افغان دارالعلوم کې د پګړۍ تړلو په وياړ ستره غونډه وشوه
راپور: حماد
پرون (پنجشنبه) کابل ولايت، بګرامۍ ولسوالۍ کې د افغان دارالعلوم په انګړ کې ۲۵ تنه حافظانو ته د پګړۍ تړلو مراسم ترسره شول، په دغو مراسمو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د ګڼ شمېر علماوو او پوهانو ترڅنګ زرګونو عامو خلکو هم ګډون کړی و، غونډه د سهار په نهو بجو د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې علماوو او پوهانو خپلې ارزښتناکې ويناوې وکړې او ترانه ويونکو ترانې زمزمه کړې.
ويناوالو د افغان دارالعلوم هغه هڅې وستايلې چې د زده کوونکو د سالمې روزنې په لاره کې يې کوي، ځانګړی ښوونيز نصاب، د روزنې ۲۴ ساعته نظام، د ديني علومو ترڅنګه د عصري علومو او مختلفو ژبو زده کړه هغه څه و چې د ويناوالو له خوا وستايل شول او پر اړتيا يې ټينګار وشو، د غونډې يوه برخه د افغان دارالعلوم د زده کوونکو ويناوو ته ځانګړې شوې وه، د دې برخې په پيل کې يو تن زده کوونکي د نړۍ په بېلابېلو ژبو د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل، ورپسې د زده کوونکو له خوا په پښتو، دری، عربي او انګليسي ژبو ويناوې او ترانې وړاندې شوې چې د ګډونوالو د ډېرې پاملرنې وړ وګرځېدې.
د ويناوالو له خوا د غونډې ګډونوال او هېوادوال وهڅول شول چې د داسې ديني مرکزونو ترڅنګ ودرېږي، ويې پالي او هر ډول مالي مرسته يې وکړي.
ورپسې د افغان بنسټ د ښوونيزو ادارو (افغان دارالعلوم، افغان مرکزي ښوونځي او افغان ښوونځي احمدشاه بابا مېنې څانګې) په کچه يو يو تن د کال غوره ښوونکي ته تقديرنامې ورکړل شوې، دغو درې تنه استادانو ته چې د کال په اوږدو کې د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې د مثالي استاد رول لوبولی و د افغان بنسټ د مشرتابه له خوا ورته د عمرې جائزې اعلان شوې.
له هغه وروسته د افغان دارالعلوم شل تنه استادانو او کارمندانو ته د ښه فعاليت له امله ستاينليکونه ورکړل شول، ورپسې هغو زده کوونکو ته چې په کلنۍ ازموينه کې يې لومړی، دويم يا دريم مقام ترلاسه کړی و، جائزې ورکړل شوې او په پای کې د راغلو علماوو په لاس د قرآن کريم حافظانو ته پګړۍ ور په سر کړل شوې.
غونډه د هېواد د وتلي عالم شيخ الحديث عبدالمالک قدوسي صاحب په تفصيلي دعا سره پای ته ورسېدله.
د افغان دارالعلوم پېژندنه
افغان دارالعلوم دافغان بنسټ په تشکيل پورې اړونده ښوونيزه اداره ده چې په (۱۳۹۱ ل ز) کال کې د هېوادوالو د نوي نسل د روزنې په موخه تاسيس شوې ، په لومړي کال افغان دارالعلوم له دريم څخه تر اتم ټولګي او د قرآنکريم دحفظ حلقه لرله، چې هغه وخت يې د ټولو زده کوونکو شمېر ( ۱۰۴) تنه وو، چې( ۲۳) تنه يې دحفظ په برخه او پاتې په ټولګيوکې په درسونو بوخت وو، د الله جل جلاله په ځانګړي فضل او د مدرسې د استاذانو او مسؤلينو د پرلپسې او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو دا دی د افغان دارالعلوم د زده کوونکو شمېر ورځ تر بلې په زياتېدو دی او سږ کال (۱۳۹۵هـ ش) يې د طالب العلمانو شمېر (۶۷۰) تنوته ورسېد، چې له لومړي څخه تر ديارلسم ټولګي (پنځمې درجې) پورې په زده کړو بوخت دي.
دارالعلوم د افغان بنسټ هغه ښوونيز نصاب پلی کوي چې د نصاب څېړلو څانګې يې د خصوصي مدرسو لپاره چمتو کړی دی، دا نصاب له لومړي څخه تر شپاړسمه ټولګي لري چې ديني او عصري مضامين دواړه پکې لوستل کيږي. دغه راز په افغان دارالعلوم کې د عربي او انګريزي ژبې ترڅنګ کمپيوټر هم د یو لازمي مضمون په توګه تدريس کېږي.
المعهد للغة العربية
افغان دارالعلوم په پام کې لري چې د عربي ژبي د عامولو لپاره د درس نظامي يا مروجه ښوونيز نظام ترڅنګ د معهد نظام هم پرمخ بوزي، د اوس لپاره د همدې نظام يوازې دوه ټولګي لري ، چې تفسير، حديث ، فقه، تجويد ، صرف او نحو او نور ټول مضامين په عربي ژبه تدريس کېږي، د دغو ټولګيو زده کوونکي مکلف دي چې د نورو درسونو ترڅنګ د کال په اوږدو کې سل حديثونه هم ياد کړي، دغه راز د دغو ټولګيو يوه ځانګړنه دا هم ده چې زده کوونکي به يې د عربي ژبې املاء او انشاء او حوارات هم حفظ کوي، دا ټولګي د تدريس ترڅنګ ځيني علمي او روزنيزې مسابقې هم لري چې په هغو کې د حديثو يادولو مسابقه، د عربي لغاتو يادولو مسابقه او د تعبير مسابقه او نور نشاطات هم شامل دي. د عربي ژبي د ((المعهد)) پرانيستلو يوه اساسي موخه داوه چې زموږ زده کوونکي وکولی شي په عربي ژبه اسانه او رواني خبري وکړلی شي او عربي ليکوالي هم زده کړي.
النادي الادب (انجمن)
څرنګه چې مدرسه او ښوونځی د زده کونکو د هر ډول روزني او پاملرني مسؤليت لري ، له همدې امله افغان دارالعلوم د خپلو زده کونکو لپاره د درسونو ترڅنګ نور روزنيز پروګرامونه هم لري، د زده کونکو له روزني څخه يو هم د هغوی د وينا کولو وړتيا را ژوندۍ کول او په هغوی کې د د همدې فن استعداد پيدا کول دي، د دې موخې لپاره د مدرسې طالبان په اونۍ کې يو ځل انجمن جوړوي چې د “النادي الادب” په نوم يادېږي، د مدرسې ټول طالبان په دوه برخو وېشل شوي دي، د لوړو ټولګيو طالبان په پښتو، دري ، عربي او انګريزي ژبو ويناوې کوي، او د وړو صنفونو طالبان په کومه ژبه چې خبري کولی شي، د دريځ مخ ته راځي او د استادانو او خپلو ملګرو په وړاندې وينا کوي. وخت ناوخته د ادارې له خوا هغو طالبانو ته جائزې هم ورکول کېږي چې په نادی الادب کې ښه وينا وکړي.
دېوالي جريدې:
له پنځم ټولګي څخه تر دوولسم (څلورمي درجې) پورې د دغو ټولګيو ټول زده کونکي په پنځو ټوليو وېشل شوي دي، هر ټولی ځانګړې جرېده لري، چې نومونه يې دادي: د ابن عباس رضي الله عنه ټولی، د جريدې نوم يې ((الحبر))، د ابن عمر رضي الله عنه ټولی، جريده يې ((القلم)) د حسان بن ثابت رضي الله عنه ټولی، د جريدې نوم يې((الفاروق))، د ابوهريرة رضي الله عنه ټولی، جرېده يې ((المعرفة))، او د عربي المتقدم ټولی (فئة ابن مسعود رضي الله عنه)، جرېده يې ((المنبر)) ده، د هر ټولي ځانګړی مشر وي چې په مياشت کې يوځل د خپل مسؤل استاذ ترڅارنې لاندې د ټولي له طالبانو ليکلې مضامين راټولوي او بيا يې په دېوالي جريده کې سريښوي، او بيا د طالبانو مضامين د استاذانو له خوا کتل کيږي او کوم مضمون چې ډېر ګټور وي هغه د افغان بنسټ ويب پاڼې او مجلې له لارې خپرېږي.
دارالتحفيظ:
د دې تر څنګ افغان دارالعلوم د قرآنکريم د حفظ لپاره دوه ټولګي لري چې د دوو استاذانو له لورې له ځانګړي سستم او ترتيب سره پر مخ بېول کېږي. په هر ټولګي کې د پنځه ويشتو او دېرشو ترمنځ زده کونکي حفظ کوي، په اونۍ کې يوځل ورته د خپلو تکړه استاذانو له خوا مشق هم کيږي او وخت نا وخته د کوم مشهور او نړیوال قاري حدر هم ورته اورول کيږي ترڅو د حفظ زده کونکي د حفظ ترڅنګ مشق او حدر او دغه راز يې لهجې هم زده شي.
ليليه:
افغان دارالعلوم د خپلو ليليه زده کوونکو لپاره له درسي وخت وروسته هم د څارنې او نګرانۍ نظام لري، د دې دندې لپاره دوه تکړه استاذان ګومارل شوي چې د زده کونکو څارنه کوي، د ماسپښين، ماښام او ماخوستن له لمونځونو وروسته د تکرار په انګړ کې طالبانو سره ناست وي او ورسره په اونۍ کې يوځل د طالبانو د نظافت ارزونه هم کوي.
د دوو څارونکو تر څنګ يو عمومي مشرف هم لري، مشرف دنده لري چې د طالبانو ټول ورځني کړه وړه وڅاري او لمانځه ته يې بيدار کړي. څرنګه چې مشرف تر نورو استادانو زيات بوخت وي نو ځکه ورته درسي مضامين کم ورکړل شوي دي.
کلينيک:
افغان دارالعلوم د لومړنۍ درملنې لپاره په اړينو درملو سمبال يو کلينک او ډاکټر هم لري ، چې د اړتيا پر وخت د ناروغو طالبانو لومړنۍ درملنه کوي.
د افغان بنسټ د ټولنیزو چارو مدیریت په چو کاټ کې د افغان دارالعلوم د شاګردانو د علمي او اخلاقي روزنې تر څنګ تر ممکنه بریده د هغوی روغتیایي ستونزو په نظر کې نېولو سره په کال (۱۳۹۳) کې د مدرسې تر څنګ د لومړنۍ درملنې لپاره په اړينو در ملو سمبال يو روغتیایي مرکز پرانيست چې د نوموړي روغتیایي مرکز په تاسیس سره تر ډیره بریده د شاګردانو روغتیایي ستونزې حل شوي دي.
کتابتون:
افغان دارالعلوم يو ستر کتابتون لري، چې مسافت يې درې سوه متره مربع دی، کتابتون د دارالعلوم، نورو مدرسو او ښوونځيو پوهنتونونو د زده کوونکو د مطالعې لپاره جوړ شوی دی، په دې کتابتون کې هر ډول د هر ډول ديني او عصري مضامينو ګڼ شمېر کتابونه موجود دي.
د افغان دارالعلوم ځانگړتياوې
- اسلامي اصولو او په همدې چوکاټ کې افغاني دودونو ته بشپړه پاملرنه درلودل.
- ځانګړی او منظم ښوونيز نصاب.
- د عمر او ټولگي په نظر کې نیولو سره د قرآن کریم د ځینو سورتونو حفظ (په یادو زده کول).
- د ديني علومو ترڅنګ تر اتم ټولګي د ټولو عصري علومو زده کړه.
- د زده کوونکو د اصلاح لپاره ځانګړي پروګرامونه.
- د مأثوره دعاگانوحفظ (هغه چې په نبوي احادیثو کې راغلي دي)
- د کمپیوټر زده کړې مجهز ټولگی (کمپیوترلب).
- د اسلامي اخلاقو او ادابو یو ښکلی چاپېریال.
- د زده کوونکو د علمي پرمختګ لپاره په مدرسه کې دننه او له نورو مدرسو او ښوونځيو سره د مسابقو ترسره کول.
د افغان دارالعلوم د مياشتني لګښت تفصيل
خوراکي توکي او معاشونه:
وريژې: ۴۰ بورۍ—————–(72,000) افغانۍ
غوړي: ۲۵ ټيمه ——————(30,000) افغانۍ
وچه ډوډۍ: ———————(165,000) افغانۍ
غوښه: ۳۶۰ كيلو————— (108,000) افغانۍ
سبزي او حبوبات ————–(100,000) افغانۍ
د استادانو معاشونه:———- (3,01700) افغانۍ
د مستخدمينو معاشونه:——– (108,500) افغانۍ
د نجونو مدرسې استاذانو معاشونه:(41,000)افغانۍ.
اداري لګښتونه——————-(20,000) افغانۍ
ټولټال مياشتنی لګښت: ——— (9,46200)
ودانيزه برخه:
افغان دارالعلوم تر اوسه دوې ليليې لري چې هره يوه يې ديرش خوني لري، لومړنۍ ليليه بشپړه شوې ده او دويمه تر کار لاندې ده، دغه راز اداره په نيت کې لري خپلې ودانيزې چارې نورې هم پراخې کړي او دوه نورې ليليې، پنځلس نورې لويې درس خوني، دارالحديث، د مېلمنو لپاره جلاخونې، يوه لويه دروازه، او د استاذانو لپاره کورونه هم جوړ کړي، تاسو کولی شئ د هرې ودانۍ په جوړولو کې ونډه واخلي او د ځان لپاره يوه جاريه صدقه جوړه کړئ.
يادونه: تاسو کولای شئ د مدرسې د لګښتونو له جدول څخه په خپله خوښه ثابت توکي پر غاړه واخلئ او په خپل لاس يې په کار واچوئ.
پته
افغان دارالعلوم، احسان مېنه، بګراميو ولسوالي، کابل
اړيکشمېرې
702020605(0)0093
771200129(0)0093
برېښنا لیک
afghanmadrasah@afghanfoundation.net
ويبپاڼه
www.afghanfoundation.net