وروستي:

د روزۍ د تنگۍ له امله حرامو ته مه مخه کوئ

د مفتي رفيع الله نعماني ژباړه

حذیفة رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: جبرائیلu زما په زړه کې پوکی وکړ (واچول)، هیڅ نفس ترهغه پورې نه مړ کېږي ترڅو چې خپل رزق پوره نه کړي، او که په رزق کې وروسته والی (د تنگۍ او پریشانۍ وخت راشي) نو له الله جل جلاله  څخه و ډار شئ او په رزق گټلو کې سمه لاره غوره کړئ، د رزق تنگي دې تاسې دې ته اړ نه کړي چې د الله جل جلاله  په نا فرمانۍ او گناه کې د رزق د ترلاسه کولو لارې چارې ولټوئ، ځکه هر هغه څه چې له الله جل جلاله  سره دي هغه یوازې او یوازې دې الله جل جلاله  په پیروۍ او طاعت کې ترلاسه کېدای شي.

عن حذیفة رضي الله عنه : جبريل نفث في روعي أن نفسا لن تموت حتى تستكمل رزقها وإن أبطأ عليها فاتقوا الله وأجملوا في الطلب ولا يحملنكم استبطاء الرزق على أن تطلبوه بمعصية الله فإن الله لا ينال ما عنده إلا بطاعته. ([1])

د کوم بدن پالنه چې په حراموسره شوې وي هغه د دوزخ مستحق دی

عن ابی بکر رضي الله عنه  ان رسول الله صلی الله عليه وسلم  قال: لایدخل الجنة جسد غذی بالحرام. ([2])

ژباړه: ابو بکر صدیق رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: هغه بدن به جنت ته داخل نه شي د کوم چې پالنه او تغذیه په حرامو باندې شوې وي.

فایده: هر هغه څه چې د شریعت له مخې حرام وي، د هغې په گټه او لاسته راوړنه چې د کوم جسم پالنه وشي (خوراک او څښاک) هغه جسم جنت ته نه شي داخلېدای او دوزخ ته به ورځي، د حرام مال مطلب دادی چې د حرام تجارت او کاروبار څخه تر لاسه شوی وي لکه سودي کارونه، د شرابو سره اړونده دنده، غلا کول، لار نیول، د مردارې د غوړیو (وازدې) خرڅول، د شرابو تجارت او دکانداري کول، د فحاشۍ او زنا اجره، او هر هغه کار چې د شریعت د احکامو پربنا حرام ښودل شوی وي، د هغې په ذریعه چې کوم مال تر لاسه شي او بدن ورباندې وپالل اوغټ شي، دغه بدن جنت ته نه شي داخلېدای.

ای تاجرانو او دکاندارانو! د حرامو توکیو تجارت مه کوئ، د شرابو جوړولو په کمپنۍ کې دنده مه تر سره کوئ، د شرابو خرڅول او اخیستل مه کوئ، د مردارو حیواناتو ټېکې مه نیسئ او د مردارو د غوړیو (وازدو) تجارت مه کوئ، مطلب هر هغه څه چې حرام دي هغه مه کوئ، ځکه چې د دې له گټې څخه ستاسې  او ستاسې د اولاد تغذیه کېږي او بیا به ټول دوزخ ته ځئ ولې د دوزخ د اور سزا ته غاړه ږدئ؟ د حلالې گټې بې شماره دروازې دي یوه یې غوره کړئ ترڅو د دنیا او آخرت راحتونه او مزې ترلاسه کړئ.

د مال گټلو روا لارې چارې هم شته، نو نا روا لارې مه غوره کوئ

عن جابر بن عبدالله رضي الله عنه   قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  … خذوا ماحل و دعوا ماحرم. ([3])

ژباړه: جابر ابن عبدالله رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم   وویل: حلال غوره کړئ او حرام پرېږدئ.

فایده: مطلب دا چې په دنیوي لحاظ سره رزق او د ژوند کولو لارې چارې روا (حلالې) هم شته او نا روا (حرامې)  هم، الله جل جلاله  دې دواړو سببونه پیدا کړي او بیا یې خپل بنده گان ورباندې ازمویلي دي ترڅو معلومه کړي چې څوک له حرامو او دې  هغې له اسبابو څخه ځان ساتي؟

نو ای تاجرانو او دنده ترسره کوونکو! په دنیوي لحاظ سره رزق پیدا کول او گټه ترلاسه کول حلال هم شته او حرام هم، خو تاسې باید دې روا او حلال سبب په ذریعې سره مال ترلاسه کړئ، ځکه په حلالو کې هم برکت وي او هم د آخرت له سزا څخه حفاظت.

داسې زمانه به راشي چې انسان به يوازې مال غواړي، د حلال او حرام پروا به يې نه کوي

عن ابی هریرة رضي الله عنه  عن النبی صلی الله عليه وسلم  قال: یأتي علی الناس زمان لایبالي العبد بحلال اخذ المال ام بحرام. ([4])

ژباړه: ابو هریرة رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: په خلکو به داسې زمانه راشي چې له انسان سره به د مال په ترلاسه کولو کې د حلالو او حرامو فکر نه وي.

فایده: مطلب دا چې په آخره زمانه کې به د خلکو د بې دینۍ حال داسې وي چې هغوی به یوازې د مال د ترلاسه کولو سوچ کوي د حلال او حرام به هېڅ فکر ور سره نه وي او نه به ددې پروا کوي چې په حرامه لار راځي اوکه  په حلاله سره.  تاسې وگورئ! په اوسني دور کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  دغه وړاندوینه بالکل ښکاره ده، غلا، رشوت، د گروۍ معاملې، په تجارت کې دوکه، په اندازه او وزن کې کمي، ناروا ماموریتونه، سود او د قرضونو ناروا لارې، د بیمې ناروا خدمتونه، د باغونو له مېوې وتلو څخه مخکې خرڅول او په بیت المال کې په خیانت کولو سره ډېره دنیا ترلاسه کول او داسې نور.

دا ټولې نا روا لارې چارې دي خو د مسلمان امت یوه لویه ډله خلک په دې گناهونو کې اخته دي او له همدې امله هغوی د دوزخ د اور مستحق دي او عبادات اوصدقات یې هم د قبول وړ نه دي.

ای خلکو! د مال په ترلاسه کولو کې حلاله لار په پام کې ولرئ ترڅو سبا د قیامت په ورځ د سزا او د دوزخ له اور څخه بچ شئ.

که په لسو روپيو کې که يوه روپۍ هم حرامه وي نو عبادت يې د قبول وړ نه دی

عن ابن عمر رضي الله عنه : من اشترى ثوبا بعشرة دراهم وفيه درهم حرام لم يقبل الله له صلاة ما دام عليه منه شيء. ([5])

ژباړه:ابن عمر رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: څوک چې یوه جامه په لس روپۍ واخلي او په هغه کې یوه روپۍ حرامه وي، الله جل جلاله  به ترهغه وخته پورې د ده لمونځ نه قبلوي ترڅو چې له دغې جامې څخه یوه ټوټه یې هم د ده پر بدن باندې موجوده وي.

فایده: حرام مال ډېر خبیث او بد دی، د زهرو مثال لري، زهر که ډېر لږ هم وي د انسان د هلاکت لپاره بسنه کوي، همدا رنگه حرام مال که ډېر لږ هم وي د خپل اثر ښودلو لپاره بس دی، که په لسو برخو کې یوه برخه هم حرامه وي نو ټول مال چټلوي، که په عبادت کې حرام شی گډ شي نو د قبولیت چانس له لاسه ورکوي، که په جامه (لباس) او جایداد کې لږ حرام ور گډ شي نو د هغه برکت له منځه وړي او د هغه په واسطه چې کوم عبادت تر سره کېږي هغه به هم د قبول وړ نه وي.

نو ای خلکو! په خپل جایداد او خپل د استعمال په شیانو کي حرام مه ور گډوئ، تر څو برکت او ښه اثر یې له منځه لاړ نه شي.


 کنز العمال ۱ ټوک ۲۴ مخ[1]

 بخاري، بیهقي فی الشعب او مشکوة ۴۳۴مخ[2]

 سنن کبری ۱ ټوک ۲۶۵مخ [3]

 د امام احمد مسند ۲ ټوک ۴۳۰ مخ، بخاري ۱ ټوک ۲۷۵ مخ[4]

 کنز العمال ۴ ټوک ۱۳ مخ[5]

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*