وروستي:

نړۍ د يو روښانه راتلونکي لارې څاري

ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

نن چې په دې ليکنه کې څه لولو دا د امريکا د يوې کليسا د څيړنيز راپور ځينې برخې دي، نوموړي کليسا دا څيړنه  په ۲۰۰۸ کال په دې هدف تر سره کړه ترڅو د نړۍ عيسويان د مسلمانانو په وړاندې را وپاروي او د هغوی د پرمختګ لارې وتړي؛ خو نه پوهيږي چې دا حق دين به خدای پاک د نړۍ هرې برخې ته رسوي او دا زيری موږ ته قرآنکريم څوارلس سوه کاله پخوا راکړی او پيغمبر صلی الله عليه وسلم يې وړاندوينه کړې ده چې: د اسلام دين به خدای پاک هر خټين ا و ډبرين کور ته ننباسي

که څوک پرې خوشحاليږي او که خوابدي کيږي.

د راپور متن:  هره ټولنه د خپل مذهب د ساتنې له پاره د وګړو ۲،۱۱ طبعي زياتوالي ته اړتيا لري او که په دې کچه زياتوالی ونه لري هغه ټولنه خپل کلتور او فرهنګ له لاسه ورکوي.

په ۲۰۰۷ کال کې د ځينو هېوادونو د وګړو طبعي زياتوالی:

امريکا: ۱.۶

فرانسه: ۱.۸

انګلستان: ۱.۶

يونان: ۱.۳

 جرمني: ۱.۳

اټاليا: ۱.۲

هسپانيا: ۱.۲

دې شمېرو ته په پام سره به په  راتلونکي کې اروپا او امريکا خپل پخوانی کلتور له لاسه ورکړي او په نوې (اسلامي) بڼه به رامنځته شي.

فرانسه :

د ۱۹۰۵ ميلادي کال را په دې خوا د فرانسې  حکومتي نظام سيکولر يا پر مذهب نه ولاړ نظام دی، له همدې امله هلته رسما يو دين هم نه دی منلی او ټولو مذاهبو ته په يوه سترګه ګوري، اوسنۍ شمېرې ښيي چې اسلام په فرانسه کې دوهم دين دی او پنځه ميليونه فرانسويان مسلمانان دي.

جنوبي فرانسه د نړۍ يو له هغو سيمو څخه ده چې يو وخت يې ډېرې کليساوې لرلې خو اوس هلته د کليساوو په پرتله جوماتونه ډېر دي.

د فرانسې ۳۰ سلنه ماشومان مسلمانان دي او په څو لويو ښارونو کې لکه: نيس، مارسي او پاريس کې دا شميره  ۴۵ سلنې ته رسيږي

په دې توګه به تر ۲۰۲۷ کاله پورې د فرانسې هر پنځم وګړی مسلمان وي

او په راتلونکو ۳۹ کلونو کې به فرانسه يو اسلامي هېواد اعلان شي

په فرانسه کې اوس  زر (۱۰۰۰) جوماتونه دي، او دا زياتره هغه ودانۍ دي چې پخوا کليساګانې وې

انګلستان :

په انګلستان کې د تېرو دېرشو کلونو په لړ کې د مسلمانانو شمېره له ۸۲۰۰۰ تنو څخه دوه نيم ميليونه وګړو ته رسېدلې ده يعنې دېر چنده زيات شوي دي او د فرانسې په څېر په انګلستان کې هم له عيسايانو وروسته دوهمه لوړه شمېره د مسلمانانو ده

 هاليند:

په هالينډ کې ۵۰ سلنه نو زيږي مسلمانان دي

د ۲۰۰۶ کال د احصائيو له مخې هغه وخت په هالينډ کې نږدې دوه ميليونه وګړي مسلمانان وو او د امريکا ديوې کليسا د احصائيو له مخې چې په کال ۲۰۰۸ کې يې ترسره کړه په  راتلونکو ۱۵ کلونو کې به د هالېنډ نيمايي وګړي مسلمانان وي

روسيه :

هر پنځم روسی مسلمان دی چې شمېره يې ۲۸ ميليونه وګړو ته رسيږي

بيلجيم :

د بيلجيم ۶ سلنه وګړي مسلمانان دي چې شمېره يې نږدې دوه ميليونه وګړو ته رسيږي

د بيلجيم حکومت څرګنده کړې ده چې تر ۲۰۲۵ کاله به ددې هېواد هر دريم ماشوم د مسلماني کورنۍ غړی وي

جرمني

د جرمني حکومت په لومړي ځل ښکاره کړه چې د جرمني وګړو په منځ کې د مسلمانانو زياتوالی اوس له کچې وتلی او څوک يې مخه نشي ډب کولای، دوی وايي: اوس واک له لاسه وتلی او تر ۲۰۵۰ کال پورې به جرمني هم يو اسلامي هېواد  اعلان شي

اروپا:

په اروپا کې اوس ۵۲ ميليونه مسلمانان ژوند کوي او د جرمني حکومت اعلان کړی چې دا شمېره به په راتلونکو شلو کلونو کې دوه چنده يعنې ۱۰۴ ميليونه وګړو ته ورسيږي

کاناډا :

په کاناډا کې اسلام تر ټولو مذهبونو چټک خپرېدونکی دين دی

د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ کلونو په مابين کې د کاناډا نفوس۱،۶ ميليونه زيات شوی چې دا ديوې مسيحي ټولنې د ساتنې له پاره بسنه نه کوي.

 امريکا :

په ۱۹۷۰ کال کې په امريکا کې سل زره تنه مسلمانان وو  او اوس هلته له ۹ ميليونو څخه ډېر وګړي مسلمانان دي او په راتلونکو دېرشو کلونو کې به په امريکا کې ۵۰ ميليونه وګړي مسلمانان وي

کاتوليکانو اعلان کړی چې د مسلمانانو شمېره له کچې وتلې ده  او که د مسلمانېدا لړۍ همداسې روانه وي؛ نو په راتلونکو ۵ يا ۷ کلونو کې به اسلام د نړی ترټولو لومړنی دين شي.

 نور بيا…

1 څرګندونه on نړۍ د يو روښانه راتلونکي لارې څاري

  1. قدرت الله ستانکزی // January 20, 2014 at 11:02 am //

    داډیر دشکر ځای دی چی اسلام ډیر په چټکی سره پر مخ روان دی اوالله(ج)دا وعده کړی ده جی اسلام به ټولی نړی ته رسوی ستاسو دډیرو بریاوو په هیله.قدرت الله ستانکزی دافغانستان دلوګرولایت څخه.
    اړیکه:۰۰۹۳۷۷۶۹۳۵۹۴۴

Comments are closed.