وروستي:

دوه سوه پښتو متلونه

يو ورور چې خپل نوم يې نه دی ياد کړی، افغان بنسټ ويب پاڼې ته يوه داسې ليکنه را لېږلې چې دوه سوه پښتو متلونه پکې راغونډ کړل شوي دي، تاسو يې هم لوستلو ته را بولو.

۱ـ حیا دار حیا کول بې حیا ویل زما څخه بېریږي.

۲ـ اخره زمانه شوه د چرګانو یارانه شوه.

۳ـ د جنګ خبرې خوږې وي خو ساعت یې تریخ وي.

۴ـ دیوالونه هم غوږونه لري.

۵ـ که څوک دې نه پیژني جومات کې غلا وکړه.

۶ـ ادب له زخمه اخیستل کېږي.

۷ـ په خپله یې خر نسته د بل په اس پورې خاندې.

۸ـ په ناسته غمبر نه کېږي.

۹ـ تشه لاسه ته مې دښمن یې.

۱۰ـ ټپوس کې د باز خویونه نه وي.

۱۱ ـ زور خو زور وي ،خو چل هم د زوره کم نه وي.

۱۲ ـ زه ساده ،ته حرام زاده.

۱۳ـ کور کې دې جواري نشته له دماغه دې د پلو بوی ځي.

۱۴ ـ نظر غرونه چوي.

۱۵ـ مور چې درخانۍ وي ، لور به یې ښاپیرۍ وي.

۱۶ ـ چرګه زما ده او هګۍ بل کره اچوي .

۱۷ ـ اور ته خپل او پردي یو شی دی .

۱۸ ـ بد بوټي ته سپي هم متازې نه کوی.

۱۹ـ په خوله خوږ ،په زړه کوږ.

۲۰ ـ وسله هغه ده چې په لاس کې وي .

۲۱ ـ د بد زوی له لاسه ښه پلار کنځل کېږي .

۲۲ ـ د غریب سړي د خیرات په ورځ غوا ورکه وي .

۲۳ ـ د ناست زمري نه ، ولاړ ګيدړ ښه دی.

۲۴ ـ غاښ چې رنځور شي ، نور د انبور شي .

۲۵ـ پیاز دې وي په نیاز دې وي.

۲۶ـ په هوا کې ماڼۍ نه جوړېږي.

۲۷ـ په ایرو کې ګوتې مه وهه اور به پکې وي.

۲۸ـ خوار په هندوستان هم خوار وي.

۲۹ـ دوه پاچایان په یو تخت نه راځي.

۳۰ـ دوست ته حال وایه دښمن ته لاپې .

۳۱ـ د باز له ځالې باز پاڅېږي.

۳۲ـ د بې عقل ځواب سکوت دی.

۳۳ـ د شګو بند اوبه وړي.

۳۴ـ له بدو څخه یا غلی اوسه یا لرې اوسه.

۳۵ ـ د غریب غاښ په حلوا کې ماتېږي .

۳۶ ـ رښتیا خبرې یا مست کوي یا لیوني.

۳۷ ـ ډېر ویل د قران ښه دی.

۳۸ ـ ډوډۍ که پردۍ وه ګیډه خو دې خپله وه.

۳۹ ـ د وطن په قدر مساپر ښه پوهېږي .

۴۰ ـ ړوند یو وار امسا ورکوي.

۴۱ ـ عقل په پیسو نه اخیستل کېږي.

۴۲ـ د خپل وطن ګیدړ د بل وطن تر زمري ښه دی.

۴۳ ـ د غریب سړي د خیرات په ورځ غوا ورکه وي .

۴۴ ـ د صحت قدر رنځور پېژني .

۴۵ـ چاړه که زرو وي په سینه یې څوک نه منډي.

۴۶ـ چاړه او غوښه شول سره.

۴۷ـ دښو نه ښه زیږیږی د بدونه واښه.

۴۸ـ دوستی د سلو کالو لار ده.

۴۹ـ نه می هوږه خوړلی او نه یی له بویه ویریږم.

۵۰ـ دوست ته تشه پیاله دښمن ته ډکه.

۵۱ـ په عمر کشر، په عقل مشر.

۵۲ـ ته دوست پیدا که، دښمن پخپله پیدا کیږی.

۵۳ـ دوست اشارې ته ګوري او دښمن وارې ته.

۵۴ـ كه غر هر سومره لور دي خو به سر ئ لار دي.

۵۵ـ د ګونګي په ژبه خپله مور ښه پوهېږي .

۵۶ـ د حجرې چیلم یې هر څوک درباندې خله لکوي.

۵۷ـ د مار بچي مار وي .

۵۸ـ دله غل د کور مالت نه غلا کوي .

۵۹ـ د غریب ملا په اذان څوک روژه نه ماتوي.

۶۰ـ د ګیدړ تر ناز د زمري څيرل ښه دي .

۶۱ـ دغه ګز دغه میدان .

۶۲ـ د خیرات په وخت کې د یتیم پزه وینې شې .

۶۳ـ څوک چې ستوان خوري شپېلۍ نه وهي .

۶۴ـ د خان بېګم ته هر څوک بي بي وایي .

۶۵ـ د جومات سړی په جومات کې لټوه.

۶۶ـ ذهن چې صفا وي خیالات به صفا وي.

۶۷- غل په غره کې ځای نه لری.

۶۸ـ د غریب په مرګ څوک نه ژاړي.

۶۹ـ ړوند په څراغ څه کوي.

۷۰ـ د نر هلک ژړا په زانګو کې معلومېږي.

۷۱ـ دوکان دوک دی یا کان.

۷۲ـ دېوالونو هم غوږونه لري.

۷۳ـ خرهغه خو کته یې بدله ده .

۷۴ـ جنګ سوړ سو میری تود سو.

۷۵ـ د شعر معنی د شاعر په خیټه کې ده .

۷۶ـ په پردې لاس مار مه وژنه.

۷۷ـ بې پرتوګه سړی دی.

۷۸ـ په دوس کلي کې مېلمه مشر وي.

۷۹ـ د لېوه زوی نه اموخته کېږي.

۸۰ـ چې د بې ذاته اشنايي کا اور به بل پر خپل تندي کا.

۸۱ـ دوست ته حال وایه دښمن ته لافي کوه.

۸۲ـ د پلار اشنا د زوی کاکا.

۸۳ـ د ښځې چې میړه سره راستي وي ،د کور ژوند یې په درستي وي.

۸۴ـ د صبر مېوه په مراد پخېږي.

۸۵ـ یو انار او سل بیمار.

۸۶ـ یا وینه ژاړي یا مینه.

۸۷ـ هندو زوړ شو مسلمان نه شو.

۸۹ـ هم خورما او هم ثواب.

۹۰ـ هم غل هم غمخور.

۹۱ـ مرګ مشر او کشر ته نه ګوري.

۹۲ـ مرګ او خوب یو شی دی.

۹۳ـ لکه چرګ په ډیران مه وایه بانګونه.

۹۴ـ ګټه په تاوان کېږي.

۹۵ـ که د سهار ورک ماښام کور ته راشي ورک نه دی.

۹۶ – له بهرامه ښادي حرامه.

۹۷- د کم بخته غول بې وخته.

۹۸- که باران وې که ږلۍ، مېلمه غواړي ښه مړۍ.

۹۹- غریب سړي ته بازار هم کوهستان دی.

۱۰۰- زړه ازارول کعبه نړول دی.

۱۰۱- زورور غل په خپل کلي کې غلا نه کوي.

۱۰۲- په سپین سر ململ پر سر.

۱۰۳- پر خره سپرېدل یو شرم، ځینې کښته کېدل یې بل شرم.

۱۰۴- لکه د ټانګې اس بل خواته نه ګوري.

۱۰۵- هره ښځه چې حجاب نه لري بې مالګې طعام ده.

۱۰۶ ـ پر مېړه یو کال خواري وي ، پر سپي سړي تل تر تله .

۱۰۷ـ قرض د پلار هم بد دی.

۱۰۸ـ پشو د خدای لپاره موږک نه نیسي.

۱۰۹ـ په پردې څټ سل سوکه څه دي.

۱۱۰ـ په پردې لاس مار مه وژنه.

۱۱۱ـ پېریانو ته کوه قاف څه دي.

۱۱۲ـ په ناسته اتڼ نه کېږي.

۱۱۳ـ پر پچه وخوت کشمیر یې وکوت.

۱۱۴ـ په یو کتاب څوک نه ملا کېږي.

۱۱۵ ـ لېوانو ته غوښې چا پخې کړی دي.

۱۱۶ـ مور او پلار چې زاړه شي تر شکرو لا خواږه شي.

۱۱۷ـ مه کوه په چا چې وبه شي په تا.

۱۱۸ـ لکه چرګ اذانونه ډېر کوي لمونځ یې هېچا نه دي لیدلي.

۱۱۹ـ کبرجن د خدای (ج) دښمن دی.

۱۲۰ـ کار چې بې استاد وي بې بنیاد وي.

۱۲۱ـ زر په اور کې هم نه خرابېږي.

۱۲۲ـ خپله خوله هم کلا ده هم بلا ده.

۱۲۳ـ خلک هر څه کوي خو هر څه نه وايي.

۱۲۴ـ سلواغه هره ورځ په څا کې نه ولېږي.

۱۲۵ـ نه به کاڼې پوست شي ، نه به غلیم دوست شي.

۱۲۶ـ دولتمند که ډېر لرې وي خلک یې خپل ګڼي.

۱۲۷ـ د پوه سړي دوستي زیان نه لري.

۱۲۸ـ ما پور غوښته تا نور غوښته.

۱۲۹ـ د کور ګټه د لاهور ګټه .

۱۳۰ـ د بډای په ختم ملا نه ستړی کېږۍ.

۱۳۱ـ علم د دواړو جهانونو رڼا ده.

۱۳۲ـ ظریف خان ته ګوره او تاوان ته یې ګوره.

۱۳۳ـ همدا دیګ او همدا شلغم.

۱۳۴ـ لټ د اوړي سیوري غواړی د ژمي پیتاوي.

۱۳۵ـ بې رېباره یاري ګرانه ده

۱۳۶ـ  صابرانو سره خدای (ج) ملګری وي.

۱۳۷ـ عاقل همېشه ځان ناپوهه بولي کم عقل ځان ته هوښیار وایي

۱۳۸ ـ  که د سهار ورک ماښام کور ته راشي ورک نه دی

۱۳۹ـ  چرګ چې ځوان ځوان شي په بام ورو ورو ځي

۱۴۰ـ ژمی د خوار او غریب زیان دی

۱۴۱ـ  چې بد ګرځي بد به پرځي.

۱۴۲ـ  دا مې سمنډوله ده برخه مې لا نوره ده.

۱۴۳ـ د بدې خبرې سل کاله عمر وي.

۱۴۴ـ د ژبې اعتبار دقوم اعتبار دی.

۱۴۵ـ ریښتیا زوال نه لري.

۱۴۶ـ صبر تریخ دی خومیوه یې خوږه ده.

۱۴۷ـ که سل کاله ژوندی یی، اخیر دګوربنده یی.

۱۴۸ـ یو خوا ډاګ دی بلخوا پړانګ دی.

۱۴۹ـ مرګ د اوبو وار دی نن په ما ، سبا په تا.

۱۵۰ـ لعل په ایرو کې نه ورکېږي .

۱۵۱ـ ګیله د خپلو نه کېږي.

۱۵۲ـ غل په غل پوهېږي.

۱۵۳ـ زوی یې غوښت خیر یې نه غوښت .

۱۵۴ـ د باز عمر لنډ وي.

۱۵۵ـ د لېوه کور بې له هډوکو نه وي.

۱۵۶ـ د پردي زوی نه خپله لور ښه وي.

۱۵۷ـ دوه پک هغه هم سره ورک.

۱۵۸ ـ د صبر کاسه درنه ده.

۱۵۹ـ څوک د ځان غم کوي څوک د جهان غم کوي.

۱۶۰ـ خر خپل او پردي فصل نه پیژني.

۱۶۱ـ پړ هم زه شوم مړ هم زه شوم.

۱۶۲ـ پک که ډاکتر وای اول به یې د خپل سر علاج کړی وای.

۱۶۳ـ د میرې څپیړه د اور لمبه ده.

۱۶۴ـ د ملغلرې یو اب دی چې لاړ شي .

۱۶۵ـ که زور په بازو نه لري زر په ترازو نه لري.

۱۶۶ـ مرګ او خوب یو شی دی.

۱۶۷ـ وزه چې هم څملې ځای په پښو پاکوي.

۱۶۸ـ ویل شته دي عمل نشته.

۱۶۹ـ هر نادر سره قادر شته.

۱۷۰ـ هره تېږه من نه ده.

۱۷۱ـ دوه ورونو جنګ وکړو کم عقلو پري باور وکړو.

۱۷۲ـ برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري.

۱۷۳ـ پړ مى که مړ مى که.

۱۷۴ـ ديوال نم زړوى خو انسان غم زړوى.

۱۷۵ـ نا پوه  دومره بر بل  نه کوى  لکه پر  ځان.

۱۷۶ـ پردي خواړه يا پور دى  يا پيغور.

۱۷۷ـ دميړه  يا ترپ دى يا خرپ.

۱۷۸ـ سل دی ونره خو د سلو سر دی مه مره.

۱۷۹ـ وږى  پيشو  د زمري سره جنکېږي.

۱۸۰ـ سل روپۍ پوره كه داختر شپه په كور كه.

۱۸۱ـ سل روپۍ پور کړه یو زوی په کابل لوی کړه.

۱۸۲ـ دا دې كور دى دا دې اور.

۱۸۳ـ د آس لغته آس زغمي.

۱۸۴ـ څاڅکې څاڅکې ډېریږي.

۱۸۵ـ درواغجن حافظه نلري.

۱۸۶ـ منت واخله ولی منت مکوه.

۱۸۷ـ چې عقل نه لري هېڅ نه لري.

۱۸۸ـ خله په غاښو ښه ښکاري.

۱۸۹ـ خوار چې موړ شي ځمکې ته نه ګوري.

۱۹۰ـ ځنګل د زمرو نه خالې نه وي.

۱۹۱ـ د الله (ج) په چارو د چا وس نه رسېږي.

۱۹۲ـ د کور غل د لستوڼي مار وي.

۱۹۳ـ د ښو غوښو ښه ښوروا وي.

۱۹۴ـ د دښمن کره ځم دوست مې ګرو دی.

۱۹۵ـ راست اوسه په لویه لاره ملاست اوسه.

۱۹۶ـ فېشن د هر نوې دور جامه ده.

۱۹۶ـ ګټه په سړه سینه کېږي.

۱۹۷ـ لکه میندې هسې لوڼه لکه ژرندې هسې دوړه.

۱۹۸ـ مساپري بده بلا ده.

۱۹۹ـ غل د پشو د ترپ نه هم بېریږي.

۲۰۰ـ ویشتلي په زړه پیداره وي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*