وروستي:

بدر غزا

ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

د مکې مشرکانو په مدينه باندې د بريد کولو هوډ درلود او د لگښت ترلاسه کولو په موخه يې يو لوی کاروان د شام لوري ته استولی و چې لدې خوا يې هم دمسلمانانو له خوا دنیولو هڅه وشوه خوهغه روغ رمټ شام ته ځنې ووت کله چې له هغې خوا دا کاروان بېرته دمکې په لور را روان شوچې زراوښان د پنځوس زره طلایي ديناروچې دوه سوه دوه شپېته نيم کیلوسروزرو په انداز مال وربانې بارواو يوازې څلوېښت تنو يې ساتنه کوله نورسول الله  صلی الله عليه وسلم  طلحه بن عبیدالله او سعیدبن زید د کاروان دخبر راوړلولپاره د شمال لوري ته واستول هغوی حوراء نومي ځای ته ورسېدل او هلته تر هغه پاتې شول چې د قریشو قافله د ابوسفیان په مشرۍ کې له هغوی تېره شوه نو طلحه اوسعید په منډه مدينې ته راغلل او رسول الله  صلی الله عليه وسلم  يې له کاروان څخه خبر کړ

رسول الله  صلی الله عليه وسلم   په مدينه کې ابولبابة بن المنذر خپل ځای ناستی وټاکی او عبدالله بن ام مکتوم يې دنبوي جومات امام وټاکی او په خپله د۳۱۳ يا ۳۱۴ او يا هم ۳۱۷ تنوخپلوصحابه وسره چې ۸۲ یا ۸۳ او یا هم ۸۶ مهاجر صابه  ۶۱ داوس قبیلې خلک او ۱۷۰ دخزرج له قبیلې خلک و د ځان سره ملگري کړل  او د دوښمن مخې ته ورووتل مسلمانانو د جنگ تیاري نه وه نیولې ځکه خو يې زیات سامان د ځا سره نه واخیستی يوازې دوه آسان چې یود زبیر بن عوام او بل دې مقداد بن الاسود الکندی و او اویا اوښان و ورسره چې په وار وار به په سپرېدل او سپين بیرغ يې ورسره واخیست چې وړونکی يې مصعب بن عمیر و

کله چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د خپل لښکر سره مخ په وړاندې د مکې په لور ولاړ نو دوه تنه  بسیس بن عمرو او عدي بن ابي الزغباء جهني يې د کاروان د معلومولولپاره د بدر خواته ولېږل

له بلې خوا ابوسفیان ډېرپه هوښیارۍ د حالاتو څارنه کوله کله يې چې دا خبر تر لاسه کړ چې محمد  صلی الله عليه وسلم  سره د خپلو ملگرو د هغوی په قافله د حملې اراده لري نو ضمضم بن عمرو الغفاري يې د يو څو پيسو په بدل کې مکې ته ولېږی تر څو د مکې خلک د خپلې قافلې د ساتلو لپاره راوبولي هغه ډېر په منډه مکې ته لاړ او د هغه وخت د عربود رسم سره سم يې خپل کمیس او داوښ پوزه پرې کړل کجاوه يې چپه کړه او پاس په اوښه ودرېدی او په لوړ اواز يې وويل : ای قریشو!قافله ….قافله ….محمد  صلی الله عليه وسلم  او ملگري يې ستاسو په قافله حمله کوي مرسته مرسته .

د مکې خلک د جنگ تياری نيسي

د دې آواز په اورېدو سره د مکې ټول مشرکان په حرکت راغلل او ويې ويل: ايا محمد صلی الله عليه وسلم اوملگري يې فکر کوي چې دا هم د ابن حضرمي کاروان دی؟ په الله قسم ډېر ژر به پوه شي، زموږ معامله بل ډول ده، ټول په دې سلا شول چې يا به هر څوک ځي، يا به د ځان پرځای بل څوک لېږي، زياترو جنگ ته تلل غوښتل په ځانگړې ډول مشرانو او مخورو يې، په دې سره له ابولهب پرته نور ټول مشران جنگ ته تيار شول، ابولهب د ځان په ځای خپل پوروړی ولېږی، قريشو خاوشا نورې عربي قبيلې هم له ځان سره ملگرې کړې او جگړې ته روان شول.

د روانېدو په وخت کې د دې لښکر شمېر يوزر او درې سوه جنگياليو ته رسېدی چې سل آسان، شپږ سوه زغرې او بې شمېره اوښان ورسره وو، عمومي قومندان يې ابوجهل و او ۹ نورو مشرانو يې لوجستکي چارې پر غاړه اخيستې وې او هره ورځ به يې نهه او کله لس اوښان حلالول.

له ډاډگېرنې وروسته د مشرکانو لښکر په ډېر کبر او غرور سره له مکې څخه روان شو، د ټولو زړونه له کينې، غصې او غضب څخه ډک وو څو د رسول الله صلی الله عليه وسلم او ملگرو څخه يې د دې غچ واخلي چې څنگه يې د دوی د کاروان مخه نيولې ده!!

په ډېره بيړه د شمال په لور د بدر خواته ولاړل، کله چې د عسفان له وادي قديد او جحفې څخه تېر شول، د ابوسفيان له لوري يې خبر تر لاسه کړ چې کاروان له مسلمانانو وژغورل شو او تاسو اوس بېرته ستانه شئ، کله چې د مشرکانو لښکر د بېرته ستنېدو تکل وکړ؛ نو ابوجهل په ډېر غرور وويل: قسم دی تر څو چې بدر ته نه يو تللي او هلته مو درې شپې نه وي تېرې کړي، بېرته به ونه گرځو، هلته به اوښان حلالوو، خلکو ته به ډوډۍ ورکوو، شراب به څښو، جشنونه به جوړوو، چې عرب زموږ د راتگ او دبدبې څخه خبر شي، خو اخنس بن شريق د بېرته ستنېدو خبره وکړه چې چا پرې غوږ ونه گراوه ، په پايله کې هغه د بنو زهره له خاوشا درې سوه کسانو سره بېرته ستون شو.

بنو هاشم هم د بېرته ستنېدو اراده وکړه خو ابوجهل په ډېره سختۍ ورته وويل:  تر هغه به تاسو دلته يئ چې موږ دلته يو.

په پای کې دواړې خواوې جنگ ته تيارې شوې د محمد  صلی الله عليه وسلم  لپاره په لوړ ځای يوه څپره جوړه کړل شوه چې د جنگ ميدان يې ځنې ليدلی شوای او بیا د جنگ میدان خواته ولاړ او هغه ځایونه يې په گوته کړل چېرې چې به د مشرکانو مشران د مسلمانانو په لاس وژل کيږي او یو هم له هغه ځای نه تېر نه شو مگر ټول په هغو ځایونو کې ووژل شول کوم چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ښودلي و .

د جمعې په شپه د روژې په اولسمه نېټه دواړې خواوې یوبل ته مخامخ شوې او په کتارونو کې ودرېدل رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ډېر په عاجزۍ له الله  جل جلاله  څخه دعا وکړه او بیا يې خپل ملگري جهاد ته وهڅول لدې وروسته دمشرکانو له ډلې څخه عتبه بن ربیعه ، ورور يې شیبه او زوی يې ولید د دواړو کتارونو په منځ کې ودرېدل او مسلمانانو ته يې د مقابلې بلنه ورکړه دلته د مسلمانانو له خوا درې انصار صحابه ور ووتل کله چې هغوی پوښتنه ترې وکړه چې تاسو څوک يئ انصارو صحابه و ورته وويل د انصارو له ډلې يو!

مشرکانو وويل: تاسو سیالان خلک یئ خو موږ ته خپل تر برونه راولېږئ .

رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وويل : پورته شه ای عبیده بن حارث  پورته شه ای حمزه پورته شه ای علي .درې واړه پورته شول او د مشرکانو مقابلې ته ور ووتل

کله چې هغوی وليدل پوښتنه يې ترې وکړه چې تاسو څوک يئ وې نه پېژندل ځکه هغوی زغرې اغوستې وې درې واړوځانونه وروپېژندل نو مشرکانو وويل : سیالان او د عزت څښتنان يئ بيا مقابله پيل شوه عبیده  رضي الله عنه  چې د عمر لوی و د عتبه سره مخ شو ،حمزه  رضي الله عنه  د شیبه سره او علي  رضي الله عنه  د عتبه دزوی ولیدسره .حمزه او علي  رضي الله عنهما خپلو دوښمنانو شیبه او ولید ته هيڅ چانس ورنه کړ ډېر زر يې دواړه ووژل خو دعبیده  رضي الله عنه  او عتبه تر منځ د توروگزارون وشول دواړه ټپيان شول هغه و چې حمزه او علي  رضي الله عنهما په عتبه مخ را واړوواو له منځه يې یووړ بيا يې عبیده  رضي الله عنه  راواخيست د جنگ له ميدان څخه يې ټپي را ويست چې وروسته بيا شهيد شو .

لدې وروسته مسلمانان او مشرکان يوبل ته نږدې شول او ډلييز جنگ پيل رسول الله  صلی الله عليه وسلم  مسلمانانوته وويل پورته شئ د هغه جنت په لور چې سور يې د اسمانونواو ځمکې غوندې دی عمیر بن الحمام الانصاري يو صحابي وويل د اسمانونواو ځمکې غوندې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ورته وويل هو .نو عمير بيا وويل :

واه واه یا رسول الله ! رسول الله  صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وکړه چې ولې دې داسې وويل ؟ هغه وويل :هیله لرم چې زه به د غه جنت ته لاړ شم رسول الله  صلی الله عليه وسلم ورته وویل ته به دغه جنت ته لاړشې بیا نوموړي صحابي خرماوې له خپلې کڅوړې څخه را ویستې چې وې خوري خوبېرته يې لدې کبله وغورځولې چې د خرماووخوړل زما اود جنت تر منځ لوی واټن راولي او په جنگ يې پيل وکړ آن تردې چې شهيد شو اوپه دې غزا کې دا لومړنی شهید و .

رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په خپله سخت وجنگېدی او تر ټولو دوښمن ته ورنږدې و الله  جل جلاله  پرښتې د مسلمانانو د مرستې لپاره راولېږلې او دمشرکانوسره وجنگېدې .

عبدالرحمن بن عوف  رضي الله عنه  وايي : زه په یو کتار کې وم يوڅنگ اوبل څنگ ته مې دوه کمکي ځوانان و زه د هغوی له امله ډېر ډاډه نه وم په همدغه وخت کې يوه را ته په غوږ کې وويل : کا کا ته ابوجهل پېژنې ؟ ماورته وويل څه پرې کوې ؟ هغه راته وويل چې ما دالله  جل جلاله  سره دا ژمنه کړې چې زه هغه ووينم وژنم به يې او يا به زه شهيد کېږم دويم هم دلومړي غوندې خبر وکړه نو ماورته وښود دواړه ډېر په منډه د هغه خواته ولاړل هغه يې ووهلو او مړ يې کړ او دا دواړه د عفراء نومي ښځې زامن و کله چې ابوجهل ووژل شو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وويل دا  ابوجهل د دغه امت فرعون و.

له سخت جنگ وروسته  مسلمانان کامياب او مشرکان  ناکام شول د مشرکانو څخه اويا تنه ووژل شول او اويا نور بنديان شول او دمشرکانو مړي يې د بدر په څاه کې واچول او ورته يې وويل : آيا تاسوته هغه څه ورسېدل چې الله يې ژمنه در سره کړې وه ما خو هغه څه وليدل چې زما سره مې پالونکي ژمنه کړې وه او دمسلمانانو له ډلې څخه شپږ قرش او اته انصار صحابه شهيدان شول .

کله چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د خپلوملگروسره د مدينې په لور د کاميابۍ په حال کې را روان شو نو دوه زيري کوونکي يې مخکې مدينې ته را ولېږل چې يوعبدالله بن رواحه و د مدينې خلکو ته يې کور په کور د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  دسلامتۍ اود مشرکانو دسردارانو د وژل کېدو او بندي کېدو زېری ورکوی او دهر وژل شوي نوم يې اخيستی ماشومان ورسره شول د خوشحالۍ ترانې يې وېيلې  او خلک د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  سره په روحاء نومي ځای کې مخامخ شول د کامیابۍ مبارکي يې ورکوله

د مشرکانو په کورونه کې غم او ژړا جوړه شوه په زړونه کې وېره پیداشوه او ابوسفیان چې لا تراوسه نه ومسلمان شوی دا لوړه وکړه چې تر هغه به سر ته اوبه ور نه وړي تر څو يې بيا د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  اومسلمانانوسره جگړه نه وي کړې .

رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د ټولوبنديانو سره د ښه چلند لارښوونه وکړه او ټولو صحابه و به د خپلې خولې لمړۍ بنديانوته ورکوله په بنديانو کې د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  تره عباس ،د تره زوی عقیل بن طالب او زوم ابوالعاص بن ربیع هم و خو د اسلام حکم د ټولو لپاره يو ډول و د نږدې او لرې توپير پکې نه و.

په پای کې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ټول بنديان وبخښل او فدیه يې ځنې ومنله که چېرې چا دفديې ورکولو وس او توان نه لرلو خو ليک لوست يې زده و نو هغوته يې وويل چې د انصارو لسو تنو ته دې ليک لوست ور وښيي بيا آزاد دی هغه وچې گڼ شمېر بنديان لدې لارې څخه آزادشول او زيد بن ثابت  رضي الله عنه  هم د همدې لارې ليک لوست زده کړل .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*