته را اوړي او که څنګه او که برلاسى نه شوم بيا دې دوى بيغمه ژوند کوي، او که دوى سولې ته غاړه نه ږدي نو په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په ولکه کې دى! زه به د همدې دين په خاطر تر هغو له دوى سره جنګيږم ترڅو مې سر له تنه جلا شوى نه وي او د الله پاک دين به هرو مرو تلپاته دين وي.

بديل وويل: زه به دا ټولې خبرې د مکې خلکو ته ورسوم، دوى چې مکې ته ولاړل ټول خلک يې را ټول کړل او ورته ويې ويل: اى خلکو! مونږ محمد صلی الله عليه وسلم  ته ورغلي وو د هغه يو څو خبرې مو تاسو ته راوړي دي؛ نو که خوښه مو وي درته وړاندې به يې کړو؟ ځينو ناپوهانو چيغې کړې چې مونږ د هغه خبره له سره اورو نه؛ خو ځينو بيا وويل: تاسو يې وړاندې کړئ مونږ يې اورو، بديل بن ورقاء دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  ټولې خبرې ټکي په ټکي ورته واورولې، عروه بن مسعود پاڅيد ويل اى خلکو! تاسو دا منئ چې زه ستاسو د پلار په ځاى يم؟ خلکو ورته وويل: هو! ته زمونږ مشريې، ويل : زما په هکله خوکومه اشتباه نه لرئ؟ خلکو ورته وويل: نه! ده ورته وويل: ستاسو په ياد دي هغه وخت چې ما د (عکاظ) سيمې خلک ستاسو مرستې ته وهڅول؛ خو هغوى په شاشول؛ نو بيا زه له خپلو بچيانو او منونکو سره يو ځاى ستاسو مرستې ته راغلم؟ خلکو ورته وويل: هو! دا هرڅه زمونږ په ياد دى، ده ورته وويل: چې داسې ده نو زما خبره ومنئ او ددې سړي (پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ) د سولې وړانديز ته غاړه کيږدئ او که په دې لړ کې له مانه همکاري غواړئ زه تياريم، خلکو ورته وويل: ته ورشه او زمونږپه استازيتوب خبرې ورسره وکړه، عروه چې ورغى پيغمبر صلی الله عليه وسلم  هغه ټولې خبرې چې بديل بن ورقاء ته يې کړي وې ده ته هم وکړې، ده په ځواب کې وويل: اى محمده ( صلی الله عليه وسلم  ) که ته برلاسى شې او بيا د خپل قوم بيخکني وکړې؛ نو تا اوريدلي دي چې په عربو کې چا له خپل قوم سره داسې کړي وي؟ او که ناکام شوې نو زه فکر نه کوم چې دا له يو او بل ځايه راغلي خلک دې تر اخره ستا ملاتړ وکړي؛ نو بيا به يواځې پاته يې، په دې خبره ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ته غصه ورغله او ورته ويې ويل: اى بت پرسته! دا ته څه وايې؟ مونږ به پيغمبر صلی الله عليه وسلم  يواځې پريږدو؟ عروه پوښتنه وکړه چې دا څوک دى؟ خلکو ورته وويل: دا ابو بکردى، عروه وويل: اى ابوبکره! قسم دى که له ماسره ستا هغه ښيګڼې -چې تر اوسه يې زه بدله نشم پوره کولاى- نه وې ما به هرو مرو ستا د دې خبرې ځواب درکړى و، راوي وايي: عروه چې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره خبرې کولې کله نا کله به يې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  مبارکې ږيرې ته لاس ور نږدې کړ؛ خو په هرځل لاس غځولو به مغيره بن شعبه -چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سرته توره په لاس ولاړ و او وسپنيزه خولۍ يې په سر وه- نه پريښود چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  مبارکې ږيرې ته لاس ور وړي او د تورې په لاستي به يې ټيل واهه، عروه پوښتنه وکړه چې دا سړى څوک دى؟ خلکو ورته وويل: دا ستا وراره مغيره دى، عروه مغيره  رضي الله عنه  ته وويل: اى ټګه! ستا د خيانت پيټى خو لا تر اوسه زما پر اوږو پروت دى![[1]] عروه چې د صحابه کرامو اخلاق او پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته د هغوى درناوى وليد حيران شو او بيرته چې مکې ته ورغى خلکو ته يې وويل: زه د قيصر، کسرا، نجاشي او نورو لويو-لويو پاچايانو دربارونو ته تللى يم؛ خو داسې درناوى او عزت ما ديو پاچا هم نه دى ليدلى څومره درناوى چې د محمد  صلی الله عليه وسلم  ملګرو د هغه  صلی الله عليه وسلم  کولو، په خداى قسم! محمد  صلی الله عليه وسلم  به چې کله ناړي توکلې يو ملګري به يې لاس ورته ونيو او بيا به يې هغه ناړې پر خپل بدن وهلې، که به يې اودس کولو ټولو ملګرو به يې وبو ته لاسونه نيولي و، هغه صلی الله عليه وسلم  به چې خبرې کولې ټول ملګري به يې چپ ول او که به يې چاته د يو کار امر وکړ هغه به ډير په منډه په هغه کار پسې روان شو.

بله حيرانونکې داوه چې ملګرو به يې له ډير ادب نه پورته نه ورکتل، زه خو وايم وړانديز يې ومنئ! د بنو کنانه يو سړى پاڅيد ويل ما ور وليږئ زه خبره ورسره خلاصوم، خلکو ورته وويل: سمه ده ته ورشه! راوي وايي: دغه سړى چې صحابه کرامو ته رانږدې شو پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: دا فلانى د هغه قوم سړى دى چې د قربانۍ څارويو ته ډير درناوى لري؛ نوتاسو چې کوم اوښان د قربانۍ له پاره را وستي دي هغه دده په وړاندي ودروئ! صحابه کرامو اوښان را وړاندې کړل او په لبيک (تلبيه) ويلو سره يې د نوموړي هرکلى وکړ، ده چې دا حالت وليد ويې ويل :

سبحان الله! موږڅنګه داخلک بيت الله ته نه پريږدو؟ بيرته راغى او خلکو ته يې وويل: هغوى خو اوښانو ته مهارونه اچولي او بوکونه يې ورزخمي کړي دي[[2]] او غواړي چې عمره وکړي نومونږ يې ولې بايد مخه ونيسو؟

مکرزبن حفص نومې سړي وويل: زه ورځم، خلکو ورته ويل: سمه ده ورشه! راوي وايي: داسړى چې رانږدې شو پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: دامکرز نوميږي او ډير بد سړى دى،  مکرز له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره خبرې پيل کړې دم ګړۍ ته سهيل بن عمرو هم راغى، د سهيل په راتلو پيغمبر صلی الله عليه وسلم  صحابه وو ته وويل: اوس نو که خداى کول کار اسانه شو، امام زهري دمعمر له خولې وايي: سهيل چې راغى ويل راځئ چې سوله ليک وليکو ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  يو ليکونکى را وغوښت او ورته ويې ويل: وليکه:

بسم الله الرحمن الرحيم، سهيل وويل: زه خو رحمان نه پيژنم چې څوک دى د پخوا په ډول بسمك اللهم وليکئ، صحابه کرامو انکار وکړ؛ خو پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: خير دى پروا نه لري بسمك اللهم وليکئ! بيا يې وفرمايل: ورپسې داسې وليکه!

دا هغه سوله ده چې محمد رسول الله يې پرېکړه کړې ده، سهيل وويل: د همدې رسول الله په سر خو دا ټوله شخړه روانه ده،که مونږ دا منلاى چې ته رسول الله يې؛ نوبيامو له مکې نه ولې ايسارولې؟ داسې وليکئ: دا هغه سوله ده چې محمد د عبدالله زوى يې پرېکړه کړې ده، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: که تاسويې منئ او که نه ،زه د الله پاک رسول يم، امام زهري وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  به ځکه د کافرانو هره خبره منله چې د اوښې د کښيناستو پر وخت يې له الله پاک سره همداسې ژمنه کړې وه،دى وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وويل: د سولې يو شرط به دا وي چې مونږ به بيت الله ته پريږدئ، سهيل ورته وويل: که اوس مو پريږدو نو خلک به وايي چې د مکې قريش له محمد( صلی الله عليه وسلم ) نه وډار شول ځکه يې اجازه ورکړه، تاسوسږکال بيرته ولاړشئ او راتلونکى کال  به بيا راشئ، بيا سهيل وويل: د سولې يو شرط به داوي چې که له مونږ نه کوم کس تاسو ته درشي تاسو به يې بيرته مونږ ته راسپارئ او که له تاسو نه څوک مونږ ته راشي مونږ به يې نه درسپارو، صحابه کرامو وويل: سبحان الله! دا څنګه کيداى شي چې مونږ خپل يو مسلمان ورور کافرانو ته وسپارو؟ دوى لا دا خبره پاى ته نه وه رسولې چې د سهيل زوى ابو جندل  رضي الله عنه  راغی، نوموړى د اسلام په  جرم په مکه کې له مشرکينو سره بندي و په دې ورځ له زندان نه په تيښته بريالى شو او مسلمانانو ته يې ځان را ورساوه، نوموړى چې د زندان زولنې يې لا په پښو کې وې او په څخيدا-څخيدا يې ځان تردې ځايه را رسولى و سهيل چې وليد ويل: اى محمده! ددې سولې ترمخ تاسو لومړى دا سړى ماته بيرته را وسپارئ بيابه نورې خبرې کوو، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: لا خو د سولې پريکړه ليک نه دى تسويب شوى، سهيل وويل: قسم دى که تاسو دا سړى نه را سپارئ زه به له سره سوله ونه کړم، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: خيردى! دا يو زما په خاطر پريږده! سهيل ويل: نه! ستا خاطرهم نه کوم، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: ګوره سهيله! داسې مه کوه پرې يې ږده! سهيل بيا هم ونه منله،، مکرز وويل: ځه خيردى دا يودې ستا په خاطر پاتي وي؛ خو سهيل په خپله خبره کلک ولاړ و، جندل رضي الله عنه  وويل: اى مسلمانانو! زه خو مسلمان يم ولې مې کافرانو ته سپارئ؟ نه ګورئ چې ما ددوى له لاسه څومره تکليفونه ګاللي دي!!

حضرت عمر  رضي الله عنه  وايي: زه ورغلم پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته مې وويل: يارسول الله! ايا ته د الله پاک ريښتونى پيغمبرنه يې؟ ويل: يـم، ما ويل: مونږ په حقه او دښمنان موپه ناحقه نه دي؟ ويل: همداسې ده، ماويل: نو بيا ولې مونږ دا ډول سوله ومنو؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم  راته وفرمايل: زه د الله پاک استازى يم دا کار د هغه په لارښوونه کوم او هغه به زما مرسته کوي، ماويل: ولې تاسو مونږ ته نه و ويلي چې بيت الله ته به ځو او عمره به کوو؟ ويل: ما داسې ويلي و چې سږکال به ځو؟ ماويل: نه! ويل: تاسو به هرو مرو د بيت الله طواف کوئ (خو راتلونکى کال) دى وايي: بيا ورغلم ابوبکرصديق رضي الله عنه  ته مې همدا ټولې پوښتنې وړاندې کړې، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  زما دپوښتنو هماغه ډول ځوابونه راکړل چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  راکړي و او بيا يې راته وويل: اى عمره! په خداى قسم هغه د الله پاک ريښتونى پيغمبر دى او هر کار د الله پاک په لارښوونه ترسره کوي؛ نو ته يې لمن کلکه ونيسه، حضرت عمر  رضي الله عنه  وايي: زه پوه شوم چې ما بايد د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په وړاندې دومره تيزي نه واى کړي؛ نو بيا مې د دې په بدل کې ډير نيک نيک کارونه وکړل چې الله پاک له دې تيروتني راتير شي.

راوي وايي: پريکړه ليک چې تسويب شو پيغمبر صلی الله عليه وسلم  صحابه کرامو ته وويل: پاڅئ خپلې قربانۍ همدلته حلالې کړئ او سرونه وخريئ! هيڅوک نه پاڅيدل پيغمبر صلی الله عليه وسلم  درې ځله داخبره وکړه؛ خو صحابه کرام ټول په خپلو ځايونو ناست ول، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ام سلمه رضي الله عنها  ته ورغى او ددې ستونزې په هکله يې مشوره ورسره وکړه هغې ورته وويل: يارسول الله! که ته غواړې چې دوى همدلته قربانۍ حلالي کړي؛ نو ورشه هيچاته مه وايه او په خپل لاس خپله قرباني حلاله کړه او بيا خپل نايي راوغواړه چې سردرته کل کړي.

پيغمبر صلی الله عليه وسلم  همداسې وکړل،راغى لومړى يې په خپل لاس قربآني حلاله کړه او بيا يې نايي راوغوښت سريې کل کړ، صحابه کرامو چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته وکتل ټول را پاڅيدل قربانۍ يې حلالې کړې او يو د بل سرونه يې وخريل؛ خو دا کار ورته دومره ځورونکى و تابه ويل يو بل وژني.

خير! سوله وشوه او مسلمانان بيرته مدينې ته ستانه شول په دې وخت کې له مکې نه څوتنه مسلمانې ميرمنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته راغلې؛ نو الله پاک يې په هکله دا اياتونه را نازل کړل :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلاَ تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لاَ هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلاَ هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلاَ تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِر  [الممتحنة١٠]

ژباړه: اى مؤمنانو کله چې مؤمنانې د مهاجرو په توګه درته راشي نو ازميښت پرې وکړئ الله د هغوى په ايمان ډير ښه پوه دى، نو که چيرې تاسې ته مؤمنانې معلومې شوې نو بيرته يې کافرو ته مه ورستنوئ هغوى نه دوى ته حلالې دي او نه دوى (کافران) هغوى ته حلال دي، خو کوم لګښت چې هغوى (کافرو) کړى نو هغه ورکړئ او پر تاسې څه ګناه نشته چې هغوى په نکاح کړئ کله چې مهرونه يې ورکړئ او د کافرو ميرمنو ناموس ځان سره ټينګ  مه ساتئ.

ددې حکم له امله حضرت عمر رضي الله عنه  خپلې دوه ميرمنې چې مشرکانې وې طلاقې کړې؛ نو يوه بيا معاوبه بن ابوسفيان واده کړه او بله صفوان بن اميه (دوى دواړه هم لا تردې دمه مسلمانان شوي نه ول)

راوي وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  چې مدينې ته را ورسيد هلته په مکه کې ابو بصير مسلمان شوى و او مدينې ته راغى، قريشو دوه تنه استازي را وليږل او د پريکړه ليک له مخه يې دابو بصير رضي الله عنه  د سپارلو غوښتنه وکړه، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ابوبصير ته امر وکړ چې بيرته ورسره ولاړ شه! هغه د پيغمبر رضي الله عنه  لارښوونه ومنله او ورسره روان شو، دوى درې واړه چې ذوالحليفه سيمې ته ورسيدل يوباغ ته دکجوروخوړلوله پاره ورښکته شول، ابو بصير رضي الله عنه  هغه يوه ته وويل: فلانيه! ډيره ښه توره دې نه ده پيدا کړي؟ هغه توره له تيکي را وويسته ويل: ولا دا خو ډيره ښه توره ده او په ډيرو خلکو مې ازمايلې ده، ابو بصير  رضي الله عنه  ورته وويل: ته راکړه چې زيې لږ وګورم! هغه چې توره ورکړه ابوبصير رضي الله عنه  پرې سمدلاسه دهغه په توره يوکاري ګزار وکړ او ځاى پر ځاى يې وواژه، هغه بل چې وکتل دوه خپلې دوه يې پردۍ کړې او په منډه يې ځان نبوي جومات ته را ورساوه، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  چې وليد ويې ويل: داسړى ولې ويرې اخستى؟ ويل: زما ملګرى يې وواژه اوس ما هم نه پريږدي! دم ګړۍ ته ابوبصير رضي الله عنه  را ورسيد توره يې په لاس کې وه ويل يارسول الله ! الله پاک ستا ژمنه پوره کړه او زه يې له دې خلکو خلاص کړم، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: مور دې په ده بوره شي! دى خو جکړې ته لمن وهي! خو کاشکي څوک واى چې د ده ساتنه يې کړې وه، ابو بصير رضي الله عنه  پوه شو چې پيمغمبر  صلی الله عليه وسلم  مې بيرته قريشو ته ورسپاري؛ نو ولاړ دسمندر په غاړه ديره شو، د سهيل زوى ابو جندل  رضي الله عنه  چې خبر شو هغه هم له مکې نه را وتښتيد او له ابو بصير  رضي الله عنه  سره د سمندر پرغاړه ديره شو، دالړۍ پيل شوه او په مکه کې به چې هرڅوک مسلمان شو دوى ته به راغى اخر د سمندر پرغاړه يوه وړه ډلګۍ جوړه شوه بيا به چې د قريشو هره تجارتي قافله په دې لاره شام ته تيريده دوى به پرې حمله کوله سړي به يې ووژل او شتمني به يې ترې لوټ کړه، دې ستونزي قريش دېته اړ ايستل چې د پريکړه ليک له هغه برخې لاس په سرشي چې له مخې به يې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  له مکې څخه راتښتيدونکى مسلمان بيرته دوى ته ور سپارلو، مدينې ته يې استازي را وليږل او له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  څخه يې غوښتنه وکړه چې: د خداى له پاره دغه خلک مدينې ته را وغواړه مونږ ترې تيريو او نور چې هرڅوک مدينې ته راځي مونږ پرې نيوکه نه لرو، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  څو تنه صحابه کرام ور وليږل او ټول يې مدينې ته را وغوښتل الله پاک دا اياتونه را نازل کړل:

وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُم بِبَطْنِ مَكَّةَ مِن بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا . هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَن يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَلَوْلاَ رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاء مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَؤُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاء لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا . إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ.[الفتح ۲۶۴]

ژباړه: او الله هماغه دى چې د مکې منځ کې يې د هغوى لاسونه له تاسې ايسار کړل او ستاسې لاسونه يې له هغوى، وروسته له هغه چې تاسې يې پرې غالب کړئ او الله پر هغو کارو چې تاسې يې کوئ، ليدونکى دى. دوى هماغه دي چې کافران شوي او تاسې يې هم له مسجد حرام نه ايسار کړي وئ او د قربانۍ د پاره ساتل شوي څاروي يې هم د حلالې ځاى ته رسيدونه ايسار کړي و، او که (هلته) داسې مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې نه واى چې تاسې نه پيژندل (او هسي نه) چې لتاړ کړي مو واى، بيا به تاسو ته هم په ناپوهۍ سره د هغوى له امله څه زيان رسيدلى و (نو ځکه جنګ ونه شو) ترڅو هغه څوک په خپل رحمت داخل کړي چې غواړړي يې (او) که سره بيل شوي واى نو له هغوى نه چې څوک کافر شوي په درد ناکه سزا به مو کړولي وو. هغه مهال چې کافرانو په خپلو زړو نو کې ننګ واچولو، د جاهليت ننګ ([3])

عروه رضي الله عنه  په همداسې يو اوږد حديث کې وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  چې حديبيې ته ورسيد هلته ايسارشو او حضرت عثمان  رضي الله عنه  يې مکې ته وليږلو ترڅو مشرکانو ته ووايي چې مونږ جنګ ته نه، بلکې عمرې ته راغلي يو او بله داچې کوم مسلمانان په مکه کې پاتې دي او د مشرکينو له ډاره مسلماني نشي ښکاره کولاى هغوى ته زيرى ورکړي چې په لنډ وخت کې به الله پاک مسلمانان برلاسي او مکه به فتحه شي اوبيا به اسلام د پټيدا خبرې نه وي…([4])

ابن عباس  رضي الله عنه  وايي: يوځل حضرت عمر رضي الله عنه  وويل: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  چې له مشرکانو سره په حديبيه کې کومه سوله وکړه که داپرېکړه له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  نه پرته بل چا کړې وه ما به هيڅکله نه وه منلې، په هغه سوله کې داشرط هم و  چې که په کافرانو کې څوک مسلمان شي او مدينې ته راشي مسلمانان به هغه سړى بيرته مشرکانو ته ورسپاري او که (خداى مکړه) کو م مسلمان کافرانو ته ورشي هغوى به يې بيرته مسلمانانو ته نه سپاري ([5]).

خوابوبکرصديق  رضي الله عنه  به فرمايل: په اسلام کې د حديبيې له فتحې نه بله لويه فتحه نشته، د الله پاک او پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ترمنځ چې کومه پريکړه شوې وه خلک په هغې نه پوهيدل، انسان په يوه معامله کې بيړه (تلوار) کوي؛ خو الله پاک بيا داسې نه دى، هغه هرکار په خپل ټآکلي وخت تر سره کوي، ما وليدل، هغه سهيل چې يو وخت يې د حديبيې د سولې په پريکړه ليک کې دبسم الله الرحمن الرحيم او محمد رسول الله توري نه منل همدغه سهيل بيا په حجة الوداع کې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته اوښان را وړاندې کول او پيغمبر صلی الله عليه وسلم  به په خپل لاس حلالول، بيا چې کله پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ويښته وخريل سهيل به د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  يو يو ويښته را اخيست او په خپلو سترګو به يې کيښود، ما چې دا حالت وليد د الله پاک شکر مې وويست چې سهيل يې هم مسلمان کړ.


[1] : مغيره بن شعبه t د جهالت په زمانه کې يو څوک وژلى و او شتمني يې ترې لوټ کړې وه، د عروه موخه همدې پيښې ته اشاره وه

[2] : هغه وخت دا رواج وچې د قربانۍ څاروي به يې د نښې له پاره لږ غوندي زخمي کول ترڅو خلک وپوهيږي چې دا څاروى د قربانۍ له پاره دى

[3]  (اخرجه البخاري قال ابن كثير في البداية ٤/١٧٧ هذا سياق فيه زيادات و فوائد حسنه ليست في رواية ابن اسحاق عن الزهرى انتهى، و اخرجه البيهقي ٩/٢١٨ ايضا بطوله).

[4]  (اخرجه ابن عساكر وا بن ابى شيبه كما في  كنز العمال ٥/٢٨٨ و اخرجه ايضا ابن ابى شيبة من وجه آخر بطوله عن عروة كما في كنزالعمال ٥/٢٩٠ و اخرجه البيهقي ٩/٢٢١ عن موسى بن عقبة t بنحوه).

[5]  (اخرجه ابن سعد كذا في الكنز ٥/٢٨٦ وقال سنده صحيح).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*