وروستي:

نبوي سيرت/ د نبوي جومات ودانول

ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

کله  چې محمدصلی الله عليه وسلم په مدينه کې ځای پر ځای شو، تر ټولو لومړی يې د نبوي جومات لپاره د دوو يتيمانو “سهل او سهيل”  هغه ځمکه  په بیه واخېستله  چېرې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  اوښه کښېنستې وه، نوموړو غوښتل چې خپله ځمکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وړيا ورکړي؛ خو محمد صلی الله عليه وسلم  له وړيا اخېستلو ډډه وکړه،  د نبوي جومات د ودانولو کار پيل شو، هلته شته د مشرکانو قبرونه  او ونې لرې کړل شوې، کنډوالې هوارې   او له خاورينو خښتو ديوالونه پورته کړل شول، رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله هم د جومات په جوړولو کې برخه درلودله، خښتې او ډبرې يې راوړلې او د صحابه کرامو د هڅولو لپاره يې دا شعر زمزمه کاوه :

اللهم لاعيش إلا عيش الآخرة * فاغفر للأنصار والمهاجرة

الله! ژوند خو ژوند د آخرت دی؛ نو انصارو او مهاجرو ته بخښنه وکړه

 د نبوي جومات تر څنگ د رسول الله صلی الله عليه وسلم   بيبيانو ته  هم کوټې جوړې کړل شوې، او د ابوايوب انصاري رضي الله عنه   په کورکې له اوو مياشتو تېرولو  وروسته  محمد صلی الله عليه وسلم  د خپلو مېرمنو خونو ته   کډه شو.

نبوي جومات  د لمونځونو ترڅنگ، د مسلمانانو د سلا مشورو، ښوونې روزنې، روغې جوړې، او  بې سرپنا مهاجرو  د اوسېدا ځای و.

عروه بن زبير رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې مدينې منورې ته راغى له رارسيدو سره سم يې اوښه په هغه ځاى کښيناسته چې نن پرې نبوي جومات ودان دى، دا ځاى د دوه يتيمانو (سهل او سهيل  رضي الله عنهما ) و، دوى به په دغه ځاى کې کجورې وچولې، اوښه چې په همدې ځاى کښيناسته رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وکړه چې دا ځمکه دچا ده؟ خلکو ورته وويل: دا د هغو دوو يتيمانو ده چې اسعد بن زراره رضي الله عنه  يې پالنه کوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: که د الله  پاک خوښه وه په همدې ځاى به جومات جوړوو؛ نو دواړه هلکان يې را اوغوښتل او ورته ويې ويل: که مو خوښه وي دا ځمکه پرماخرڅه کړئ، هغوى وويل: يارسول الله! خرڅوو يې نه درباندې، وړيا يې درکوو، رسول الله صلی الله عليه وسلم  له وړيا اخستلو نه انکار وکړ، نو په بيه يې ترې واخيسته او دنبوي جومات دجوړيدو کار پيل شو، ټول صحابه کرام لگيا وو رسول الله صلی الله عليه وسلم  پخپله هم خښتې راوړې او داشعر به يې لوست :

هذا الحمال لا حمال خيبر *  هذا ابر ربنا و اطهر

ربه! دا بارونه د خيبر د کجورو دنگې تنې نه دي، دا تر هغو پاک او سپيڅلي دي

اللهم لا اجر الا اجر الاخرة  *  فارحم الانصار والمهاجرة

خدايه! اجر خو اجردا خرت دى؛ نو پرانصارو او مهاجرو رحم وکړه.([1])

د اذان پيل

د نبوي جومات له جوړولو وروسته يو داسې اعلان ته اړتيا وه چې خلک پرې لمانځه ته را وبلل شي، رسول الله  صلی الله عليه وسلم په دې اړه صحابه کرامو سره مشوره وکړه، ځينو رايه ورکړه چې اور  به  بلوو؛ نو چې خلک يې دود ويني لمانځه ته به راځي، ځينو رايه ورکړه چې په ښکر  کې به غږ کوو، او ځينو نورو بيا د دوو لرگيو ټکولو خبره کوله؛ خو دا ټولې رايې ځکه ونه منل شوې چې دا هره يوه د مجوسيانو، يهوديانو يا عيسايانو د  اعلان  آلې وې .

رسول الله  صلی الله عليه وسلم   او صحابه کرام په همدې فکر کې و چې يو سهار عبدالله بن زيد بن عبد ربه  رضي الله عنه  رسول  الله  صلی الله عليه وسلم  ته راغی او ويې ويل چې ما خوب  وليد تېره شپه يو سړی چې شنې جامې يې اغوستې وې دوه لرگي ور سره و ما ورته وويل چې دا نه خرڅوې هغه را ته وويل :چې څه پرې کوې : ما ورته وويل : خلک لمانځته پرې رابولم خو نوموړي کس را ته وويل چې زه به د دې موخې لپاره  تر دې غوره شی درته وښیم ما وويل چې هغه څه شی دي هغه  بيا د اذان کلمې راته وښودې

کله چې عبدالله بن عبدربه رسول الله  صلی الله عليه وسلم  لدې خوب څخه خبر کړ رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ورته وويل چې دا حق خوب دی بلال ته دا کلمې وروښيه چې  هغه اذان وکړي ځکه د هغه آواز تر تا لوړ دی کله چې بلال  رضي الله عنه  اذان وکړ عمر بن الخطاب   رضي الله عنه  چې اذان واورېدی په منډه له کوره را ووت څادر يې له شا ور پسې کشکولو اودا يې ويل :ای! د الله نبي په هغه ذات مې دې لوړه وي چې ته يې په حق سره راليږلی يې ما هم همداسې خوب ليدلو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وويل : د الله شکر دی پردې باندې .

بيا يو شمېر نورو صحابه وو هم وويل : چې هغوی دا ډول خوب ليدلی او درسول الله په حکم سره دا د لمانځه لپاره د رابللو يو اعلان وټاکل شو .

له هغې ورځې نه آذان د لمانځه لپاره اعلان وټاکل شو چې تر ننه  په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډېر تکرارېدونکی، نه درېدونکی او د الله د وحدانيت، رسالت او د اسلام ستره نښه بلل کېږي .


[1] : د صحابه وو ژوند.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*