وروستي:

افغان دارالعلوم

د يوې اسلامي ټولنې د بقا لپاره يو له اساسي بنسټونو ديني مدرسې دي، ديني مدرسې د اسلامي ټولنې د ټولو افرادو د عقائدو ساتنه کوي او د هر نوي نسل په اسلامي روحيه روزنه کوي، په هره زمانه کې مسلمانانو ته د متوجه ګواښونو او چيلنجونو دفاع او مخنيوی کوي او همدا مدرسې دي چې تر ننه يې د اسلامي عقائدو او علومو ساتنه کړې ده، برعکس، هر کله چې په يو اسلامي هېواد کې ديني مدرسې له منځه تللي او يا له پامه غورځول شوي دي، ډېر ژر له هغې سيمې اسلام کډه کړې ده او باطل په منډه ور ننوتی دی.

د دې لپاره چې په اوسنۍ له فتنو ډکه زمانه کې مو خپل دين  ساتلی وي او خدای مکړه د فتنو ښکار شوي نه يو، څو کاله وړاندې د هېواد مشهورې څيرې مولوي عبدالسلام ضعيف او څو تنو زړه سواندو او هېوادپالو علماوو تصمیم ونیو چې د هېواد په زړه (کابل) کې د (افغان دارالعلوم) په نوم يوه داسې ديني مدرسه پيل کړي چې د وخت د غوښتنو په پام کې نيولو سره ترې داسې شاګردان ټولنې ته وړاندې کړي چې په کامله او سهي معنا له دين او ديني علومو څخه خبر او د هر ډول فتنو مخه ونيسي او په سهي معنا د دين خادم اوسي.

افغان دارالعلوم کې اوسمهال  نژدې 800 زده کوونکي تر ديارلسم ټولګي (پنځمې درجې) زده کړې کوي چې نيمايي يې ليليه دي، او د 25 تنه مسلکي او تکړه استادانو له لورې يې ښوونه او روزنه کېږي.

راځئ!! د اسلامي ټولنې او اسلامي ارزښتونو د بقا په خاطر او د خپل نوي نسل په اسلامي روحيه روزنې لپاره ديني مدرسې تقويه کړو او دا سپېڅلی خدمت په ګډه وکړو.

افغان درالعلوم له هيڅ رسمي جهت څخه نه تمويلېږي او ټوله تکيه يې پر ولس او ځانګړې توګه ملي سوداګرو ده، له دې امله چې هر کال مو د زده کوونکو شمېر زياتېږي، ورسره مصارف هم زياتېږي؛ نو له شتمنو وروڼو مې هيله ده چې د دې اساسي خدمت د سر ته رسولو په لاره کې راسره لاس يو کړي او افغان دارالعلوم په خپلو مرستو ونازوي.

يادونه: افغان دارالعلوم ته راتلونکي هر ډول مرستي د شريعت په چوکاټ کې او له پوره امانتدارۍ سره د ځانګړي سستم له لارې مصرفېږي، که څوک غواړي کولای شي د نقدي پر ځای د ثابت توکو مرسته وکړي.

افغان دارالعلوم ځانگړتياوې

  • اسلامي اصولو او په همدې چوکاټ کې افغاني دودونو ته بشپړه پاملرنه.
  • ځانګړی او د وخت له غوښتنو سره سم منظم ښوونيز نصاب.
  • د حفظ ځانگړې برخه (دارالحفاظ).
  • د عمر او ټولگي په نظر کې نیولو سره د قرآن کریم د ځینو سورتونو حفظ.
  • د ديني علومو ترڅنګ تر اتم ټولګي د عصري علومو زده کړه.
  • د زده کوونکو د اصلاح لپاره ځانګړي پروګرامونه.
  • د مأثوره دعاگانوحفظ (هغه چې په نبوي احادیثو کې راغلي دي) .
  • د کمپیوټر زده کړې مجهز ټولگی (کمپیوترلب).
  • د اسلامي اخلاقو او ادابو یو ښکلی چاپېریال .
  • د زده کوونکو د علمي پرمختګ په موخه په مدرسې کې د ننه او له نورو ښوونيزو ادارو سره د مسابقو تر سره کول.
  • څلور ويشت ساعته روزنيز چاپېريال.

 

د افغان مدرسې د مياشتني لګښت تفصيل

  • خوراکي توکي:
  • وريژې: 40 بورۍ—————–(80,000) افغانۍ
  • غوړي: 25 ټيمه ——————(30,000) افغانۍ
  • وچه ډوډۍ: ———————(165,000) افغانۍ
  • غوښه: 360 كيلو————— (10,8000) افغانۍ
  • سبزي او حبوبات: —————(100,000) افغانۍ
  • د استادانو معاشونه:———– (3,01700) افغانۍ
  • د مستخدمينو معاشونه:——— (108,000) افغانۍ
  • د نجونو څانګې د استادانو معاشونه….(41000) افغانۍ
  • اداري لګښتونه——————-(20,000) افغانۍ
  • ټولټال مياشتنی لګښت: ——— (953700)

 

يادونه: تاسو کولای شئ د مدرسې د لګښتونو له جدول څخه په خپله خوښه ثابت توکي پر غاړئ واخلئ او په خپل لاس يې په کار واچوئ.

ودانيزه برخه:

افغان مدرسه تر اوسه دوې ليليې چې هره يوه يې ديرش خوني لري، درس خوني او د ډوډۍ خوړلو يو لوی تالار لري، دغه راز اداره په نيت کې لري خپلې ودانيزې چارې نورې هم پراخې کړي او دوې نورې ليليې، پنځلس نورې لويې درس خوني، دارالحديث، د مېلمنو لپاره جلاخونې، يوه لويه دروازه، او د استاذانو لپاره کورونه هم جوړ کړي، تاسو کولی شئ د هرې ودانۍ په جوړولو کې ونډه واخلي او د ځان لپاره يوه جاريه صدقه جوړه کړئ.

پته

احسان مېنه، بګرامیو ولسوالي، کابل – افغانستان

 

اړیکشمېرې:

0702020605

0771200129

بانکي اکاونټ: عزيزي بانک

افغانۍ: 001901100842961

ډالر:    001901200360713

برېښنا لیک

Afghanfoundation1@gmail.com

 

وېبپاڼه

www.afghanfoundation.net